Home+په ۱۲ سوه کاله پخوانۍ مقبره کې خزانه وموندل شوه

په ۱۲ سوه کاله پخوانۍ مقبره کې خزانه وموندل شوه

تاند(چهارشنبه، د حوت ۱۶ مه) لرغونپوهانو د امریکا د لویې وچې په پاناما کې د کیندنو په ترڅ کې یوه لرغونې مقبر وموندله چې د سرو زرو خزانه او د قرباني شویو کسانو د هډوکو پاته شونې پکې پراته دي.

سي بي سي شبکې د پاناما د کلتور وزارت پر اساس وویل چې ګومان کېږي دا مقبره شاوخوا ۱۲۰۰ کاله پخوانۍ وي او غالباً د یوه اشرافي قبر دی چې لسګونه کسان نور ورسره خاورو ته سپارل شوي دي.

د دې سیمې د پخوانیو دودونو پر اساس به کله چې کوم اشرافي مړ شو، لسګونه کسان به د دې لپاره ورسره خښېدل چې بلې دنیا ته یې بدرګه کړي او یوازې یې پرېنږدي.

لروغونپوهانو په دې مقبره کې، چې د پاناما په ال کانو پارک کې ده، د سرو زرو د څو کرو، دوو کمربندونو، والیو، طلايي مجسمو او نورو طلايي وسایلو په شمول لویه خزانه موندلې ده.

لرغونپوهان وايي، داسي ښکاري چې په دې مقبره کې خښ شوی اشرافي به د مرګ په مهال شاوخوا ۳۰ کلن و. له ده سره د ۳۱ نورو کسانو پاته شونې موندل شوي خو کیندنې لا دوام لري او ښايي د خښ شویو کسانو شمېر تر دې ډېر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...