جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهپر نورو ښځینه فعالانو د محبوبه سراج توندې نیوکې

پر نورو ښځینه فعالانو د محبوبه سراج توندې نیوکې

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۰مه) د افغانستان مشهورې ښځینه فعالې محبوبه سراج، چې د تېر کال د سولې نوبل نړیوالې جایزې ته هم نومانده وه، په یوه تفصیلي مرکه کې پر نورو ښځینه فعالانو توندې نیوکې وکړې او خاصتاً هغوی یې د بهرنۍ پناه غوښتنې په شوق تورنې کړې، چې په کابل کې یې د طالبانو پر وړاندې اعتراضونه کړي.

آغلې سراج تور پورې کړ، چې دغه فعالانې له دې همدې امله د طالبانو لخوا پر اعتراضونو له بندیزونو سره سره لارو کوڅو ته ووتې او اعتراضونه یې وکړل.

هغه زیاتوي، چې اوس د هغو فعالانو له ډلې اکثره یې بهرنیو هېوادونو ته تللي او افغانستان کې دننه د ښځو مدافعانې خورا کمې پاتې دي.

د دې په باور، په میداني اعتراضونو کې برخوالې یو شمېر ښځینه فعالانې لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي، خو هغې په دې تړاو نور جزییات ورنه کړل.

محبوبه سراج، چې د جمهوري نظام په شل کلنه موده کې یې د ښځو لپاره فعالیتونه لرل، په مشخص ډول د چا له ښودلو پرته ګڼې ښځینه فعالانې په دې تورنې کړې، چې یو لوی ارمان یې بهرنیو هېوادونو ته لا له وړاندې د پناه ور وړل وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د مېرمن سراج مخالفانې بیا دا په داسې څرګندونو، کابل کې په حضور او وخت پر وخت ځینو طالب چارواکو سره د لیدنو کتنو او ورته خطر نه پېښیدو له امله د طالبانو رژیم سره په اړیکو او د هغوی په دفاع تورنوي.

مېرمن سراج بیا په خپله تازه مرکه کې له دې سره د طالبانو د چلند په تړاو وویل، چې په طالبانو کې د نرم او توند دریځ بېلابېلې ډلې شته او د هغوی د ویاند ذبیح الله مجاهد په ګډون ځینې دې ته د مور په سترګه ګوري او درناوی یې کوي.

نوموړې زیاته کړه، چې د ښځو د حقونو لپاره د دې مبارزه له تدبیر سره مله ده؛ ځکه پوهیږي چې که تېزي او توندي پکې وکړي، د نورو فعالانو په شان به افغانستان کې پرې د ژوندۍ کړۍ تنګه او افغان ښځې به یو مخ بې مدافعینو شي.

مېرمن سراج زیاته کړه، چې طالبانو له افغان ښځو ګڼ حقونه اخیستي او باید د حقونو بېرته اعادې لپاره نړیوال پر دغه رژیم فشارونه راوړي.

هغې په ورته مهال ټینګار وکړ، چې پر طالبانو نیوکې د پرځیدلي جمهوري نظام د کړنو د دفاع په مانا نه دي، ځکه د دې په باور، افغان ښځو د هغه نظام پر مهال هم کافي حقونه او له خطرونو تش ژوند نه درلود.

2 COMMENTS

  1. که واقعیت وویل شي نو په خبرو کې یې یو څه واقعیت موجود دي. خو زما دا خبرې د هیبتې ځناورو څخه د ملاتړ په معنی ندي.
    ترلیب یوه ګمراه، خوارج او افراطی ډله دي.

  2. ترلیب یوه ګمراه ، متحجره ، د خوارجو یوه افراطی او د پنجاب مزدوره ډله ده چې یوه ورځ حق روژه یې د پنجابیانو لپاره نوش جان کړه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب