شنبه, مې 18, 2024
Home+ تېښته (لنډه کيسه) فريداحمد طوفان

 تېښته (لنډه کيسه) فريداحمد طوفان

ترپ شو، نجلۍ کړوپه ملا له خېمې ووته، د ګردې لمنې مخکېنۍ څنډه یې په واورو کې وڅښېده، ځای پر ځای ودرېده، له ژېړ کمیس نه یې رنګ ورک و، تور ښکارېده، په لمنه کې یې د کږو- وږو چرمو درزونه یو مخ له خیرو ډک وو. شا و خوا یې وکتل، خړ ټیکری یې پر تندي کش کړ، نری مخ یې پکې ورک شو، یو- دوه ګامه یې واخیستل، واورې یې د پښو له بېډیو واوښتې.

د خېمې لوېدلې څنډه واورو لاندې کړې وه، تور ډنګر لاسونه یې وروغځول، په مټو یې زور وروست؛ خو واوره درنده وه، د نیمې خېمې واورې پر يوه ځای ښوېدلې وې. لاسونه یې خولې ته موټي کړل، نری ښځینه غږ یې واورېد:

ـ خوبانې، لږ صبر!

شا ته یې مخ واړاوه، د بلې خېمې مخې ته په تور کمیس کې یوه ګردۍ نجلۍ ولاړه وه، شین ټیکری یې ټتر ورپت کړی و؛ خو په لمنه کې یې کږې- وږې سپینې لیکې په خیرو کې ورکې وې. په پلن مخ کې یې نرۍ شونډې سره بېلې شوې:

ـ صبر، واوره درنده ده، زه به درسره لاس وکم.

خوبانې هماغسې لاسونه خولې ته نیولي وو، رېږدېدله. د واورې څپولي یې پر ټیکري رغړېدل. ګردۍ نجلۍ ورمخته شوه، د خېمې څنډه یې ورسره له پنډې واورې وڅنډله.

خوبانې یې غبرګ لاسونه پر اوږو باندې ورکېښودل، په موسکه خوله یې وویل:

ـ وراره مه شې، مور او خویندې مې راویښې نه کړې، ټوله شپه مو د یخنۍ له لاسه سترګې نه دي پټې کړي.

غلې شوه، اسمان ته یې وکتل، سپینو ورېځو پوښلی و، واوره هماغسې تېزه ورېدله. بیا یې ورو تر شونډو لاندې غږ شو:

ـ هسې هم لمونځ قضا شوی و.

ګردۍ نجلۍ وروکتل، لاسونه یې له خولې بېرته کړل. ویې ویل:

ـ یو خو زه تاسو ته حیرانه یم، په موږ خو خدای راوستی، تاسې ولې؟

خوبانې سترګې ښکته کړې، څه یې و نه ویل، بیا یې نجلۍ له لاسه ونیوله:

ـ راځه چې دلته لمدیږو، دننه به په بړستنه کې کښېنو.

دواړه یو په بل پسې د خېمې په خړه پرده کې پټې شوې.

ګردۍ نجلۍ پنډه بړستنه په ځان کش کړه، خوبانې ته ورجوخته شوه، بړستن سړه لګېده. څو شېبې ځړېدلي سر ناسته وه، بیا هماغسې ورو غږ شو:

ـ کله کله خو مې تاسو ته سخته غوسه راځي.

خوبانې په حیرانۍ وروکتل، د بړستن ژۍ یې په زنه لګېده، ډکې سرې شونډې یې سره بېلې شوې:

ـ ولې؟

نجلۍ یوه شېبه غلې وه، بیا یې وویل:

ـ  زموږ کورونه خو سېلاونو یوړل، لوېدلي دېوالونو ته کښېناستو، یو ولاړ چت هم راپاتې نه‌شو، چې ورلاندې مو شپې سبا کړې وای…

یوه شېبه غلې شوه، بیا یې خبره پسې وغځوله:

ـ ستاسو کور خو نه دی ړنګ، اباده کلا او ګرمې کوټې مو پريښي، په خپل لاس مو د خدای اذاب(عذاب) ته ځان ورکړی.

خوبانه یې څنګ ته ټوکرۍ(سره ټوله) ناسته وه، له خپل  زنګانه نه یې سر ورو هسک کړ، یو سوړ اسوېلی یې واېست. لنډه یې ورغبرګه کړه:

ـ ړنګ یې بوله!

