یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د امير حبيب الله خان واک، د ده د وژلو داستان

د امير حبيب الله خان واک، د ده د وژلو داستان

۲څپرکی

استادشهسوار سنګروال

امیرعبدالرحمن خان په تاج التواریخ کې لیکې،دبرتانوي هند حکومت،زموږ توپونه ،چې پخپلو بیسو مو اخستي ،اجازه نه راکوي ،چې هېواد ته یې راولېږدوم اوله دې سربېره دسوداګروسوداګریزو توکو ته هم اجازه نه ورکوي،لکه اوسپنه،فولاد،مس اونورچې افغانستان ته یې راوړي.

روزولټ د یالتا له کنفرانس نه وروسته،دیوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې ووېل،ایا دادې چرچل فکر دی چې دملتونو دسیاسي برخلیک په اړه،چې په خپلو کې جوړ نه راځي ؟

روزولټ ووېل بلې ،دایو حقیقت دی… همدا لامل وو،چې په۱۹۴۴کال دامریکا متحده ایالاتو،په نړیوال ډګر کې دانګریزانو موقف خپل کړ.

روزولټ دچرچل په وړاندې خبریال ته داهم ووېل،زما زاړه ملګري خپل درس ترلاسه نه کړ، دې یوازې په دې کې تخصص لري چې برتانوي امپراتوري څنګه وساتي ؟ ولې روزولټ دا خبره ونه کړه،چې همدغه چرچل وچې امریکا یې دویم نړیوال جنګ ته را کاږله .

خو بیا هم چرچل ددې جوګه نه شو ،چې خپله امپراتوري وساتي،ولې دامریکا امپراتوري ته یې لاره اواره کړه .

بریتانیا خپله ټولواکمنۍ له لاسه ورکړه ، دهند له نیمې وچې نه ووت ،خوداسې ناولی سیاسي میراث یې دنړۍ په بیلا بیلوهېوادونوته پرېښودچې اوس هم نړۍ په سرکې افغانستان ورسره لاس وګرېوال دی ،چې موږ دساري په توګه یوازې دډیورنډ کرښه یادولی شو،چې دامیر عبدالرحمان خان نه راواخله تر اوسه پورې کفاره ګالو .

دډیورنډ،

دموافقه لیک بشپړانځور

له امیرعبدالرحمان خان نه تر طالبانو

دا چې په ۱۸۹۳ کال کال د ډیورنډ موافقه لیک د امیرعبدالرحمن او د بریتانوي هند له استازي ډیورنډ سره لاسلیک شو، څو لاملونه یې د پام وړ دي :

۱— په دې وروستیو کې یوه انګریز تاریخپوه ډیویډ لاین  د امیر په تړاو داسې کښلي دي:

” په عبدالرحمن خان، برتانویانو دومره فشار راوړی وه، چې له مخې امیر ته پښې نه وې پاتې چې پرې درېدلی وی، مجبور وه، چې په سر ودرېږي.” دبېلګې په توګه :

– په کرښه د ۳۰ زره ځواکونو ځاې پر خاې کېدل.

– په میچنی کې مذهبي او قومي تاوتریخوالی.

– د شینوارو او اتمانزیو جګړې.

– په بدخشان کې د شغنان او روشان ستونزه.

– په راولپنډۍ کې د سردار محمد ایوب خان شتون.

۲. بیا هم د موافقه لیک پر وړاندې غبرګونونه را پورته شول:

– په واڼه کې د مسېدو پاڅون چې د انګریزانو پوځي چوڼۍ یې وسوځوله.

– د وزیرستان د خلکو جرګې دپکتیا له والي سردارګل احمد خان سره ولیدل اوورته وې وېل موږداکرښه نه منو!

– د ملا نجم الدین اخون زاده په مشرۍ پاڅون.

– په ۱۸۹۴ کال کې د عمراخان جنډول غبرګون.

– په ۱۸۹۵ کې د وزیرستان د خلکو برید.

– دا چې د دې کرښې په تړاو ټولپوښتنه نه ده شوی اوس هم نه کېږي.

۳. د برتانوي هند واکمن کرزن امیر حبیب الله خان وګواښه چې پر ۱۹۰۵ کال د ډیورنډ تړون، بیا لاسلیک کړي.

– کله چې موافقه لیک ګونګ وي نړیوال حقوقي ارزښت نه لري لکه فرنټیرلین Frontierline، باونډری لین Boundoryline، بارډر لین Borderline او د کنترول سیمه.

۴. ډګر جنرال فیض محمد خان هغه مهال په خوست کې دنده درلوده په ۱۹۴۶ کال د وزیرستان شاوخوا سیمو نه خلک راغلل ورته وې ویل، چې موږ د انګریزانو په چوڼېیو افغان برغونه هسک کړیدی، راشئ خپله خاوره خپله کړی.

هغه وخت دفاع وزیر علی احمد خان وه، هغه وویل موږ دغه مسأله په دیپلوماتیکو هڅو حلوو.

۵. د پوهنې وزیر نجیب الله په ۱۹۴۷ کال په یوې رادیوي وینا کې وویل، چې له ۱۹۳۱ نه تر ۱۹۳۴ پورې څو وارې بریتانیه څخه وغوښتل شول چې بیله شوې خاوره ورکړي.

۶. محمد هاشم خان په ۱۹۴۵ کال د وزیرانو شورا کې یوه پنځه فقره ییزه مصوبه وکښله چې بیله شوې خاوره وروسپارل شي.

۷. شاه محمود خان امریکا ته په لاره په ۱۹۴۷ کال لندن کې له برتانوي چارواکو سره ولیدل، د پاکستان د جوړیدو اوازې وې، ده خپل سیال ته وویل، د دوی خاوره باید ورکړ شي.

۸. محمد نعیم خان د جون په میاشت کې ۱۹۴۷ کال په کابل کې د بریتانیا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته وغوښته او ورته وې ویل له افغانستانه بیله شوی خاوره موږ ته وسپارئ.

۹. ګاندی وویل د جغرافیې په بدلون موافقی له مینځه ځی… هند هغه تړون لغوه کړ چې له ۱۹۴۷ کال دمخه بریتانیا سره لاسلیک شوی وه

( وګورئ د ازادۍ تړون ۷ مه ماده او دریمه فقره)

۱۰. د افغانستان ملي شورا( ۷ مې دورې) او لوې جرګې په ۱۹۴۹ کال ټول تیر تړونونه لکه د هند په څیر لغوه اعلان کړل.

مثال: کله چې د ضیاءالحق په وخت اغاشاهی له وحیدالله عبدالله نه وغوښتل چې د تړون په رسمیت وپېژنی، نو هغه ورته د همدې لوی جرګې خبره وکړه، دغه مهال داود خان هم پاکستان کې وه.

۱۱. کله چې پاکستان جوړ شو په ملګرو ملتونو کې( ۱۹۴۷ کال) د افغانستان استازي عبدالحسین عزیز مخالفت وکړ او ایران د بلوچستان په سیمه کې له پاکستان نه ۳۰۰ میله مربع ځمکه بیله کړه چې د انګریزانو په وخت کې لکه د ډیورنډدکرښې په څیر بیله شوې وه.

۱۲. پاکستان څو وارې له امریکا او ملګرو ملتو نه غوښتي چې په کشمیر کې د دوی او هند تر مینځ مینځګړیتوب وکړي، ولې د ډیورنډ د موافقه لیک په تړاو دغه خبره نه کوی. ولې د محمد رضا په منځګړیتوب دوالفقاربوټو او سید قاسم رشتیا او اعتمادي تهران ته لاړل خو بوټو دویم ورځ غونډه ترک کړه.

۱۳. په ۱۹۴۰ کال د دربار وزیر احمدشاه جان له برتانوي هند سره یو تړون لاسلیک کړ، چې افغانستان کولی شي د کراچۍ له لارې سوداګریزه توکي ولیږدوي، خو کله چې پاکستان جوړ شو، دغه تړون لغوه شو، او پاکستان وویل اوس موږ خپلواکه یو، تاسو دغه تړون له بریتانې سره لاسلیک کړی.

د ډیورنډ په تړاو د بهرنیانو څرګندونې

۱ـ پخپله ډیورنډ پخپل کتاب د ډیورنډ بیګرافي کې لیکلی دي بیلې شوې سیمې د کنترول سیمې دي( ۲۱۷ مخ)

۲- جی بی تیت هم په خپل کتاب Kingdom of Afghanistan کې کښلی دي، دغه کرښه یوازې دامیردواک قلمرو په ګوته کوي ، کوم رسمیت نه لري.

۳- ویلیم بارتن او توماس هولدوک د جی بی تیت د خبرو پخلۍ کړیدی او سایکس په History of Afghanistan نومي کتاب کې کې لیکلی دي ، ددې کرښې موخه دا نه وه چې د هند پوله را وړاندې شي …

« ایکولی »او «فرانسوا » د نړیوالو قوانینو له مخې کاږي ،کله چې جغرافیه بدلون مومي،تیر موافقه لیکونه هم خپل قانوني ارزښت له لاسه ورکوي.

۴ د ویانا په نړیوال کنفرانس کې چې په ۱۹۶۹ کال جوړ شو په ۵۱ ماده کې راغلي دي، هغه تړونونه چې د زورور او کمزوری، استعمار او مستعمره هېوادونو ترمینځ لاسلیک شویدي حقوقي ارزښت نه لري.

۵- د ملګرو ملتو د منشور په ۵۳ ماده کې د دې خبرې پخلی شویدی. د پاکستان ریفرانډم جعلي و او له بلې خوا دغه خاوره د ریفرانډم پر بنسټ نده بیله شوې، ریفرانډم کې باید دواړه غاړه ولسونه برخه واخلي.

۶- د هند تاریخپوه کلدیپ نیرپخپل کتاب Behind the lines کې ویلی چې په ۱۹۶۵- ۱۹۷۱ کلونوپه مهال دپاکستان اوهند په جګړوکې هنددافغانستان له پاچا محمد ظاهر شاه نه وغوښتل چې تاسو لوې افغانستان جوړ کړئ او موږ به لوې هند ،خو ظاهر شاه و نه منله.

۷- نیویارک ټایمزپه ۱۹۶۲کې کښلي دي چې ظاهرشاه له کنېډې نه وغوښتل چې پاکستان سره دډیورنډد کرښی موضوع په حل کې مرسته وکړي.

ددې ټولوڅرګندونوموخه داده ، چې دډیورنډکرښه نړیوال حقوقي اوقانوني ارزښت نه لري اوبیله شوې خاوره دافغانستان دجغرافېې برخه ده .

حقیقت دادی چې له دویم نړیوالې جګړې وروسته دبریتانیاصدراعظم چرچل اودهندوایسراې لارډبټن ووېل موږ دهند نیمې وچې یوې ټوټي ځمکې ته ضرورت لرو… نوبیا یې پاکستان دهند اوافغانستان په خاوره جوړ کړ .

ډیورنډکرښې په تړاو ، د محمد رضا شاه مینځګریتوب

د ایران په مینځګریتوب د ډاکټر محمد یوسف د صدارت په مهال سید قاسم رشتیا چې نوراحمد اعتمادي هم ورسره په سفر کې ملګری و،ایران ته لاړل.

د پاکستان له لوري د ذوالفقار علي بوټو، چې هغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکی وه، له یوه پلاوي سره ایران ته ورسید.

(سره ددې چې په ملګرو ملتونو کې د معین او نا معین تړونونو په نوم اسناد شته او ډیورنډ په نامعین ردیف کې دی )

په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اجندا په سر د دواړو غاړو له استازو سره خبرې اترې وکړې.

په اجندا کې د پښتونستان مساله هم وه، خو پاکستان دایران نه خپل پلاوی وغوښت او خبرې و نه شوې.

موږ کتابونه جوړ کړل او کتابونو موږ جوړ کړو… دتاریخ ددغه اصل له مخې ذولفقارعلي بوټوفکر کاوه ،چې زما دغه تېښته به ما له  تاریخ نه پټ کړي،خوتاریخ دغه خبره پخپله حافظه کې خوندي کړې ده.

د ډیورنډ کرښي په تړاو یو بشپړ انځور

د افغانستان د اوسنیو پولو په ټاکلو کې د روسانو او انګریزانو استعماري موخې ټاکوونکې وې.

۱. د ډیورنډ د موافقه لیک په برخه کې هیڅ ډول بشري، جغرافیوي او نړیوال حقوقي ارزښتونه په پام کې نه دې نیول شوې.

۲. شاه محمود خان په ۱۹۴۷ کال د جولای په ۳۱ د بریتانې د بهرنیو چارو وزیر ته د خپل حکومت دریځ وړاندې کړ.

۳. د پاکستان له جوړیدو وروسته افغان استازی نجیب الله “توروایانا” له جناح سره یوه موافقه وکړه چې د ازادو قبایلو سیمه له بلوچستان بېله شوه، ولې له جناح نه وروسته نوی ولسمشر خواجه نظام الدین دغه تړون لغوه کړ.

۴. د افغانستان د ۷ دورې ولسي جرګې ۱۹۴۹ کال د ډیورنډ تړون لغوه کړ.

۵. کوم تړون چې لاسلیک کېږي باید:

الف: باید دواړه غاړي د هېوادونو په کچه باصلاحیته استازی وي.

ب: په ملي او نړیوالو قوانینو برابر وي.

ج: نړیوال تړونونه باید په پا رلمان کې تصویب شي.

۶. که افغانستان کې پارلمان نه وو، خو لویه جرګه خو وه…

۷. آیا ډیورنډ موافقه لیک کې له انګریزي متن سره مل نقشه لاسلیک شوېده؟ ځکه نده شوې چې امیر ملاحظات درلودل.

۸. د دغه موافقه لیک پر وړاندې د خلکو غبرګون…

۹. افغانستان یو تحت الحمایه هېواد وو چې کورنۍ چارې خپله اداره کولې او بهرنۍ چارې د استعماري هېواد له خوا اداره کېدې.

۱۰. د ویانا نړیوال کنفرانس په ۶ ماده کې یوازې یو خپلواک هېواد تړون د لاسلیک کولو صلاحیت لري. نه تحت الحمایه هېواد.

مثال: د کمبودیا هېواد په ۱۹۹۱ کال د فرانسې تحت الحمایه وو، فرانسې د حامي دولت په توګه له تایلنډ سره تړون لاسلیک کړ.

۱۱. بریتانیا او تزاري روسې په ۱۸۷۳، ۱۸۷۷ – ۱۸۹۵ کلونو کې د افغانستان د پولو په ټاکنه کې ټاکونکی رول درلود.

۱۲. د ۱۹۶۹ کال د کنوانسیون په ۵۳ ماده کې راغلې هغه تړونونه چې د نړیوالو حقوقو سره سم ندې قانوني ارزښت نلري.

۱۳. هغه څوک چې موافقه لاسلیک کوي د هغه ازاده اراده.

۱۴. په ۱۹۶۹ کال د کنواسیون په ۵۰ ماده کې راغلې دي که چېرې د موافقې د لاسلیک کوونکو د آزادې ارادې سلبول رامنځته شي د تړون اصولیت تر سوال لاندې راځي.

۱۵. د ۱۸ لکو روپیو ورکول په کومه مانا ده؟

۱۶. د کنوانسیون په ۵۱ ماده کې راغلې کوم تړونونه چې د ګواښ له مخې لاسلیک شوې وې ارزښت نه لري.

۱۷. په ۵۲ ماده کې بیا دغه تړونونه د منشور له مخې لغوه اعلان شویدي.

۱۸. د مثال په ډول: په ۱۹۰۵ کال جاپان کوریایې استازی دېته اړ کړ چې یو تحت الحمایي تړون لاسلیک کړي په ۱۹۴۵ کال د جاپان له ماتې وروسته تړون هم باطل شو.

۱۹. په ۱۹۳۹ کال د مارچ په ۱۵ د چکوسلواکیا ولسمشر “هاشا” د هټلر تر فشار لاندې د تحت الحمایه تړون له مخې “بوهم” المان ته وسپاره، د المان له ماتې وروسته تړون له منځه لاړ.

۲۰. په ۱۹۶۱ کال کمبودیا د فرانسې تحت الحمایه وه جاپان په فرانسې فشار راووړ یو تړون پرې لاسلیک کړ.

۲۱. د ویانا کنوانسیون (۱۸۷۸ کال) په ۱۵ ماده کې په عادي حالاتو کې یو دولت د بل دولت په ځای ونیسي، د هغه د میراث مستحق ګڼل کېږي. ولې پاکستان په عادي حالت کې منځته ندی راغلی.

۲۲. کله چې د تړون یو اړخ له صحنې څخه ووځي تړون باطل کېږي.

نوټ: په ځنو تړونونو کې یو هېواد د ضمانت په توګه د تړون د دواړو غاړو ضمانت کوي، خو ډیورنډ تړون کې شتون نلري.

اوس که ته د چرسو لپاره څه راکوې ، راکړه کنه در نه ځم.

 هغه روپۍ ورنکړی ترې لاړ، خو دی ورپسې شو… ګوري چې یوه کلي کې واده دی ،له یو چا د وریځو غوری چپه شو.

چرسي کیناست وی خوړلی، نو بیا یې سترګې په هغه سړي  ولګیدې اوورته وې وېل : ودې لیده چې روزې راته الله راکړه. . .نور کله یې په عزت راکوله خو اوس را نه لږ خوابدی شویدی.

 د ډیورنډ SOP ډرامه

نن ټکی آسیا (۳ شنبه وږي ۸ مه ۱۳۹۵ کال) ، « د ساحوي همغږۍ په محل کې د نویو پوستو جوړول او د دفاعي تاسیساتو پراخول د وار دمخه اطلاع او دواړو خواوو د همغږی په اساس ترسره کېږي.»

دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د SOP تړون د شلمې مادې متن دی، چې په ډیورنډ کرښه د تاسیساتو د هوکړي په اړه د دواړو لوریو له خوا هوکړه شوی ده چې د افغانستان له لوري حنیف اتمر لاسلیک کړی دی.

  د دې تړون په ۲۰ ماده کې راغلي دي:

۲۰ ماده نوي تاسیسات چې پورته یې یادونه وشوه، ورپسې “۲۱” ماده کې لولو: “د شته تاسیساتو بیا رغاونه او پراختیا :

 دغه عملیه یوه اونۍ وړاندې د اطلاع په صورت کې د دواړو خواو ترمنځ صورت نیسي.

دا عملیه د حفاظت او ګډو ګټو په برخه کې وي، مخالفت نه ورسره کېږي، خو بیارغاونه او توسعه باید د دواړو خواو جغرافیوي حاکمیت نقض نکړي. ( د ډیورنډ د کرښې نوم ندی اخستل شوی. سنګروال)

نو ځکه خو پر همدې بنسټ سرتاج عزیز ووېل: دوئ پخپله خاوره کې تاسیسات کوي د چا اجازې ته اړ ندې.

 د حکمت کرزي په مشرۍ چې کوم پلاوی پاکستان ته تللی وه، ووېل: په ډیورنډ تاسیسات د همدغه sop تړون له مخې جوړیږي. دا هوکړه له پاکستانې چارواکو سره شوېده.

نوټ: فاروق وردګ ووېل چې پدې تړاو ۷۰ میلونه ډالر اخستل شوي دي !؟

که څه هم دفاروق وردګ پښه هم پخپله پایڅه کې بنده وه اوله دې وېرې نه چې اشرف غني دخیالي ښوونځیو خبره وڅېړي ،نو هغه یې په دې وګواښه !!

دډیورنډ په تړاو،حنیف اتمر…

داسې انګېرنه وه چې د ملي وحدت حکومت پاکستان سره داسې یوه موافقه لاسلیک کړي چې ګنې د ډیورنډ کرښې ته ګواښ دی…(افسوس، تاریخ ګټل د ډارنو خلکو کار نه دی، هر سیاست پوه باید خپل ژوند په څو برخو ووېشي، خوتش په نوم دملي یووالي حکومت ددې جوګه نه وو.)

 ولې په دې برخه کې وروسته څرګنده شوه چې دغه موافقه لیک په دې مانا وه چې که پاکستان تاسیسات جوړوي باید له صفري کرښې سل متره لرې وي.

کله چې اشرف غني نوی واک ته ورسېد پاکستان کوښښ وکړ چې لاس پرې تېر کړي او داسې یو سند پرې لاسلیک کړي چې د ډیورنډ کرښې ته د اوړو پزه کېږدي.

 خو کله چې کرزي ددې موضوع له مخې پلو پورته کړ اواشرف غني تر شاشو، نو پاکستان هم د سردار داودخان په څېر له هغه سره چلند وکړ.

همدا لامل وه چې اتمر له پاکستانی جنرال عامر سره د (sop) تړون لاسلیک کړ چې له صفري نقطې نه سل متره شاته تاسیسات جوړوي.

ددیورنډ له قوله ، په ۱۹۰۵ کال د یوې سرچېنې له مخې چې یو ناڅرګنده لاسوند دی ویل شویدي چې هغه امیرحبیب الله ته ویلې ول چې له مرزي یا صفري برخي نه ۸ کیلومتر لرې تاسیسات باید جوړ شي.

امریکا او کاناډا هم خپل منځې دا ډول ستونزې لري خو د یوه مدیریت له مخې کنترول کړیدي.

د ډیورنډ 

کرښي حقوقي ارزښت،

۱. د ګندمک په تړون سره (۱۸۷۹ ز کال) افغانستان بهرنۍ خپلواکۍ له لاسه ورکړه.

۲. ډیورنډ په لاسلیک سره چې په فرانټیر یاد شویدی(Frontier) نه باډر Boundary ، په ۴ ماده کې راغلی چې دغه پوله به په نښه شي، چې نشوه.

۳. دغه هېواد چې تحت الحمایه وګڼل شو خو مانا دا چې انګلیس له یوه خپلواک هېواد سره لاسلیک ندی کړی.

۴. د ویانا کنوانسیون په ۱۹۶۹ کال څرګنده کړه ، کوم تړون چې په زور لاسلیک شوی وي قانوني ارزښت نلري.

۰۳ نه را پدې خوا ددې بندر سوداګری لپاره ۳۴۰ میلونه ډالره لګولي دي.

پاکستان نه غواړي چې هند د “اپتا” په موافقه کې شامل شي.

د ډیورنډ کرښه او د طالبانو د واک په مهال د پاکستان دحکومت هڅې

–          پاکستان د لومړي ځل لپاره، هغه وخت چې د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق وه د ډیورنډ د کرښې د منلو هڅه وکړه.

–          دوهم ځل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر معین الدین حیدر کابل ته راغی او بیا کندهار ته لاړ… یوه نا کامه هڅه وکړه،خو چا ونه منله.

–          دریم ځل جنرال مشرف هڅه وکړه خو بریالی نشو…

–          په بیلا بېلو وختونو کې پاکستاني چار واکو دا هڅه کړېده ځو کوم بري ته نه دي رسیدلي .

د پاکستان د سنا د مجلس غړی عبدالقیوم ویلې دي چې په افغان کرښه د ورځې ۵۰۰۰۰ کسان تګ راتګ کوي. ده داهم ووېل په رسمي توګه درې پوستې شتون لري.

۱. د تورخم په پوله

۲. د انګورو اډه.

 ۳. دچمن په لیکه

اوس افغانستان ۶۰ اضافي پوستې لري او پاکستان ۶۵۰ پوستې اچولي دي.

جنرال راحېل شریف کابل ته راغی چې پدې کرښې کنترول ولري…

 له پاکستان سره د بریتانې نقشه ده او له افغانستان سره د شوروي د وخت د کارپوهانو نقشه ده.

دغه پوله په غیرې ادارې توګه افغان حکومت منلې ده، ولې ولس ځکه نده منلې چې ۱۹۴۹ کال جرګې ټول تړونونه انګریزانوسره لغوه اعلان کړل.

 ملګرو ملتو کې د پآکستان غړیتوب

کله چې پاکستان د هند او افغانستان په خاورې جوړ شو نو ملګرو ملتو د غړیتوب لپاره ترې غوښتنلیک وغوښت، ځکه چې د نړۍ په سیاسي نقشه کې دمخه شتون نه درلود.

ولې دهند له هېواد نه غوښتنلیک ونه غوښتل شو،داځکه چې داپه نړۍ کې یومنل شوی هېواد و.

کله چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته بریتانیا وغوښتل له هند نه پښې سپکې کړي ،نو دبریتانې صدر اعظم چرچل اودبرتانوي هندوایسراې لارډبټن پریکړه وکړه ،چې دخپلوګټودساتلو لپاره دپاکستا په نوم یوهېواد جوړ کړي ،نوبیا یې دهند اوافغانستان په خاوره پاکستان جوړکړ .

په ملګروملتوکې کله چې پاکستان دغړیتوب رایه اخسته … دافغانستان استازي میرزا حسین خان عزیزمخا لفه رایه ورکړه،ولې بیاهم درایو په اکثریت ومنل شو .

ولې په ټوله کې دافغانستان ادعا داوه چې موږپاکستان په رسمېیت نه دی پېژندلی اوان لا دمخه په جون ۱۹۴۵،۱۹۴۷کلونوکې بریتانیا ته وویل چې له لاسه وتلې خاوره باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي .

هغه مهال چې باچا محمدظاهرامریکا ته سفر وکړاو په۱۹۶۲کال دامریکا ولسمشر« کنېډې » ته وویل،دپښتونستان ستونزه باید زموږ اودپاکستان ترمینځ حل شي .موږ له خپلې خاورې نه تېرېږو.

افغانستان، په یوه پېړۍ کې

1 COMMENT

  1. ښاغلی سنګروال صیب د معلوماتی لیکنی څخه مو مننه.
    لر او بر پښتانه خپل وخت ته ګوری، انشآلله وخت به راشی پنجابیستان یا پنجاب به واپس د هند برخه ګرځی او پښتونستان به واپس د افغانستان برخه ګرځی.
    بله خبره داده چه اتمر څوک دی؟ اشرف غنی څوک دی؟ او هیبت الله څوک دی؟ چه د لر او بر افغان برخلیک کی خبری کوی؟ دا واک او اختیار د دواړو ورونو اولسونو دی. د اشرف غنی جمهوریت هم بی اولسه وه او اوسنی د طالیبانو حکومت هم بی اولسه دی.
    د لر او بر افغان د خاوری او جغرافیه خبره د اولسونو ده نه د هاغه او دغه خلکو.مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب