شنبه, مې 4, 2024
Home+افغانستان، په یوه پېړۍ کې

افغانستان، په یوه پېړۍ کې

لومړی څپرکی

استادشهسوار سنګروال

د سریزې په پلمه،

شوروي مشرانو به دا خبره کوله ،چې موږ باید د سوسیالستي «جنت» ښګڼې دنړۍ بېوځلوولسونوته ورپه ګوته کړو، خوافغانستان ته یې دجنت پرځاې دوزخ راووړاوپه پاې کې پخپله دهمغه دوزخ قرباني شو…!؟

اوباما هم،دایوه خبره په وار وارکوله ،چې نړۍ ته باید بدلون ورکړو، په همدې هیله لومړی پیل یې له افغانستانه وکړ، ولې دامریکا بېباکه مشران په دې ونه پوهېدل، داځکه چې دنړۍ کومو ستروهېوادونو،چې غوښتل افغانستان کې بدلون راولي دخپل بدلون قرباني سویدي .

« روبین » هم داخبره کوله چې امریکاپه افغانستان کې نړیوالې ګټې لري،په ټولې نړۍ کې په تیره افغانستان کې… اوپه دې هیله چې افغانستان کې دیوې پوځي اډې له مخې روسیه ،چین ،ایران ،هند آوپاکستان ترسیاسي،اقتصادي اوپوځي ولکې اوګورت لاندې راولي ، داسامه بن لادن په پلمه په افغانستان پوځي برید وکړ.

اوبا ډېرزر خپله داخبره واخسته اوپه قاهره کې یې ووېل،موږ نه غواړو افغانستان اشغال کړواوموږ نه غواړو په افغانستان کې پوځي اډه ولرو،دامریکا سیاست پوهانو داخبره هم راپورته کړه،چې موږباید دپاکستان اشغال ته لومړیتوب ورکړو، نه دافغانستان نیولوته …

دافغانستان سیاسي اوپوځي اکردې پړاو ته ورسېد،چې بوش په اوباما او،اوباما به

بوش ته سیاسي پېغورونه ورکول ،چې دافغانستان دپېښو میراث خوله ده نه ماته پاتې دی .

اوس دستي هم ټرمپ په جوبایدن اوجوبایډن په ټرمپ ،له افغنستانه په بېړني ټوګه دځواکو نودوتلوپړه یو په بل اچوي اودټولټاکنودکمپاین غوښنه برخه یې هم داده .

که د افغانستان دپېښودغه نچوړ،دکیسنجردمهال له پېښو سره پرتله کړو چې په ۱۹۷۳ کال په چلي کې دکودتا په تړاود«الینډې »پر وړاندې سیاسي ستونزې راپورته سوې اوکله چې په کابل کې له داود خان سره هم ولیدل… دشیلي په څېرافغانستان ته هم دده دسفر موخه هم په یوه غولوونکي سیاست ولاړه وه .

زاړه استعماربرېتانې هم دهندله ختیځې کمپنۍ راواخله ترشاه زمان پورې اوبیاهغه مهال چې دافغانستان اوبریتانیا ترمینځ دافغان وانګلیس لومړۍ جګړه(۱۸۳۹م) او ورپسې دافغان وانګلیس دوېیمه جګړه رامینځته شوه اوپه پاې کې دامیر عبدالرحمان واک ته رسېدل … داټول هغه څه وو،چې افغانستان دزاړه اونوي ښکېلاک قرباني سو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب