Homeخبرونهایران ته د کمال خان بند د اضافي اوبو ورخوشې کېدل

ایران ته د کمال خان بند د اضافي اوبو ورخوشې کېدل

تاند (۵ شنبه،د حوت ۱۷ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه تایید کړل، چې ایران ته د کمال خان اوبو ور خوشې شوې دي.

نوموړي ویلي: د وروستیو ورښتونو له امله د کمال خان بند کاسه ډکه شوې او د ایران حق‌ابه یې هم ور خوشې کړې ده.

طالب ویاند زیاته کړه:«زموږ هڅې روانې دي چې، په افغانستان کې اوبیزې زېرمې ډکې شي او هغه ژمنې چې له ایران سره یې لرو هم په پام کې ونیسو. د اوبو خوشې کول هم سم دي.»

مخکې ایراني چارواکو د هلمند سېند له اوبو د دوی د برخې د نه خوشې کېدو ادعاوې او شکایتونه کړي وو، چې طالب چارواکو یې دلیل په هلمند سېند کې د اوبو کموالی او افغانستان کې پراخه وچکالي ګڼلې وه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي یو ځل په توندو ټکیو له طالب واکمنو د اوبو ور پرېښودو غوښتنه کړې وه، خو طالب چارواکو د هلمند سېند د تړون له مخې د اوبو د موجودیت په صورت کې ایران ته د حقابې ورکولو خبره کړې وه.

د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د موسی شفیق او د ایران د لومړي وزیر امیر عباس هویدا تر منځ لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې افغانستان باید په هره ثانیه کې ایران ته ۲۶ متر مکعب اوبه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...