دوشنبه, مې 6, 2024
Home+په جرمني کې یوه سړي ۲۱۷ ځلې واکسین کړی

په جرمني کې یوه سړي ۲۱۷ ځلې واکسین کړی

تاند- په جرمني کې یوه سړي د کووید ۱۹ ویروس پر ضد ۲۱۷ ځلې واکسین کړی او هیڅ راز منفي اغېز یې پرې نه دی کړی.

د یورونیوز د راپور له مخې، د ماګدبورګ (Magdeburg) اوسیدونکي په ۲۹ میاشتو کې ۲۱۷ ډوزه واکسین کړی خو نه یې د ده پر بدن کوم منفي اغېز کړی او نه په کرونا اخته شوی دی.

دغه سړی، ۶۲ کلن دی.

د ایرلنګین – نورنبرګ پوهنتون څېړونکي وايي چې دې سړي په خپله خوښه د کرونا پر ضد دومره واکسینونه کړي دي.

هغوی وايي، وروسته له دې چې خبر شول چې یو چا ۲۱۷ ځلې کروناضد واکسین کړی، له هغه سره یې تماس ونیوه چې دوی ته ورشي څو د هغه پر بدن د کرونا واکسین اغېزې معاینه کړي.

څېړونکو د دغه کس له معاینو وروسته د خپلو څېړنو پایله د لینسیت د ساري ناروغیو په مجله کې خپره کړه.

څېړونکو ته څرګنده شوه چې د کرونا وایروس په وړاندې د دې سړي معافیت یا د بدن مقاومت خورا لوړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب