جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهشهیدي: راشدخان او مجیب به شل اوره سیالیو ته چمتو شي

شهیدي: راشدخان او مجیب به شل اوره سیالیو ته چمتو شي

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۷ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان دوه تکړه لوبغاړي راشدخان او مجیب الرحمان د آیرلنډ په وړاندې شل اوره سیالیو ته چمتو شي.

دا خبره د افغانستان د یو ورځنیو او ټیست سیالیو د لوبډلې کیپتان حشمت الله شهیدي د چهارشنبې په ورځ د آیرلنډ په وړاندې د درو یو ورځنیو سیالیو په درشل کې وکړه.

نن به د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د درو یو ورځنیو مسابقو لومړۍ سیالي د افغانستان د مازدیکر په څلور بجې په شارجه کې پیل شي.

د یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان د لوبډلې کیپتان حشمت الله شهیدي پرون په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې لوبډله به یې دا سیالۍ وګټي.

ښاغلي شهیدي له دې کبله هیله من دی چې دا سیالۍ به وګټي چې لوبغاړي یې په شارجه لوبغالي کې زیات لوبېدلي او بلد دي.

افغانستان تېره اوونۍ یوازینۍ ټیستلوبه پر آیرلنډ په ۶ ویکټونو وبایلله او تر هغه مخکې یې پر سریلانکا ټیست، او همداراز د یو ورځنیو او شل اوره سیالیو لړۍ وبایللې.

دغو ماتو د افغانستان د ټیم په اړه انتقادونه زیات کړل.

خو کیپتان ښاغلي شهیدي د دغو نیوکو په اړه وویل: « همدا مو د لوبډلې سختې شېبې دي او افغانان باید په همدې وخت کې زموږ ملاتړ وکړي، ترڅو یو وار بیا د نړیوال جام په څېر پیاوړې سیالۍ وکړو.»

حشمت الله شهیدي د سریلانکا په وړاندې په سیالیو کې د عظمت الله عمرزي د خوږېدو یادونه هم وکړه، ویې ویل چې نوموړی پر بال (توپ) ولوېد او سخت ژوبل شو خو اوس د یو ورځنیو سیالیو لپاره چمتو دی.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او آیرلنډ لوبډلې پر نننۍ یو ورځینۍ سیالۍ سربېره د مارچ په ۹ مه او ۱۲ مه دوې نورې یو ورځینۍ سیالۍ وکړي.

دواړه ټیمونه به وروسته په درو شل اوره سیالیو کې هم له یو بل سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب