یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت: په ټول افغانستان کې اوس سل فیصده حجاب مراعت...

امر بالمعروف وزارت: په ټول افغانستان کې اوس سل فیصده حجاب مراعت کیږي

تاند (۵ شنبه،د حوت ۱۷ مه) د طالبانو د امربالمعروف او نهی‌المنکر وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق وايي، چې اوس مهال په ټول هېواد کې «اسلامي حجاب» مراعت کیږي.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزون ته ویلي، چې د دوی د وزارت محتسبین ۲۴ ساعته فعال او د افغانستان ټولو سیمو کې له سیمه ییزو خلکو، ملایانو، د ګذر وکیلانو او نورو سره په اړیکه دي.

سرچینې ونه ویل، چې د دوی په باور له هغه څه څخه چې دوی یې« اسلامي حجاب» بولي، سرغړونکو کسانو سره څه ډول چلند کوي؟

مخکې ځینې ویډیوګانې خپرې شوې او ادعا شوې وه چې د طالبانو امربالمعروف وزارت منسوبین پکې ځینې نجونې او ښځې د حجاب نه مراعت کولو په نوم بندیانوي.

طالب چارواکو دا ویډیوګانې رد کړې وې، خو وروسته یې ویاند ذبیح الله مجاهد ومنله چې د څو ساعتونو لپاره ځینې نجونې او ښځې د دوی کارکوونکو بیولې او د ده په وینا، د حجاب مراعتولو سپارښتنه یې ورته کړې وه.

د طالبانو داسې ادعاوې چې ګواکې دوی د « اسلامي حجاب» د مراعتولو سبب شوي، د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

ډېر افغانان باور لري، چې افغانې نجونې او ښځې له پخوا نه با حجابه وې، خو طالب چارواکي په داسې څرګندونو خپلو هغو مخکینیو تبلیغاتو ته توجیه لټوي چې د دوی له واکمنۍ د مخکې افغانستان خلاف یې کول.

3 COMMENTS

  1. حجاب او عفت اسلامی ‌جیبه ده چی باید هر مومن او مسلمان اسلامی تګلاری مراعت کړې دوم هغه کسان چی وایی په افغانستان کښی پخوانه هم حجاب مراعت کښیده هغوی دی یوه دقیقه خپل ګریوان کښې سوچ وکړی چی ایا په تیرو شل کلونو کښې کومه فجایعی نه وه چې په افغانستان کښې د دیمکراسی د نامه لاندی ونشوه مونږ په دې شل کلونو کښی د تلویزون هوټلونو بازار او ټولو عامه ځایونو شاهدان وه چی کوم ناروا عمل نه و چی تر سره شوی نوی حتا په عام محضر کښې دیمکراسی وویل لوڅ په سړکونو وګرځیدل مونږ سل فیصده د حجاب طرفدار یو چی په دولتی ادارو او ښونځیو کښې باید مراعت شی او مسلمانو او هغه خویندی او میندی چی شرعی حجاب مراعت کوې د کار او تحصیل اجازه ورکړل شې

  2. پخوا به یواځې ښځو او نجونو حجاب مراعاتوو، اوس د امربالمعروف له برکته د ټالبانوپټ مخی مشر ملاهبټ په شمول ملا عبدالباقي او نور ډېر کسان هم کلک اسلامي او پنجابي حجاب مراعاتوي . الحمد الله تراوسه د هغوی د مشر مخ لا هېڅ نارینه او ښځینه نه دی لیدلی . وه خلکو نور چیشی غواړئ!

  3. دغو بی ناموسو باید وویل شي چي د افغانستان خلقو تل حجاب مراعتاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب