شنبه, اپریل 27, 2024
Home+سو سور او نښه| د ګل رحمن رحماني ژباړه

سو سور او نښه| د ګل رحمن رحماني ژباړه

د فردیڼاند دو سوسور (Ferdinand de Saussure) له لیده ژبنۍ نښه یوازې یو شی له یوه نوم سره نه تړي، بلکې یوه مفهوم ته له یوه تصور سره تړاو ورکوي او په ټوله کې د دال او مدلول تر منځ له اړیکې څخه را پیدا شوی کلیت دی چې د دال او مدلول تر منځ اړیکې ته دلالت وايي. دده له نظره دال یا significant یو صوتي تصویر او مدلول یا signifie هغه مفهوم دی چې دال ورباندې دلالت کوي.

د نښې مفهوم د سوسور له لیده یوه دوه مخې الګو ده، هغه یادونه کوي چې د نښې دغه دوې وجهې یو له بل سره متقابلې اړیکې لري، خو تر منځ یې یو پر بل کوم مخکې والی نشته. دال له مدلول پرته بې مفهومه کېږي یا په بل عبارت هغه دال چې پر هېڅ کوم مفهوم دلالت ونه کړي، له یوه خاموش یا ګونګي غږ پرته بل څه نه دي او کوم مدلول چې پر وجود یې  هېڅ دال (صورت) پیدا نه شي، د موندنې او پېژندنې وړ نه دی.

 په حقیقت کې دا شونې نه ده چې د لفظ کومه نښه له معني پرته او معنی له لفظ پرته تشکیل شي. د نوموړي پر وینا دال او مدلول رواني جنبه لري او کوم مادي وجود یې نشته، دواړه د جوهر نه، د صورت بڼې دي چې دا په حقیقت کې په داسې انتزاعي او ټولنیز نظام پورې اړوندېږي چې سو سور ورته د langue نوم ورکړی دی.

لکه مخکې چې  یادونه وشوه ژبنۍ نښه یوازې د یوه شي او نوم خپل منځ اړیکه نه ده، بلکې د یوې صوتي الګو او مفهوم تر منځ اړیکه ده. دا صوتي الګو اصلا د صوت بڼه ده، ځکه چې صوت مادي (فزیکي) دی، حال دا چې صوتي الګو له صوت څخه یوه رواني یا اروايي اخیستنه ده چې د حواسو له لارې موندل کېږي، البته صوتي الګو یوازې هغه مهال مادي بللی شو چې زموږ د حسي موندنو ښکارندوی شي.

له نښې څخه د سو سور په الګو کې هېڅ مصداق ځای نه لري، په دې الګو کې مدلول یو ذهني مفهوم دی. په دا ډول ژبني نظام کې نښې پر څیزونو نه، بلکې پر مفاهیمو دلایت کوي او کله چې د شیانو یا څيزونو په اړه خبرې کوو، نو څيزونه د مفهومي مقولو په کچه یو له بل سره اړیکې جوړوي، په دې اساس د سو سور له لیده نښه په کلي ډول غیر مادي ده او دې  ټکي ته باید پاملرنه وشي.

اوس پوښتنه دا ده چې نښه د ژبني نظام په اډانه کې یا کلیت کې د سو سور له نظره کوم ځای لري؟ د سو سور په باور نښې یوازې د یوه صوري، کلي او انتزاعي واحدونو په حالت کې مانا پیدا کوي. له مانا څخه د هغه اخیستنه په بشپړ ډول رغښتي یا جوړښتي او پر اړیکه ولاړه ده. سو سور نښې د ذاتي یا جوهري ماهیت د بڼې پر بنسټ تعرفوي چې په اصل کې نښې یو بل ته ارجاع کېږي. دی وايي چې د ژبې په نظام کې هر څه پر روابطو پورې تړلي دي، هېڅ داسې کومه نښه نشته چې یوازې پر خپل ځان د تکیې له اړخه دې مانا ورکړي، بلکې ارزښت یې له نورو نښو سره له اړیکو سرچینه اخلي.

سو سور د ارزښت په نامه مفهوم ته اشاره کوي او وايي چې د هرې نښې ارزښت د نظام په دننه د نورو نښو سره د هغه نښې له اړیکې سره تړلی دی. سو سور د ارزښت د مفهوم ښودلو لپاره د شطرنج لوبې مثال ورکوي او وايي چې په شطرنج کې د هرې مرۍ ارزښت په هغه ځای یا موقف پورې تړلی دی چې مرۍ په کې د شطرنج پر تخته د نورو مريو پر وړاندې موقیعت لري او د مریو جنس او شکل د هغو مریو پر ارزښت اغېز نه لري چې هرې مرۍ ته شطرنج لوبې پر انتزاعي نظام کې ور په برخه دی.

 نښه د خپلو اجزاوو له ټولګې وړاندې نه ده. سربېره پر دې چې د دلالت پروسه په ښکاره ډول د نښې د دوو برخو تر منځ اړیکه پورې تړلې ده، د نښې ارزښت د نظام په دننه د نورو نښو سره اړیکه ټاکي. په بل عبارت موږ له یوې خوا د نښې دروني اړیکه لرو او له بلې خوا بیا د نظام له نورو نښو سره د نښې د بیرونۍ اړیکې شاهدان یوو.

سو سور وايي: د ارزښت مفهوم څرګندوي چې دا به ستره تېروتنه وي که نښه یوازې  غږیز په ځانګړي ډول په مفهوم پورې ځانګړی وبولو، که چېرته نښه ددې ترکیب حاصل وبولو، نو دا مو منفرد تلقي کړی او  له هغه نظام څخه مو جلا کړ چې ورسره تړاو لري، یاني په یوه بله بڼه مو منلې ده چې له منفردو نښو پیل وکړو او ددغه نښو د یو ځای کولو له لارې نظام جوړ کړو، په داسې حال کې چې برعکس نظام د یوه کل او واحد په توګه د پیل ټکی دی او دلته ده چې کولی شو د تحلیلي بهیر له لارې جوړونکي اجزا او عناصر ورغوو.

 سو سور د نښو تر منځ پر توپیر ټینګار لري او له مانا څخه یې اخیستنه (چې د دروني نظام د اړیکو شبکې حاصل دی) هم افتراقي اخیستنه لري. دی په دې اند دی چې ژبه د نقش لرونکي تمایز او تقابل څخه جوړ نظام دی.

د نظام په درون کې یو له بل سره په اړیکه کې د نښو نسبي هویت د رغښتوالې بنسټيز اصل دی او دې ته په پام سره چې پر رغښتوالیزو تحلیلونو کې پر رغښتي اړیکو ډېر ټینګار کېږي، اصل دوه ګوني تقابل یا تضاد ته ورکړل شوی دی، چې سو سور ورڅخه پراخه استفاده کړې ده، لکه مرګ او ژوند، تور او سپین، لاندې باندې او نور…سو سور په دې باره کې لیکي: مفاهیم په اثباتي او ایجابي بڼه د خپلو محتویاتو په سبب نه تعریفېږي، بلکې په سلبي بڼه او د همغه نظام له نورو اجزاوو سره د تقابل له لارې ارزښت مومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب