Home+د خواله رسنیو د کاروونکو شمېر تر ۵ میلیاردو واوښت

د خواله رسنیو د کاروونکو شمېر تر ۵ میلیاردو واوښت

تاند- په نړۍ کې د خواله رسنیو یا ټولنیزو شبکو د کاروونکو شمېر له ۵ میلیاردو او ۴۰ میلیونو واوښت.

د خواله رسنیو د کاروونکو د ډېرېدو دوه دلیله په ګوته کېږي؛ یو د انترنیټ پراختیا او بل د ټولنیزو شبکو د شمېر زیاتېدا.

د ملګروملتو پر اساس، د تېر کال د همدې وخت په نسبت د نړۍ نفوس ۷۴ میلیون تنه زیات شوی چې په دې حساب د نړۍ د نفوس کالنۍ وده صفر اعشاریه ۹ ده.

د انسانانو له ډېرېدو او د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره هم د خواله رسنیو د کاروونکو شمېر ارتباط لري.

کال په کال انترنیټ د انسانانو پر یوې اړتیا بدلیږي. اوس هم داسي ډېر هیوادونه شته چې انترنیټ ورته هومره مهم دی لکه برېښنا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...