څنګ ته یې ناستې نجلۍ په حیرانۍ وروکتل، وړې سترګې یې د خوبانې له تورو بڼورو سترګو سره غبرګې شوې، د هغې چاود غومبوري کپرۍ نیولې وې، د مخ هډوکي یې څرګند وو، مخ او ټنډه یې لوګیو ورتور کړي وو. نجلۍ یو دم وویل:

ـ څنګه؟ تا خو ویل چې زموږ کلی له سېلاونو بچ و.

خوبانې وروکتل، د ټیکري پیڅکه یې په نرۍ لوړه پزه تېره کړه. په خوابدي غږ یې وویل:

ـ اوفففف سلیمې! ولې مې په زړه کې ګوتې وهې!؟

له یو سوړ اسویلي سره یې خبره وغځوله:

ـ موږ تښتېدلي یو.

نجلۍ نوره هم پسې حیرانه شوه، غږ یې یو څه له واکه ووت. په لوړ غږ یې پرله‌پسې پوښتنې وکړې:

ـ څه؟؟؟ ولې؟ له چا نه؟…

خوبانې یې ژر لاس په خوله ورکېښود:

ـ ورو!!! اوس به مې مور دوی راویښه شي.

څو شېبې دواړه غلې ناستې وې، په خېمه کې څلور تنه خوا په خوا سره پراته وو، په منځ کې یې یو تن کوچنی ښکارېده. کوچني تر بړستنې لاندې ټوخل؛ خو د نورو بیا یوازې د سا کښلو غږ خوت. له خېمې نه د باندې د لارویو تر پښو لاندې د واورې کرپاری راته. د نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو ګډې- وډې خبرې سره ورو ورو زیاتېدلې. له لرې نه د موټرو غوراوې او هارنډونه راتلل.

سلیمې ورو پوښتنه وکړه:

ـ نو حال نه راته وایې؟

خوبانه ښه شېبه غلې وه، په خپلو زنګنو یې تندی لګولی و. هماغسې یې په نیولی غږ وویل:

ـ موږ د خان لپاره راوتښتېدو.

ـ خان؟

خوبانې سر پورته کړ، سلیمې ته یې اورمېږ کوږ شو، ډکې سرې شونډې یې وخوځېدې:

ـ هارون ښیم، ورور مې، هغه ته خو موږ خان وایو کنه!

سلیمې له حیرانۍ ډکې سترګې ورته نیولې وې، خوله یې ترې هېره وه، بیا یې وپوښتل:

ـ نو د هارون لپاره ولې؟

خوبانې سوړ اسوېلی وایست، ورغبرګه یې کړه:

ـ کیسه یې اوږده ده.

بیا یې ځان یو څه ورکوږ کړ. خبره یې پسې وغځوله:

ـ تا ته خو مې مخکې ویلي وو، چې له نیکه نه مو ډېر جایداد راپاتې دي. لویه کلا، د انګورو او د مڼو یو لوی باغ… د کلي په کارېز کې مو دوه شواروزه اوبه دي…..

له خپلو زنګنو نه یې لاسونه تاو کړل، تندی یې پرې ورکېښود، ورو یې وویل:

ـ همدا سپېره جایداد راپورې اور شو.

سلیمې کوږ اورمېږ، وازه خوله ورته کتل. تر بړستنې لاندې له پرتو  کسانو نه هماغسې د سا کښلو غږ خوت.  یوه شېبه دواړه غلې وې، بیا خوبانې سر هسک کړ، خپلې خبرې یې پسې وغڅولې:

ـ پلار مې له موره یو و، کوم  سکنی ورور یا خور یې نه درلودل. درې میرني ورڼه او دوه یې خویندې وې، ټول ترې کشران وو.

میرني وو؛ خو زما د پلار به یې د سکني هومره خاطر کاوه، په ټولو ګران و. ټولو به ګل لالا باله. په یوه چمبر کې سره اوسېدلو، په منځ کې مو تنا(تنها) یوـ یو نیم ګز پنایي وه. دا کار مو نیکه کړی و.  هغه چې کله خپلو ټولو زامنو ته ودونه وکړل، بیا یې کلا په څلورو برابرو برخو ووېشله او په منځ کې یې ورته ټیټ ټیټ دېوالونه تېر کړل. یوه کلا او څلور یو رقم لویې دروازې. په باغ او پټیو کې د ټولو برخې مالومې وې؛ خو بېلې کړې یې نه وې، ګډ یې سره کرل او رېبل.

له تره، ترلې او تربور سره مو ښه وخت تېرېده. دروازې مو سره بېلې وې؛ خو دسترخوان مو نه بېلېده، چېرې چې به کښېناستو، هغه مو خپل غولی و. ژوند نور بیخي ښه روان و؛ خو پلار مې یوې خبرې ته زړه خوړ.

سلیمې ژر پوښته وکړه:

ـ کومې خبرې ته؟

هغې ځان ورټول کړ، بړستنه یې اوږې ته کش کړه، و یې ویل:

ـ نارینه اولاد یې نه درلود. بس همدا درې لوڼې یې وې، ملایان او ډانګټران(ډاکټران) یې پسې ستړي کړل؛ خو خدای نه و کړی. پلار به مې کله کله په ټوکو کې د دویم واده خبره کوله. دا به مې تر موره زیات په ترونو ډېره ترخه لګېده.

د یوه اختر په شپه کې مو ترونه، ترلې او تربور، تول زموږ په کور کې راټول شوي وو، په یوه کوټه کې نه سره ځاییدو، په چوتره کې مو دېره جوړه کړې وه. په کلي کې خو ډېری خلک لاټین او لمپې کاروي؛ خو موږ په وس ښه وو، شمسيانې مو لګولې وې، ټول انګړ پرې روښانه و. کوټو ته مخامخ له غواوو نه پر تاو شوي شپاله کتار پیلمرغان ناست وو، ځینو یې سرونه تر وزرونو لاندې کړي وو. د کلا  له دروازې سره خوا کې خړ سپي له خپلې کوډلې نه پښې باندې غځولې وې، غټ سر یې منځ کې ایښی و، انګړ ته یې کتل. له چوترې نه لاندې د موټرسایکل هېندارې رڼا ته ځلېدلې، پاس له ځړېدیلي ګرپه ګڼې میاشې او پتنګان تاوېدل، د کلا د څنګ چینارونو پر څوکه د لسمې شپې سپوږمۍ ولاړه وه.

پلار مې چې دېوال ته پر غټ بالښت تکیه وهلې وه، په ډکه ږیره یې لاس تېر کړ، ښه په جګ اواز چې ټول یې واوري، زما د مشر تره ناوې ته وویل:

ـ ورېندارې، نور خو نو راته ووځئ!

یو دم د ټولو سترګې ورواوښتې، ټول غلي شول، د ترونو مې ټنډې تروې شوې، پلار ته مې یې اورمېږونه کاږه شول. تره ناوې مې له پلاره مخ په پلو پټاوه، تر پلو لاندې یې غږ شو:

ـ خدای مېربانه(مهربان) دی ګل لالا! دومره ژر دې تمه مه شکوه!

پلار مې موسک و، د تورې ږیرې او بریتونو منځ کې یې غاښونه سپین برېښېدل. پښې یې ورټولې کړې، په خندنی غږ یې ورغبرګه کړه:

ـ ولا نور خو مو نه ملا پرېښود او نه ډانګټر. بس دا یوه لاره راپاتې….

مشر تره مې یو دم په خبره کې ورولوېد، ښه په ټینګه یې وویل:

ـ ګل لالا! دا وار خو دې دا خبره وکړه، بل وار به سره خوابدي شو.

پلار مې ورته خندل، غټ لاسونه یې په خېته ایښي وو. ورغبرګه یې کړه:

ـ الکه لال دینه! تا خو ښه پسې لویه واخیسته، لکه چې ورېنداره دې ډېره درته ګرانه ده…

تره مې هیڅ هم و نه ویل،ټنډه یې تروه وه، لاندې یې فرش ته کتل. ټول غلي وو، د چوترې په بل سر کې ماشومانو خپلو کې سره خندل.

په پلار باندې مې مور ډېره ګرانه وه، دویم واده ته یې زړه نه ښه کول؛ خو بس هسې به یې کله کله خوشتبي کوله، مور به مې هم په دا رنګ ټوکو کې ترې څو شېبې مروره غوندې شوه او کله کله خو به یې مخ ترې واړاوه او ورته ویل به یې:

ـ ځه! لس ښځې خو وکه!

اخېر مې د پلار منډې- ترړې او د مور دواګانې(دعاګانې) د خدای دربار ته قبولې شوې. نهه کاله پس مو د مور په کوټه کې د کمکي غږ واورېد.

د اوړي ټکنده غرمه وه، په چوتره کې مې د پلار تر پښو لاندې سیوری ورک و، ترور مې د مور له کوټې نه ورمنډه کړه، ښه په زوره یې ناره کړه:

ـ مبارررررک! مبارک!

غاړې ته یې لاسونه ورواچول، توره لونګۍ یې غاړې ته ورړنګه کړه، په خوند یې ورته وویل:

ـ لالا، وړکی دی، وړکی!

د پلار مې خوله نه سره ورتله، بې واره یې شکرونه ایستل، سترګې یې له اوښکو ډکې وې، یو- نیم څاڅکی به یې پر غومبورو رغړېدل او په ږیره کې به یې ورک شول. په ټول چمبر کې مو هنګامه ګډه شوه، سات(ساعت) لا پوره نه و چې ترلې، تره زامن او تره ناوېګانې مو په کور کې راټولې شوې؛ خو د ترونو مې درک نه و. مازدیګر ناوخته مې کشری تره  راغی، کومڼ(یو ډول خوا بدی) و، ډېر نه غږېده، زما پلار ته یې لنډه مبارکي ورکړه، یو ساتکی ناست و، د ماښام له اذانو سره یې جومات پلمه کړ او بېرته لاړ.دوه نور ترونه مې بیا په سبا یې راغلل.

پلار مې ډېر زیات خوشحاله و، په درېیمه ورځ یې  کلیوالو ته مړۍ(مېلمستیا) وکړې، په ګډه یې پرې کوران شریپ(قرآن شریف) ختم کړ. دلته مې هم ترونو لاس نیولی و، ټول کومڼ ولاړ وو،  ټولې منډې به مې پلار کولې.

یو وار مې د کوټې له کړکۍ نه ورپام شو، چې نغري ته یې لرګي ماتول، تبر یې کېښود، د اوبو بمبې ته یې منډه کړه، دوه سطلونه یې ژر ژر ډک کړل، له دیګي سره یې خوا کې اشپز ته کېښودل. دوه ترونه مې ځانته ګوښی ولاړ وو، خپلو کې یې سره خبرې کولې، مشر تره مې نه ښکارېده.

پلار مې ملا په غټ دسمال تړلې وه، ځای پر ځای ودرېد، غبرګ لاسونه یې په ملا کې ټینګ کړل، لکه چې ستړی شوی و، خپلو وروڼو ته یې غږ کړ:

ـ والکه هووو! زه خو مو نور څټ کړم.

بیا یې په خندنی غږ خبره وغځوله:

ـ سیي ده چې  زوی مې پیدا دی؛ خو د ډېر ځوان ګومان مه راباندې کوئ! هههههه

دواړو هیڅ هم و نه ویل، زانګې- وانګې ورروان شول.

وخت تېرېده، د پلار مې لویه اندېښنه ختمه وه؛ خو دا وار یې د وروڼو سوړ چلن زړه خوړ. پخوا به مو هغوی کور ته راتلل؛ خو اوس مې پلار جلا جلا د هغوی کورونو ته ورته. ورځ تر بلې سره لرې کېدو، راشه- درشه مو تر پخوا ډېره کمه شوې وه.

خان بینځه کلن شو؛ خو په دومره وخت کې مې یو تره هم و نه لید، چې یو وار یې دی غېږ پورې ټینګ کړی وای یا یې مخ ورښکل کړی وای. نور خو لا پرېږده، چې د باندې به یې لوبو ته هم په کراره نه پرېښود. کله کله خو به یو- نیم څپېړه هم ورخوشې کړه. نور مې نو د پلار سر خلاص شوی و. پښتانه ریښتیا ویلي:(په تربرونو کې بې وروره مه شې، په ورڼو کې بې زویه!) هغوی مې د پلار میراتې برخې ته اړولي وو.

نور مې د پلار ها پخوانی خاطر ورسره نه و، په نه څه به یې خبره ورسره واوښته. اوس نو په ریښتیا موږه  څلور کوره وو، د یو او بل وره ته مو پښه نه ورتله؛ خو سره له دې هم مور و پلار مې ډېر سره  خوشحاله وو، د خان له برکته یې خپله مېنه اباده ګڼله؛ خو یوه ورځ مو د بخت کاسه نزکوره شوه….

خوبانه یو دم غلې شوه، تندی یې ورو پر زنګنو ولګاوه. د خیمې هوا یې پر مخ او غوږونو سړه لګېده، بړستنه یې تندی نور هم پسې سوړ کړ. ها خوا یوه پخه ښځه په څو غبرګو بړستنو کې ناسته وه، تور ټیکری یې له سر او غاړې کلک تاو کړی و، څنګ ته یې درې نور لا ویده وو. سترګې یې وموښلې، ښۍ خوا ته یې اورمېږ کوږ کړ، په خوبیولي غږ یې وویل:

ـ سلیمې! ته څه وخت راغلې یې؟ ستړې مه شې!

ـ جنتي شې ترورې! لږ مخکې، تاسې ویدې وی.

شا ته یې د خیمې له پردې سره جوخت په یوه نیکلي کاسه باندې یو کوچنی قاب نزکور پروت و، د څنګ له چولو نه یې څو دانې جوش کړي کچالو ښکارېدل. خوا سره یې د اوسپنې په نغري کې مړې ایرې پرتې وې او د پاسه پرې تور کوچنی دیګ ایښی و، یوې خوا ته یې د څمڅې سپین لاستی راوتلی و.

د خیمې له چته د واورې ترپاری خوت، ښځه له خپل ځایه ولاړه شوه، نغري ته یې لاس کړ، دیګ یې ترې څنګ ته کېښود، نغری یې منځ خوا ته یو څه وښویاوه، د ټایر پرې کړې ټوټې یې ورکېښودې، ولاړه شوه ، ژیړه بوشکه یې یوې خوا ته کږه کړه، تور چایجوش له اوبو ډک شو. برسېره یې په نغري کېښود، اورلګیت یې ور ورته کړ. شېبه وروسته په ترخو لوګیو کې مخونه تت ښکارېدل. ټولو یو په بل پسې ټوخل.

سلیمې خوبانې ته کتل، هغې سترګې موښلې، پر اوږه یې لاس ورکېښود، ورو یې وویل:

ـ زما زړه لا دربیږي، څنګه مو د بخت کاسه نزکوره شوه؟

خوبانې وټوخل، کیڼ لور ته یې اورمېږ کوږ شو، ډکې شونډې یې سره وخوځېدې:

ـ د مني په یوه مازدیګر مو له مور سره غړی پخاوه، د مړو شپه وه، جومات ته مو لېږه. د کلا د دروازې درځ شو، د تره زوی مې په انګړ کې منډې وهلې، ستړې چیغو یې په کلا کې انګازه جوړه کړه:

ـ هلئ جنګ دی جنګ!!!

زړه مې ولوېد، ټول ودرېدو، په وارخطایۍ مې ژر ترې پوښته وکړه:

ـ د چا له چا سره جنګ دی؟

ـ زموږ له بختي ګل دوی سره.

ـ ولې؟ چېرته؟

ـ زموږ او د بختي ګل دوی چینارونو سره…. ګل لالا یې خدای زده په څه شي وهلی و، پر ځمکه پروت و….

زړه مې ولوېد، له پښو مې سېکه لاړه، مور مې دروازې ته منډه وکړه، موږ هم ورپسې  شو. تر یو څه ځایه مو له پوټیو نه په ډکه لاره کې منډې وهلې، سر و پښې رانه هېرې وې، د لارې څنګ ته پر ټیټ دېوال واوښتو، شودیارې مو په مخه کړې، مور به مې هر څو ګامه پړمخې ولوېده. د سنځلو تر ګڼو ونو ووتو، نیږدې چینارونو سره خلک پنډ ولاړ وو. یوه پکې چیغه وهله:

ـ والکه هووو! کټ راوړئ، کټ!

له مشر تره نه مې څو تنه کلیوال تاو و، دی یې په منځ کې چیغې وهلې:

ـ بختي ګله دووسه! چېرې به رانه تښتې!؟

خلکو زارۍ ورته کولې، ږیرې ته یې لاسونه غځېدل. بیا به یې له غوسې ډکه چیغه پورته شوه:

ـ چې خاندان خاندان دې نیست و نابود نه کم، زه به‌م (هم) مور نه یم زیږولی….

موږ ورمخته شو، یو هډور سړی پر پوله اوږد پروت و، برسېره مې پرې د مشر تره خور کړی څادر وپېژاند. سر ته یې نیږدې وینو پتي ته لاره کړې وه . ورټوپ مې کړ، څادر مې یې له مخه بېرته کړ، زړه مې خولې ته راغی، سا مې په ستوني کې بنده شوه، لکه څوک مې چې ستونی کلک ونیسي. د پلار پر ککرۍ مې غټ پرار(پرهار) وازه خوله نیولې وه، مړې مړې وینې ترې خوټېدې.

د چیغو- سورو وار نه و، مور او خویندو مې سرونه شکول، پلار باندې مې پړمخې پرتې وې. له تخرګونو مې لاسونو تېر شول، جګه یې کړم، لږه یې ها خوا پر پوله کښېنولم، منځوی تره مې و….

د خوبانې ستونی ډک شو، خبره یې پرې شوه، اوښکو یې له باړخوګانو خیرې او لوګي ورسره یوړل.

سلیمې د ټیکري په پیڅکه لنډه پزه له اوښکو سره پاکه کړه، خوبانې ته یې ډکې وړې سترګې ورواړولې. خوبانې ټیکری له سترګو لرې کړ، یوه شېبه غلې وه، بیا یې وویل:

ـ زه همالته پر پوله ناسته وم، ها خوا په ویاله کې په وینو ککړ یو تبر پروت و، دا تبر مې یو وخت د مشر تره په کور کې لیدلی و. بس همدا یو تبر په ټوله کیسه پویه(پوهه) کړم. پلار مې بختي ګل نه، خپلو ورڼو ویشتلی و، هسې یې په اخ و ډب کې بختي ګل پکې تور کړی و. د پلار مرګ څه و، چې بله وېره مې په زړه کې راننه وته. خان….

دوی مې له پلار سره بله دوښمني نه لرله، بس میراث ته یې سترګې پټې کړې وې. د مردارې دونیا لپاره یې چې خپل ورور ویشته، وراره خو ورته هیڅ ‌م (هم) نه و. هماغسې وشول، د پلار د مړینې په پینځم ماسپښین مې مشر تره راغی، زموږ د یو یو سرونه یې ټټر پورې ټینګ کړل، یو ساتکی ناست و، بیا ووت. د تګ په وخت کې یې زړه راولړزاوه، ویل یې، چې د شپې له دروازې سره پام کوی، بختیي ګل وېرې پسې اخیستی، هسې نه نورې بلاوې درواړوي.

په زړه کې مې سوړ باد تاوېده، مور ته مې ټوله کیسه وکړه، ماخستن چې ټول ډوډۍ ته ناست وو، ځانونه مو په ګرمو جامو کې پټ کړل، یو یو جوړ کالي مو له ځان سره واخیستل. په کور کې مو چې څومره نغدې روپۍ لرلې، هغه مې هم مور په ملا پورې وتړلې. لنګې غواګانې او د خدای له نیامتونو(نعمتونو) ډک کور مو پرېښود، غلي د کلا له دروازې ووتلو.

په کلي کې چوپه- چوپتیا وه، یوازې ځای ځای سپیانو غپل، لرې په پټیو کې به یو شغال چېرې و انګولل، شا و خوا به نورو شغالانو ورسره بدرګه کړه. اسمان له ستورو ډک ښکارېده، لمر خاته خوا ته سپوږمۍ تازه سر وهلی و.

تر یو څه ځایه د  دوو ټیټو دېوالونو منځ کې په تنګه لار روان وو، بیا پټیو ته شو، د پولې لوړې- ژورې نه ښکارېدې، د سپوږمۍ رڼا سمه نه وررسېده، خان به ځای ځای پړمخې ولوېد…. د کلي د سپیو غپا ورو ورو لرې کېدله، شا ته مې وکتل، په کلي کې ځای ځای تت څراغونه ښکارېدل. د سپوږمۍ رڼا مخامخ د لویې غونډۍ په ډډه لګېده، تر غونډۍ لاندې ګڼې ونې تور ښکارېدې.

