دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهغني: د اساسي قانون مطابق دې ټولو ولایتونو ته یو ډول پاملرنه...

غني: د اساسي قانون مطابق دې ټولو ولایتونو ته یو ډول پاملرنه وشي

تاند(یکشنبه، د اسد ۵) ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماسپښین د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري او د یاد کمېسیون کمېشنرانو  سره په ارګ کې وکتل.

یاده کتنه چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د یاد کمېسیون رئیس او کمېشنرانو د ګومارنو، ازموینو او د ملکي خدمتونو ادارو په اړه د خپلو ارزونو، د بشري قواوو وضعیت، تعییناتو، څارنې او په ادارو کې د اهدافو پرمخ وړلو لپاره د کارکوونکو د سویې تثبیت، د دندو لایحې په برخه کې د کار او په عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو کې د ارزونو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.

ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هغوی د بایومیټریک د تطبیق، د خالي بستونو لپاره د وخت اعلانولو، د لایحو او مقرراتو نهایي کولو، د دولتي ادارو د صلاحیت ډول، د بشري منابعو پیاوړتیا او د بنسټونو د جوړښت تنظیم په اړه خبرې وکړې.

دوی په پوهنې وزارت کې د ولایتونو په کچه د شته خالي بستونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، د کارکوونکو د ازموینو او ګومارنې کار دوام لري.

ولسمشر غني وویل داسې اداري فرهنګ دې جوړ شي چې خدمت محوره وي او خلکو ته د خدمت کولو په موخه باید وړ کادرونه وګومارل شي چې نظام ته ژمن وي، نه زورواکو ته.

غني وویل قانون محوره فرهنګ دې وده وکړي او د ادارو کړنې دې قانونمندې شي.

هغه زیاته کړه، پر ولایتونو دې یو ډول تمرکز وشي، منابع دې یو ډول تطبیق شي او د دولتي ادارو د منابعو وېش دې د ملي لید پر اساس وشي، افغانستان شموله برنامې دې عملي شي او ادارې دې د ملي وحدت سمبول وي او په ادارو کې دې د بې تفاوتۍ او مسوولیت نه منلو فرهنګ لمنځه یووړل شي.

نوموړي زیاته کړه؛ د اساسي قانون پر اساس دې ټولو ولایتونو ته یو ډول پاملرنه وشي او پوهنې وزارت باید ښوونځی محوره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب