Homeخبرونههند د جګړې لپاره روسیې ته د انساني قاچاق شبکه کشف کړه

هند د جګړې لپاره روسیې ته د انساني قاچاق شبکه کشف کړه

تاند (یکشنبه، د حوت ۲۰ مه) د هند حکومت وايي، د انساني قاچاق یوه شبکه یې له منځه وړې چې ځوانان یې له دغه هیواده د کار په دروغي وعدو او چل روسیې ته بېول او بیا یې د اوکراین پر ضد د روسیې جګړې ته محبورول.

د هند د تحقیقاتو مرکزي دفتر وايي چې تراوسه پورې له دې هیواده نژدې ۳۵ ځوانان په چل او ول روسیې ته بېول شوي دي.

تر دې مخکې هم هندي چارواکو له دغه هیواده روسیې ته د جګړې لپاره د ځوانانو د استول کېدو ادعا کړې وه.

همداراز ځینو هندي کورنیو ویلي وو چې ځوان غړي یې په دې ژمنه چې په روسیه کې ورته کار ورکول کېږي، روسیې ته استول شوي خو وروسته ورته څرګنده شوې چې عزیزان یې د جګړې په جبهه کې دي.

روسیې په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې روسیې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول د کومانډو ځواکونو د جلبولو هڅې کړي دي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې روسان په ایران کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو د استخدامولو پراخې هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...