پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهعدلیې وزارت: د اهل هنودو غصب شوې ځمکې بېرته ور ستنوو

عدلیې وزارت: د اهل هنودو غصب شوې ځمکې بېرته ور ستنوو

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۰مه) د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې  د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري یې د هېواد په کچه د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو د بررسۍ بهیر  پیل کړی دی.

دغه وزارت ویلي چې یاد  شوي کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ته لارښوونه کړې، چې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر غصب لاندې نیول شوې او یا د جعلي وکالت لیکونو په واسطې د هغو د غصب احتمال وي، تثبیت او تشخیص کړي.

سرچینې زیاته کړې د یادو شویو هیئتونو راپور د غصب شویو ځمکو له تثبیت او تشخیص څخه وروسته، د کمېسیون له خوا بررسي کېږي او په دې هکله به لازم تصمیم ونیول شي؛ ځکه هغه ځمکې چې مالکان يې د هېواد په داخل کې حضور نه لري، حفاظت یې د واکمن رژیم په غاړه دی.

سرچینې همدارنګه ویلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې به یې تخنیکي هیئتونه د اهل هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب مسئله په بشپړ دقت سره بررسي کړي ترڅو که چېرې غصب شوې وي او یا هم د غصب هڅې وجود ولري، مخنیوی یې وشي او غصب شوې ځمکې د هغو اصلي مالکانو ته راوګرځي.

عدلیې وزارت له اهل هنود هېوادوالو غوښتي چې د اړتیا په صورت کې د کمېسیون او د تخنیکي هیئت، خپل اسناد او کره معلومات له ولایتي تخنیکي هیئتونو سره شریک کړي ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب