د لام جادوګر نازولی شاګرد بهرام د سیل او تفریح لپاره یونان ته تللی وو د یونان پاچا د لام جادوګر پوخ انډیوال وو او لام جادوګر د یونان د پاچا لپاره ډېر خدمتونه ترسره کړي وه هغه چي د لام جادوګر د نازولي شاګرد بهرام په راتګ باندي خبر سو دستي یې خپل شاهي مېلمستیا ورته وکړه په شاهي ماڼۍ کي یې د هغه استوګني بندوبست وکړى.
یوه ورځ بهرام د یونان په شاهي دربار کی د پاچا تخت ته نژدې ناست وو د پاچا دربار لګېدلی وو هر سړی پر خپل ځای په ادب ناست وو د دربار ختمېدو ته لا لږ وخت پاته وو چي دوه شاهي مزدوران په بېړه دربار ته راغلل او د پاچا مخ ته ورېدل.
د مزدورانو مخونه تک ژړ اوښتي وه د یونان پاچا هم یو څه وارخطا سو چي خدای خبر څه پېښه سوې ده چي مزدوران داسي په وار خطایي سره دلته راغلل. پاچا ژر پوښتنه ځني وکړه:
– څه کیسه ده تاسې ولي دونه وار خطا یاست خیر خو دی؟
یوه مزدور په رېږدېدلي ږغ سره وویل:
– ملکه مړه سوه.
دا خبره نه وه لکه یو بم چي وچوي پاچا جست د ځایه وغورځېدى او وې ویل:
– دا څه وایې؟
د درباریانو څخه هم هر څه هېر سول ټول ګونګیان سول پاچا په حیرت او افسوس سره وويل:
– دا څه وایاست خو دا اوس یو ګړی مخکي ما ورسره ولیدل هغه روغه رمټه وه.
د پاچا نور توان نه وسو دستي د خپل حرم پر خوا روان سو د تګ پر وخت یې بهرام ته هم اشاره وکړه چي په ما پسي راځه بهرام هم ورپسې سو په یوه ګړي کي ټوله دربار ګډوډ سو درباریانو هر یوه په دې اړه باندي خپلي خپلي تبصرې ور کولې.
کله چي پاچا حرم ته ور نژدې سو د ښځو ژړا یې تر غوږ سوه بهرام د پاچا په ملګرتیا کي د ملکې خوني ته ور ننوتى ملکه پر کټ پرته وه شاوخوا مینځي او مزدوران پر راټول وه دوی چي پاچا ولیدى دستي یوې خوا ته سول پاچا ته یې ځای ورکړى. پاچا څو واره پر ملکې ږغ وکړى او هغه یې وښوروله چي را پورته سه څه در سوي دي لیکن ملکې هیڅ ږغ نه کاوه یوې مینځي په ژړا وویل ملکه خو مړه سوې ده ستا خبرو ځواب څنګه درکړي. پر پاچا خپله ماینه ډېره ګرانه وه پوهېدی چي څه وسول ملکه خو روغه جوړه وه بهرام دستي مزدورانو ته امر وکړ چي هلئ ژر ورسئ شاهي طبیب راولئ یو ګړی وروسته طبیب راغی طبیب ملکه وکتل د هغې نبض یې وکتى د نبض تر کتلو وروسته د شاهي طبیب پر مخ پرېشاني خپره سوه.
بهرام په غور شاهي طبیب ته و کتل او و يې ویل:
– څه کیسه ده طبیبه حال راته ووایه؟
شاهي طبیب وویل:
– ملکه ژوندی ده لیکن په داسي حال کي چي نه په ژوندو کي ده او نه په مړو کي د ملکې زړه غورځي لیکن نبض یې نسته او داسي کفیت هغه وخت یو چا ته پیښیږی چي یو ډول خاص مار یې وخوري.
بهرام په حیرت سره وویل:
– لیکن دلته مار د کمي خوا راغی.
پاچا هم د طبیب خبرو ته غوږ نیولی وو دستي یې د ماڼۍ ټول مزدوران را وغوښتل د هغو څخه یې پوښتنه وکړه چي په تاسي کي به خو یو چا مار نه وي لیدلی یوه مینځه را مخته سوه و يې ویل:
– نن غرمه کله چي زه د یوه کار لپاره د ملکې خوني ته راغلم که مي کتل ملکه بیده ده او یو مار یې د خوني څخه راووتى ما دستي نارې کړې د نورو مزدورانو تر راتلو د مخه هغه مار وتښتېدى ځان یې پټ کړى.
طبیب وویل:
– زما تجربه ما ته غلط حال نه وايي اوس د دې مینځي د خبرو څخه معلومه سوه چي ملکه یو ډول مخصوص زهري مار خوړلې ده.
بهرام وویل:
– طبیبه! اوس نو د دې څه چاره په کار ده؟
طبیب وویل:
– د دې یوازینی علاج دا دی چي دغه مار دي بیرته ونیول سي او دلته دي راوړل سي کله چي دغه خاص ډول مار ملکه وچیچي او خپل زهر بیرته ځني ټول کړي نو ملکه سمیږي کنې بله چاره یې نسته او نه بل علاج لري.
پاچا پر بهرام مخ را واړوه او وې ویل:
– بهرامه! ته خو د لام جادوګر شاګرد یې دا کارهم ته کولای سې بل هیڅوک یې نه سي کولای.
بهرام د پاچا سره قول وکړى چي زه به خامخا د دغه مار لټون کوم وروسته بهرام پر آس پښه واړوله بهر راووتى او د ځنګله پر خوا یې مخ کړى. پر لاری بهرام د ځانه سره چرت وهي چي خدایه ماران خو بې شمیره دي اوس نو زه څنګه دغه مار پیدا کړم چي ملکه یې چیچلې ده خیر توکل پر خدای دی پاک خدای به یو سبب پیدا کړي.
یو ګړی وروسته په ځنګله ورګډ سو چي ښه مخ ته ولاړی لیري یې یو ځای دود تر سترګو سو. دى هم د هغه دود پر خوا ور روان سو ماښام ته دود ته ورسېدى که ګوري هلته یوه کوډل ولاړه ده د کوډلي مخ ته یو سپین ږری بزرګ سړی ناست وو په بوټو یې اور بل کړی وو دغه دود د همدې اور وو. بزرګ چي بهرام ته وکتل نو د لاس په اشاره سره یې د کښېنستلو ورته وویل بهرام پر مځکه ورته کښېنستی. د پاک خدای ولي پوښتنه ځني وکړه:
– زویه! څوک یې ته او دا وخت په دې ځنګله کي څه کوې؟
بهرام ورته وویل:
– بابا زما نوم بهرام دی او زه په یوه مار پسي ګرځم.
بابا په حیرت ورته وویل:
– مار څه کوې خلک خو د مارانو څخه ځان ساتي او ته پسې ګرځې.
بهرام کیسه ورته وکړه چي د یونان ملکه یوه مخصوص مار چیچلې ده چي د هغه د اثر له کبله هیڅ حرکت نه سي کولای شاهي طبیب راته وویل چي تر څو پوري هغه مار بیرته را نه وستل سي تر هغو پوري ملکه بیرته نه سمیږي. بابا ډېر افسوس وکړى او و يې ویل:
– زویه! لیکن ته دغه مار څنګه پیدا کوې ماران خو بې شمېره دي تا ته څنګه معلومیږي چي دا هم هغه مار دی چي ملکه یې چیچلې ده.
بهرام د مینځي د خولې د هغه مار مخصوصي نخښي ور و ښولې وروسته یې وویل:
– بابا ته د خدای نازولی یې په دې کار کي زما سره مرسته وکړه.
بابا سره وځړاوه او وې ویل:
– زویه تر څو چي زما وس وي زه د خدای د مخلوق سره ښه او مرسته کوم.
وروسته بزرګ د کوډلي څخه یو کوچنی سندوخ را ویستى او خلاص یې کړى په سندوخ کي یو ښایسته غمی پروت وو چي ځل وبل کیدی. بابا دغه غمی بهرام ته ورکړى او ورته و يې ویل:
– بهرامه! دا غمی ډېر کرامتي غمی دی په خوله کي یې ونیسه ته به د مار په بڼه سې تر څو چي دغه غمی ستا په خوله کي وي ته به د مار په بڼه يې هر وخت چي غمی تر خولې وباسې بیرته به ته د انسان په بڼه سې.
بهرام په حیرت سره دغه کوچني غمي ته وکتل او وې ویل:
– رښتیا هم چي د بزرګانو سره داسي کرامتي شیان سته.
بابا خپله خبره زیاته کړه او وې ویل:
– ته یوازي د مار په بڼه هغه مار پیدا کولای سې د مار په بڼه به ته د مارانو سره وینې او د مارانو کلي ته به هم ورځې.
بهرام حیران سو او ويې ویل:
– بابا د مارانو کلی هم سته.
بابا وویل:
– هو ولي نه ټول ماران تر مځکه لاندي اوسیږی هلته د دوی کلي سته.
بهرام د بابا څخه ډېره مننه وکړه او ورته و يې ویل:
– زما د بري لپاره دعاوي راته کوه.
بهرام خپل آس هلته پرېښوى او غمی یې خولې ته واچاوه. د دې سره سم بهرام د یوه غټ تور مار په بڼه سو بابا ورته وویل زویه ورسه خدای دي بریالی کړه هر چیری چي یې الهي نصرت دي درسره وي بهرام د مار په بڼه را روان سو او په ځنګله کي وګرځیدى تر ښه ډېر ګرځیدو وروسته يې يو ځای دوه خړ ماران ولیدل چي د یو او بل سره یې خبري کولې بهرام چي د مار په بڼه سو تر هغه وروسته د مارانو په خبرو ډېر ښه پوهېدی.
بهرام باور درلودى چی لکه څنګه چي زه د مارانو په خبرو پوهیږم همدا ډول به دوی هم حتماً زما په خبرو پوهیږي مارانو چي خپل مخ ته یو غټ تور مار ولیدى حیران ولاړل یوه مار دستي وویل:
– څوک یې ته دلته نابلده ښکارې؟
بهرام ورته وویل:
– زه د ډیره لیري ځایه راغلی یم ټول ژوند مي په ځنګلو او غرو کي تیر سو اوس د دې ځنګلي او غرني ژونده تنګ سوی یم غواړم چي خپل کلي ته ولاړ سم هلته واوسېږم.
خړ مار ورته وویل:
– ښه نو ورسه کلي ته ولاړ سه دلته څه کوې؟
بهرام وویل:
– د کلي لار را معلومه نه ده زه په ډېر کوچنیوالي کي د کلي څخه راوتلی یم اوس مي لار په یاد نه ده تاسي دومره زحمت وکړئ چي ما تر خپل کلي ورسوئ.
خړ ماران چي اول د بهرام په لیدو سره وبېرېدل د بهرام په دې جواب سره يې زړونه بې غمه سول ویل راځه چي موږ دي د مارانو کلي ته ورسو. وروسته یو خړ مار د مخه سو بهرام په پسې سو خړ مار لږ لیري د یوې غټي او زړې درختي تنې ته ودرېدى د دغه درختي تنه د دننه څخه خالي وه خړ مار د درختي په تنه ننوتى بهرام هم د خړ مار تر شا د درختي په تنه ننوتى په درخته کي دننه یو اوږد غار و دوی په دغه غار کي روان سول یو ګړی وروسته چي د غار هغه بلي خوا ته ورسېدل بهرام حیران ولاړى.
دا یو پراخ او اوږد میدان وو او توره تیاره وه ماران خو په تیاره کي هم ویني بهرام هم هلته هر شی په سترګو لیدل په دغه میدان کي بې شمیره رنګا رنګ ماران پراته وه چي یوې او بلي خوا ته تلل دلته خړ مار بهرام ته وویل وروره دا دی د مارانو کلی زه در څخه ولاړم.
خړ مار بیرته د درختي د تنې له لاري بهر ووت ولاړ دلته بهرام د مار په بڼه کي دېر زیات خوشاله و چي اوس به هغه مار پیدا کړم چي ملکه یې چيچلې ده. بهرام د هغه مخصوصو نخښو په مرسته په مارانو ورګډ سو دغه کلی ډېر غټ وو او ماران یې هم بې حسابه وه بهرام ډېر وګرځیدى لیکن د خپل مقصد مار یې پیدا نه کړى آخر د ستړیاله کبله یو ځای پرېوت هلته نژدې دوه ماران نور هم پراته وه چي د یو او بل سره یې خبري کولې.
بهرام ور ږغ کړه ویل تاسي یو پلا زما خبره واورئ په هغو مارانو کي یوه وویل:
– څه خبره ده ووایه.
بهرام ورته وویل:
– زه دې کلي ته نوی راغلی یم او په یوه داسي مار پسي ګرځم چي تک تور رنګ یې دی او ژړي لیکي ورباندي سته.
هغه مار ورته وویل:
– ته لکه چي د مارانو د پاچا زوی ياده وې ولي چي په دې کلي کي يوازي هغه داسي مار دی چي پر بدن یې ژړي لیکي سته ښه نو ستا زموږ د شاهزاده سره څه کار دی.
بهرام ورته وویل:
– څو ورځي مخکي ما او هغه تر کلي بهر سره ولیدل هغه ما ته ست وکړ چي زموږ کلي ته راسه اوس زه دلته کلي ته پسې راغلی یم بهرام د درواغو یوه بهانه ورته جوړه کړه.
هغه مار ورته وویل:
– اوس فعلاً خو شاهزاده بهر وتلی دی خدای خبر چي کله راسي.
بهرام پرېشانۍ واخستى او وې ویل:
– اوس نو زه څه وکړم؟
مار ورته و ویل:
– ته د هغه د راتلو انتظار وکړه موږ نو درڅخه ځو چي د ځان لپاره یو څه خواړه پیدا کړو.
دواړه ماران یوې خوا ته روان سول بهرام هم فکر وکړى چي شاهزاده خو هغسي دلته نسته راځه ته هم د دې کلي څخه ځان وباسه د خپل خوراک بندوبست وکړه بهرام هم بیرته پر هغه لاره روان سو پر کومه چي دلته راغلی و یو ګړی وروسته د درختي له لاری ځنګله ته راووت او د بزرګ بابا د کوډلي پر خوا روان سو.
کله چي بهرام بابا ته را و رسيدى بابا سترګي پټي کړي وې او وظیفه یې کوله بهرام له خولې څخه هغه کرامتي غمی بهر را وایستى او بیرته د بهرام په بڼه سو وروسته بهرام بابا ته ور ږغ کړه بابا دستي د بهرام پر ږغ سترګي را روڼي کړې چي بهرام یې ولیدى نو ورته و يې ویل:
– زویه! ولي دونه ژر بیرته راغلې.
بهرام ورته و ویل:
– زه د مارانو کلي ته ولاړم فکر می کاوه چي هلته به هغه مار چي زما په کار دی پیدا کړم هلته د یوه مار د خولې راته معلومه سوه چي د مارانو د پاچا په زوی کي هغه نخښي نښانې سته چي ما ته را ښول سوي وې شاهزاده اوس فعلاً په کلي کي موجود نه وو او دا هم معلومه نه ده چي کله به بیرته راسي ما فکر وکړى چي راسه بهر پسي وګرځه ګوندي پیدا يې کړې.
بابا نصیحت ورته وکړى ویل زویه بهر هغه مار څنګه پیدا کولای سې خدای خبر چي دا وخت هغه چیري ګرځي خدای دي نه کړي که د مار په بڼه یوه انسان ولیدلې هغه خو دي وژنی ځکه ښه خبره دا ده چي بیرته هغه کلي ته ولاړ سه او د مارانو د پاچا د زوی لار وڅاره شاهزاده آخر پای خپل کلي ته ورځي بل ځای نه پاتیږي.
د بهرام هم زړه ته دا خبره ولوېده بابا یو څو دانې غټ غټ انار ورکړه بهرام ځان موړ کړ وروسته بهرام بیرته غمی په خوله کي ونیوى د مار په بڼه سو او د مارانو د کلي پر خوا روان سو. لږ ګړی وروسته بهرام بیرته د مارانو کلي ته ولاړ هلته وګرځیدى آخر ستړی سو یو ځای یې سر ولګاوه بیده سو یو وخت ته چي یې سترګي را روڼي کړې که ګوري درې څلور ماران پر را ګرځېدلی دي.
يوه مار ږغ پر وکړى ویل پورته سه پاچا غوښتي یې بهرام په حیرت سره وویل پاچا د څه لپاره غوښتی یم. هغه مار وویل د دې کلي دا قانون دی چي هر نوی مار دلته راسي نو هغه اول د پاچا څخه دلته د اوسېدلو اجازه غواړي ته برايي شپه راغلی یې او تر اوسه پوري دي د پاچا څخه اجازه نه ده اخیستې.
بهرام دستي یوه بهانه ورته وکړه ویل خبره داسي ده چي زه د ډیر لیري ځایه راغلی یم او ستړی وم فکر مي وکړى چي سهار به د پاچا سره ووینم. بهرام د دې نورو مارانو په ملګرتیا یوې خوا ته روان سو یو ګړی وروسته یوه داسي ځای ته ورسيدل چي هلته دوه غټ ښاماران ناست وه دغه ښاماران یو نر او یوه ماده و همدا ښاماران یو پاچا او بله ملکه وه نور ټول ماران پر دوی دواړو باندي را څرخېدلي وه بهرام دستي پوه سو چي همدا ښامار مار پاچا دی.
کله چي مار (بهرام) د ښامار پاچا و مخ ته نژدې ورسېدى نو هغه ږغ پر وکړى:
– څوک یې ته او د کوم ځای څخه راغلی یې؟
– بهرام په ادب سره وویل:
– زه د یوې لیري غرنۍ سیمي څخه راغلی یم ډېر ستړی وم ځکه ماښام دلته حاضر نه سوم اوس دا دی راغلم بخښنه غواړم.
ښامار پاچا سر وښوراوه او و يې ویل:
– خیر دی پروا نه لري دلته د نورو مارانو په شان یوې خوا ته کښېنه.
بهرام هم د مار پاچا په خوله وکړه یوې خوا ته غلی کښېنستی د ښامار پاچا په دربار کي دا وخت د دوو مارانو د جنګ دوسیه وړاندي سوې وه. یوه مار وویل:
– اول ما ښکار وکړى زه د ښکار د غوښو په خوړلو اخته وم چي دغه بل کمر مار حمله را باندي وکړه.
مار پاچا په درد سره هغه بل مار ته وکتل او و يې ویل:
– ته دومره نامرده سوې چي اوس پخپله ښکار نه سې کولای د بل ښکار ته دي سترګي یخي نیولي وي بې غیرته.
هغه مار په عاجزۍ سره وویل:
– زه خطا وتلم غلط سوم بله پلا به هیڅکله داسي کار ونه کړم.
کله چي د کمر مار جرم ثابت سو ښامار پاچا دستي پرېکړه وکړه ویل مجرم مار باید ووژل سي او تر وژل کيدو وروسته باید ما ته راوړل سي چي زه یې وخورم تر څو بیا بل مار داسي غلط حرکت ونه کړي دستي یو څو مارانو پر مجرم حمله وکړه هغه یې مړ کړى چي وروسته ښامار پاچا هغه پای پاکه وخوړى او ځان یې په موړ کړى.
بهرام په حیرت سره ورته کتل حیران تللی وو چي په مارانو کي هم د انسانانو په ډول شاهي دربار جوړیږي او پاچا پرېکړه کوي یو ګړی لا دربار جاري و وروسته مار پاچا دربار ختم کړى هر مار خپل ځای ته ولاړى. په مارانو کی یو مار و چي مار پاچا ته تر بل هر چا ډېر زیات ور نژدې وو بهرام فکر وکړى چي حتماً به دغه مار د پاچا وزیر وي راسه چی د دې مار سره یاري واچوم ګوندي د مار پاچا د زوی یو حال په لاس راکړي کله چي ماران روان سول نو بهرام په هغه مار پسې سو یو ځای هغه مار یوې غونډۍ ته وختى بهرام ور نژدې سو هغه مار وویل:
– څه کیسه ده ولي راپسې یې؟
بهرام ورته وویل:
– زه دلته نابلده یم غواړم چي دلته یو څوک د ځان ملګرى کړم او اشنایي ورسره واچوم په مارانو کي مي یوازي ستا سره زړه وغوښت ولي چي ته ډیر پوه او قوي مار یې.
مار په خپل صفت خوشاله سو ویل راسه راسه دلته نژدې راته کښینه ته خو ما ته ډېر هوښیار مار ښکاره کیږي بهرام دستي ور نژدې سو او پر څنګ یې کښېنستی یو ګړی چي یې مجلس ورسره وکړى نو یې د خبرو په ترڅ کي پوښتنه ځني وکړه:
– دا د پاچا زوی نه ښکاره کیږي چیري تللی دی؟
هغه ورته وویل:
– هو مار شاهزاده لږ مده کیږي چي بهر تللی دی نن شپه یې د راتلو ده.
بهرام چي دا واورېدل ډېر خوشاله سو یو ګړی یې له مار سره خبري وکړې وروسته ځني را روان سو د درختي پر لاره راووتى او ځان یې د بابا تر ځایه پورې را و رساوه. کله چی بهرام بابا ته ورسېدى هغه پر لمانځه ولاړ وو ده غمی تر خولې و ایستى او پخپله یې هم لمونځ وکړى د لمانځه څخه تر فراغت وروسته بهرام بابا ته د مارانو شاهزاده د راتګ وویل. بابا مشوره ورکړه ویل زویه د مارانو د شاهزاده په راتګ کي لا اوس ډېر وخت سته ته کولای سې چي ځان تر پاچا پوري ورسوې او مارګیران پر هغه درخته شاوخوا پټ کښېنوه د مارانو شاهزاده حتماً د درختي پر لاره کلي ته ځي کله چي دي ولیدى مارګیران دي شپلۍ ورته ووهي چي د مارانو شاهزاده مست سي وروسته به مارګیران هغه مار په آسانۍ سره ونیسي او ملکي ته به یې یوسي. بهرام هم دغسي وکړل دستي یې پر خپل آس پښه واړوله شاهي ماڼۍ ته ورسېدى پاچا د بهرام راتګ خبر سو دستي پخپله بهر ورته را و وتى پوښتنه یې ځني وکړه چي بهرامه هغه مار دي ونیوى که يا؟ بهرام ورته ویل د هغه مار درک معلوم سوی دی اوس په یو څو مارګیرانو پسې راغلی یم چي د ځانه سره یې بوزم پاچا دستي یو څو مارګیران ورسره کړه بهرام د مارګیرانو سره ځنګله ته بیرته راغی او مارګیران یې د درختي شاوخوا ورته کښېنول.
چي ماښام سو بهرام مارګیران په ټوله کیسه خبر کړل وروسته يې کرامتي غمی په خوله کي ونیوى بهرام د تور مار په بڼه سو بابا هم په دې وخت کي هلته ځان ورته را و رساوه بهرام هلته د مار په بڼه د درختي لاري ته نژدې کښېنستی سترګي یې په توره تیاره کي داسي ځلېدلې لکه غمي هر شی یې صفا لیدی.
مارګیرانو په بهرام کي سترګي ښخي کړي وې چي د مار په بڼه هلته پروت وو یو ګړی چي تېر سو بهرام د مارانو شاهزاده ولیدى چي د درختي د تنې پر خوا را روان وو بهرام ژر سر پورته کړى او په زوره یې پښ وهل مارګیران په دې اشاره پوه سول دستي یې د شپېلۍ په وهلو پیل وکړى مارګیرانو ډېر مهارت درلودى دوی په داسي رنګ شپېلۍ ووهله چي مار شاهزاده هلته ودرېدى او کرار کرار په ځنګېدو سو دلته د شپېلۍ ږغ پر بهرام هم اثر وکړى هغه هم کرار کرار مستېدی اوس نو بهرام او د مارانو شاهزاده دواړه مخامخ وه او د مارګیرانو د شپېلۍ په ږغ مست ځنګېدل.
د مارانو شاهزاده پر بهرام ږغ وکړى ویل انډیواله ژر درځه زما سر پرله ګرځي بهرام هم حیران وو ځکه چي د ده هم سر پرله ګرځیدی فکر یې وکړى چي زه هم د مار په بڼه یم ځکه د شپلۍ ږغ تاثیر را باندي وکړى. مارګیران پر دوی باندي راوګرځېدل او په زوره زوره یې شپلۍ وهل شروع کړه یو ګړی وروسته بهرام او د مارانو شاهزاده دونه ستړي سوه چي د خپله ځایه یې ښور هم نه سوای خوړای دوی ته داسي معلومیدله لکه د شپېلۍ ږغ چي یې خپلي خوا ته کشوي دواړه کرار کرار د مارګیرانو خوا ته ور نژدې کيدل په دې وخت کي نه بهرام په سد کي وو او نه د مارانو شاهزاده په سد کي و.
بهرام او د مارانو شاهزاده د شپلۍ د ږغ پر خوا بې اختیاره روان وه مارګیران کرار کرار د بابا د کوډلي پر خوا پر شا کېدل کله چي دوی د بابا کوډلي ته ورسېدل په دې وخت کي یې د بدن ټول قوت ختم سوی وو هلته د کوډلي مخ ته یې سرونه پر مځکه کښېښودل مارګیرانو د شپلۍ وهل بند نه کړل ځکه چي په دې وخت کي هلته شاوخوا یو څو ماران نژدې وه چي هغه هم شپېلۍ پر ږغ دلته راغلل او مست ځنګېدل.
که مارګیرانو شپېلۍ پر مځکه ایښي وای نو کيدلای سوای چي په دغه نورو ماروانو کي یوه مار چيچلي وای دلته د مارانو د شاهزاده د بېسده کيدو سره سم دستي بابا لاس ور واچاوه د مارانو شاهزاده یې په کڅوړه کي واچاوه وروسته بابا بهرام را پورته کړى چي د مار په بڼه پر مځکه بېسده پروت و بابا د بهرام خولې ته لاس ورننه ایست او هغه کرامتي غمی یې ځني را وکښى د غمي د راوتلو سره سم بهرام بیرته د انسان په بڼه سو.
مارګیرانو یو ګړی لا شپېلۍ ږغوله آخر هلته موجود ټوله ماران بیسده سوه دوی ژر خپلي شپېلۍ پر مځکه کښېښودې او ماران یې راټول کړل په خپلو کڅوڼو کي یې واچول.
کله چي بهرام بیرته د انسان په بڼه سو جست د ځایه را پورته سو او د بابا څخه یې ډېره مننه وکړه بابا د مارانو د شاهزاده کڅوڼه بهرام ته ورکړه ویل زویه دا د مار شاهزاده کڅوڼه ده ورسه ملکي ته یې وروړه چي هغه بیرته جوړه سي.
بهرام او مارګیرانو د بابا څخه اجازه واخیسته وروسته په چسپاندي سره د شاهي ماڼۍ پر خوا را روان سول دلته پاچا د دوی په انتظار وو یو ګړی وروسته چي دوی ور و رسېدل نو پر پاچا یې دا زیری وکړى چي موږ د مارانو شاهزاده درته راوړی دی اوس که خدای کول ملکه په روغه رمټه سي. بهرام دستي د ملکي خاص خوني ته ورغی هلته یې د کڅوړي خوله خلاصه کړه او د مارانو شاهزاده یې د کڅوړي را وایست ملکه هغسي بېسده پر پلنګ بیده و دلته مارګیرانو یو پلا بیا شپیلۍ وږغولې د مارانو شاهزاده سر را پورته کړ او د مستۍ څخه وځنګېدی د شپېلۍ پر ږغ د ماڼۍ خدمت کوونکي راټول سول پاچا او شاهي طبیب هم یوې خوا ته چپ ناست وه او په حیرت سره یې اوسنۍ اوضاع څارله.
کله چي د مارانو شاهزاده یو پلا بیا ښه مست سو نو په مارګیرانو کي تر ټولو غټ او ماهره مارګیر په یوه لاس سره مار شاهزاده ته اشاره وکړه چي د ملکي پر خوا ولاړ سه. د مارګیرانو استاذ په یوه لاس شپېلۍ ورته وهله او په بل لاس یې د ملکي پر خوا اشاره کوله د مارانو شاهزاده هم د مارګیر په اشاره پوه سو هغه ډېر کوښښ وکړى چي وتښتي لیکن د شپېلۍ د ږغ مخ ته ناچاره سو د ملکي پر خوا ور روان سو پر هغه ځای یې خوله کښېښوده چیري چي ده اوله پلا چیچلې وه د مارانو شاهزاده خوله پر ټپ کښېښوده خپل زهر یې بیرته وڅېښل د ملکې رنګ وار په وار سمېدی کله چي زهر یې د بدن څخه ووتل سترګي یې را روڼي کړې.
د مارانو شاهزاده ده ټپ څخه سر را پورته کړى او تر پلنګ را کښته سو مارګیرانو د شپېلۍ ږغولو ته دوام ورکړ د مارانو شاهزاده چي بېسده سو نو مارګیرانو دستي بیرته کڅوڼي ته واچوى د کڅوڼي خوله یې بیرته بنده کړه. ملکه را پورته سوه او شاوخوا یې وکتل پاچا، بهرام او ټولو د پاک خدای ډېر شکرونه وکښل چي هغه یوازي په پخپل فضل سره ملکه بیرته جوړه کړه د پاچا په امر سره په ټول هیواد کي د خوشالۍ جار ووهل سو او خیراتونه وکړل سوه پاچا د بهرام څخه ډېره مننه وکړه بهرام یو څو ورځي لا هلته د شاهي میلمه په توګه تیري کړې وروسته یې د پاچا څخه رخصت واخیستى بیرته د خپل کور پر خوا را روان سو پاچا په انعام کي خپله نیمه خزانه ورکوله مګر ده نټه ورته وکړه ځکه چي ده د پاچا خزانو ته هیڅ اړتیا نه درلوده خدای هر څه ورکړي وه او بله خبره دا چي د پاچا تر خزانې بهرام هغه کرمتي غمی قیمتي باله چي د ځنګله بابا په تحفه کي ورکړی وو چي د هغه په سبب یې د مارانو شاهزاده نیولی وو دغه غمی بهرام ډېر په احتیاط سره خوندی د ځانه سره کور ته راوړى.
ياداښت: دا نکل د افسانوي هينداره په لومړي ټوک کي خپور سوئ.