د مني سوړ باد لګېده، شا و خوا د چینارونو نرمه شغا خته، لاندې به یې وچې پاڼې ورسره یوړې. زړه مې بې واره دربېده، لکه څوک چې راپسې وي؛ خو زه بیا هم تر نورو ښه وم. ګامونه مې ګړندي کړل، په نورو مې غږ کړل:

ـ هلئ! لږ څه تېز شئ نو!

تر ګڼو ونو ووتو، د سپوږمۍ رڼا د غونډۍ بېخ ته رسېدلې وه، د غونډۍ لمنه مو ونیوله. خان وېرېده، له شا و خوا نااشنا غږونه راتلل؛ خو چاره نه وه، باید ځانونه مو پاخه سړک ته وررسولي وای!

تر غونډۍ راوګرځېدو، لږ نور هم چې مخته لاړو، له سړکه د غټو موټرو غوراوې راتلې. څراغونه به په تېزۍ سره یوې او بلې خوا ته تېرېدل. اوس مې نو زړه یو څه لګېدلی و، تر سړکه ډېره لاره نه وه پاتې. یوه پلنه پوله مو په مخه کړه، د لښتو تر ګڼو بوټو ووتو، د روانو اوبو یوې لویې ویالې ته ودرېدو، سپوږمۍ د ویالې منځ کې ولاړه وه. تر ویالې ټوپ وهل راته سخته وو، د ویالې غاړه مو ونیوله، ښکته پسې لاړو. چونګښو چغېدل، زموږ د پښو له ترپا سره به کله کله شړب غږ شو، یو- نیم چونګښې به د ویالې له غاړې اوبو ته ورټوپ کړ، ځای ځای به د وېلنې سوړ بوی خوت.

تر یوه نري پله واوښتو، مخته لاړو، په سړک کې د تېرېدونکو موټرو پښا خته، کله کله به مو د پښو ترپاری د لاریو په غوراوو کې ورک شو.

سړک ته وروختو، څو وړو موټرو ته مو لاس ونیو؛ خو یو هم و نه درېد. د یوې لارۍ غورا رانیږدې کېدله، تېز څراغونو یې سترګې راوبرېښولې، لاس مو ورته ونیو، کغغغغ شو، وړاندې ودرېده، ورمنډه مو کړه. یو ډډ غږ مې واورېد:

ـ څوک یئ؟ څه وایئ؟

ما خوله خبرې ته جوړوله، چې مور مې په ستړي غږ ورته وویل:

ـ موږ به تر ښاره و نه رسوئ؟

هغه سر له ښیښې راایستلی و، ورغبرګه یې کړه:

ـ تاسې څوک یئ؟ په دې ناوخته کې دلته څه کوئ؟

مور مې غلې شوه، ما ژر ځواب ورکړ:

ـ په هوغه پورې کلي کې واده ته راغلي وو، لاره مو ورکه کړې وه.

دروازه خلاصه شوه، یو ګردي سړي ترې لاندې ټوپ کړ، مونډۍ ږیره یې لرله، ګړګوتي وېښتو یې له پکوله راوتلي وو. په ډډ غږ یې وویل:

ـ په سېټ کې خو مو نشم کښېنولی؛ مګر باډۍ تشه ده.

په یوې اوسپنې مې لاس ټینګ کړ، یوه پښه مې بره کېښوده، ورپورته شوم، بله پښه مې باډۍ ته ورواړوله. بیا مې ټول یو یو له لاسه ونیول او باډۍ ته مې راوخېژول. موټر جیټکه وخوړه، له غورا سره یې د ټایرونو کغا غبرګه شوه، سات (ساعت) وروسته یې په ښار کې ښکته کړو.

خوبانه غلې شوه، سر یې ورو د سلیمې پر اوږه کېښود. هغې لاس ترې تاو کړ، ځان پورې یې ټینګه کړه، په بل لاس یې د ټیکري پیڅکه په سترګو پورې ونیوله.

د خیمې فضا لوګیو نیولې وه، تر بړستنې لاندې  پراته کسان لا ویده وو. په نغري پورې ایښی چایجوش وخوټېده، ښځې له یوې پلاستیکي کڅوړې چای ورکې واچول. د پرتو کسانو سر ته نیږدې کښېناسته، ورو یې غږ کړ:

ـ مرجانې! وه مرجانې!… سلطانې! هلئ پاڅئ!

بیا یې کوچني ته لاس وروړ، ورو یې وښوراوه. و یې ویل:

ـ جګ شه زویه! هارونه!

سلیمې د خوبانې پر ککرۍ زنه کېښوده، په پاسته غږ یې وپوښتله:

ـ نو بیا دلته څنګه راغلی؟

خوبانې سر هسک کړ، په مخ او ټنډه یې تور لوګي پراته وو، سترګو یې له اوښکو ډکې وې. ډکې شونډې یې سره بېلې شوې:

ـ هغه شپه مو د یوه جومات مخې ته تر یوې ونې لاندې سبا کړه، د ملا له اذانونو سره ترې روان شو. څو کوڅې ها خوا یوې مسافر خانې ته  وروختو، یوه کوټه مو د یوې ورځې لپاره په سلو روپیو ونیوله. موږ مخکې په دې ښار کې ګرځېدلي وو،کله کله به ډانګټر(ډاکټر) ته راتلو، په اخترونو کې به پلار جامو اخیستلو ته راوستلو.

هلته مو یوه ورځ تېره کړه؛ خو په دویم ماښام مې د لمانځه په سر زړه تر پوندو لاړ، له دالیز(دهلیز) نه مې د مشر تره غږ واورېد. له پښو نه مې سېکه لاړه، لمونڅ رانه غلط شو. بې له دې چې سلام وګرځوم، د کوټې وره ته مې ورمنډه کړه. چولې ته مې یې غوږ ورنیږدې کړ. د تره غږ رانیږدې کېده؛ خو په خبرو یې لا نه پوهېدم. یو دم ور وټکېد، شا ته مې ټوپ کړ، مور او خویندو مې هم لمونځونه پرې کړي وو، د ټولو له مخونو وینې تښتېدلې وې. هیچا هم څه نه ویل، په کوټه کې کې چوپه- چوپتیا وه، یوازې مو د یو- بل د سا کښلو غږونه اورېدل.

دروازه بیا وټکېده، لاستی یې تاو شو؛ خو کلي مو ورتاو کړې وه، خلاصه نه شوه. دروازې سره مې جوخت د تره ډډ غږ واورېد، ویل یې:

ـ وروره! که نه وي، بل ځای ته لاړ شو؟

یو نااشنا غږ راغی، ورغبرګه یې کړه:

ـ نه، کېدای شي پاس منزل کې کومه کوټه خالي وي.

دوی موږ پسې راوتلي وو، دلته پرې شپه راغلې وه، د شپې سبا کولو لپاره یې خای لټاوه. د څو کسانو د پښو ترپاری ورو ورو لرې شو. ځای پر ځای مو په غولي کې پلتۍ ووهلې، له پښو نه مو سېکه ختلې وه.

سات(ساعت) پس له مسافر خانې ښکته شو، یوه ټیکسي مو ونیوله، دې ځای ته یې راوستلو. اوله شپه مو لږه ها خوا په یوه خیمه کې تېره کړه، په سبا یې د مؤسسې کسان راغلل، زموږ نومونه یې هم نمیشته کړل(ولیکل)، خیمه او نور بلا و بتر یې پسې راکړل. یو څه نور شیان مو خپله ځان ته واخیستل.

دلته ښه یو، د ترونو مې پام نه رااوړي. نور خو نو وړوکی ښار دی، په اسانه مو پیدا کولی شي….

د ښځې غږ شو:

ـ ستاسو خبرې نه خلاصیږي؟

دواړو مخونه ورواړول. ښځې پر خور شوي پلاستیک باندې پرتې وچې ډوډۍ ته ناسته وه، یوې خوا ته یې دوې پېغلې نجونې او بلې خوا ته یې د پینځو- شپږو کلو یو هلک ببر سر ناست و. مخ او ټنډه یې لوګیو ورتور کړي وو، په وچه ډوډۍ یې شخوند واهه او بیا به یې د چایو غوړپ ورپسې وکړ.

پای

د کب ۱۷مه، ۱۴۰۲ل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب