یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافراسیاب خټک: له طالبانو وپوښتل چې د سپین بولدک - چمن ترمنځ...

افراسیاب خټک: له طالبانو وپوښتل چې د سپین بولدک – چمن ترمنځ د خلکو پر تګ راتګ د بندیز په اړه ولې چوپ دي

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۰م) د پاکستان د سناجرګې پخواني غړي او ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک د چمن – سپین بولدک ترمنځ د زرګونو ځايي خلکو پر ازاد تګ راتګ د پاکستان د بندیز په وړاندې د طالبانو د حکومت چوپتیا د پوښتنې وړ وبلله.

د پاکستان پوځي چارواکو کابو شپږ میاشتې پخوا د سپین بولدک او چمن ترمنځ د ځايي اوسیدونکو ازاد تګ راتګ منع کړ او اعلان یې وکړ چې نور هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په دې کرښه باندې بې وېزې او پاسپورت تګ راتګ وکړي.

ځايي اوسیدونکو، چې په دغه کرښه یې په وړه سوداګري ځان او خپلو کورنیو ته ژوند برابر کړی وو، د پاکستان د دې پرېکړې خلاف سوله ییز اعتراض وکړ.

ګڼو ملتپالو ګوندونو هم د پاکستان د دې بندیز خلاف غونډې کړي او د کرښې د بېرته پرانیستلو غوښتنې یې کړي دي.

خو د طالبانو حکومت په دې اړه تراوسه پورې هیڅ راز غبرګون نه دی ښوولی.

ملتپال سیاستول افراسیاب خټک د طالبانو دا چوپتیا د سوال وړ بللې. ده نن پر خپله ایکسپاڼه کښلي: «شپږمه میاشت ده چې په چمن کې لکونه پښتانه په کرښې د عبور او مرور باندې د نوی پاکستانې قیوداتو په ضد احتجاج کوی، ځکه چې دا ناجائز قیودات د ډیورانډ د کرغیړنې کرښې تحمیلونکی انګریزانو هم نه وو لګولی، تکلیف د دواړو غاړو دی خو قندهار او کابل چوپ دی، آیا د ژغ پورته کولو اجازه نه لري؟»

دا په داسي حال کې ده چې یو شمېر طالب چارواکي مخکینی حکومت په دې ملامتوي چې د پاکستان له لوري پر ډیورند کرښه یې په یو اړخیز ډول د اغزن تار د غځولو په وړاندې غبرګون ونه ښود.

د پاکستان حکومت په وروستیو دوو کلونو کې نه یوازې د ازغن سیم کار ته دوام ورکړی بلکې نیم میلیون افغان کډوال یې په دوو میاشتو کې له خپلې خاورې وایستل او افغانانو ته یې د وېزې د ورکولو شرایط هم تر پخوا سخته کړي دي.

2 COMMENTS

  1. خټک صیب لږ صبر وکړه!
    تالبان دداخلی دښمنانو دسرکوبولو نه لا ندی وزګار شوي. هغه شاعران، لیکوالان، د قلم، ژبی او ملی فکر خاوندان، حقپرست عالمان او د ملی فکر خاوندان چی يی ټول له منځه نه وی وړی بل چاته ندی وزګاریږي.
    پاکستان خو بیا ددوۍ مشر ورور او ددوۍ د معنوي روزنې ټاټوبی دئ نو د هغو مریدی خو ورباندی مباح نده بلکه فرض عین ده.

    میرمنو ته د ګیرو پریښودو فرمان صادر کړه
    سړو سره چی هرڅه کوې ښه کوې ملا

    همدغسې دی ټولی خپلې چاری خدای ته سپاره
    د خدای پاک ټولی چاري به اوس ته کوې ملا!

    عزت الله ځواب

  2. خټک صاحب څخه باید وپوښتل شي چې ایا داسې کوم غلام شته چې خپل بادار نه د داسې پوښتنې جرعت ولري؟ په تاریخ کې خو داسې کوم مثال نه لیدل کیږي، او دا حلقه به ګوش خوارج یعنی هیبتې ځناور هم له دې امر څخه مستثنی ندي. د ترلیب ځناورو مشرانو خزي او لورګاني ای آیس ای سره په کراچي کې د عیش او عشرت څخه ډک ژوند تیروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب