یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بندیز ۹۰۰ ورځې پوره...

په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بندیز ۹۰۰ ورځې پوره شوې

خبریاله: ډيوه شینوارې/ کابل – په افغانستان کې د طالبانو له دویم ځل واکمنیدو راوروسته په ټول هیواد کې د نجونو پرمخ د زده کړو دورازې په دې پلمه وتړلې چې په نوې طرحه کار کوي.

که څه هم د دې ستونزې لپاره کمیټه وټاکل شوه او له اوږده ځنډ ورسته یادې کمیټې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې د طرحې د بشپړوالي او خپل امیر ته د سپارلو په اړه رسنیو ته مالومات ورکړل خو تر اوسه یې پایلې لا هم مالومې نه دي.

د مالوماتو له مخې په هغه طرحه کې چې د طالبانو امیر هیبت الله اخوندزاده ته استول شوې، د نجونو په ښوونځیو کې د تدریس بڼه، د نجونو لپاره ټرانسپورټ، له هلکانو د نجونو ښوونځیو د وخت بېلوالی او د ښوونځیو مضمونونو کې تغییر شامل وو.

نصرالله د کابل اوسیدونکی دی، نوموړي تاند ته وویل: «کله چې طالبان راغلي د خپلې لور سترګو ته نه شم کتلی، توان مې نشته چې لور مې یو بل هیواد ته د زده کړو لپاره ولیږم خو هر ځل چې کور ته ځم دا ډار راسره وي چې لور به مې راته ووایي چې بابا زما تعلیم څنګه کیږي.»

نوموړی وایي که د حکومت نهایي پرېکړه مالومه شي نو مجبوره دی چې دلته خپل هر څه وپلوري او د اولادونو د زده کړو لپاره کوم بل هیواد ته مهاجر شي.

د نجونو د زده کړو په ملاتړ په ټول هیواد کې ولسونو، سیاسي شخصیتونو او دینې عالمانو وخت ناوخت خپل غبرګونونه ښکاره کړي.

پخپله په حاکم نظام کې هم لوی اکثریت چارواکي د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او بار بار یې په دې ټینګار کړی چې د ښنجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهتنونو دروازې باید پرانستل شي.

خو ورسته له نهه سوه ورځو هم مالومه نه ده چې د نجونو نه د زده کړو د حق اخیستلو تر شا کوم راز دی او ایا ممکنه ده چې په روان کال کې به ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل شي؟

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب