Homeخبرونهپه ۲ نیمو کلونو کې افغانستان سره نژدې ۸ میلیارده ډالره بشري...

په ۲ نیمو کلونو کې افغانستان سره نژدې ۸ میلیارده ډالره بشري مرسته

تاند (۵ شنبه،د حوت ۱۷ مه)  په افغانستان کې روان بشري ناورین ته د نړیوالو د لږې پاملرنې له ادعاوو سره سره، د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په کابل کې د یوناما دفتر مشرې روزا اوتونبایوا ویلي چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې بسپنه ورکوونکو افغانستان ته نژدې اته ملیارډ ډالره مرستې چمتو کړې دي.

نوموړې پرون ناوخته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د دغې بسپنې په وسیله، په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ ملیون اړ کسان له بشري مرستو برخمن شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر دغو بسپنو افغان ناورین ځپلو ته د کافي خوړو، اوبو، مناسبې سرپناه او عوایدو په برخه کې مرستې شوې دي.

په افغانستان کې د یوناما دفتر مشرې یوځل بیا له نړیوالو وغوښتل چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د دې هېواد خلک یوازې پرې نه ږدي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، د افغانستان د شاوخوا ۴۲ ملیونه نفوس یو پر درېیمه برخه یې د خوراکي موادو له جدي کمښت سره مخ دي او نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي.

د دې مرستو په اړه په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم څه نه دي ویلي، خو مخکې یې نیوکې پرې کړي چې دا مرستې باید د انکشافي برخو لباره وشي او د خلکو لپاره حیاتي کارونه پرې ترسره شي.

د دغو مرستو پلویان بیا باور لري، چې که دا دومداره مرستې نه وای او یا که دا مرستې کمې شي، افغانستان کې به بشري فاجعه رامنځته شي.
له دې سره، د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په یاده غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او ویلي، چې باید پاملرنه ورته وشي.
د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو هم دغه اندېښنې تایید کړي او ویلي، چې افغانستان کې باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو د رژیم روان چلند بدل کړل شي.
د امنیت شورا غړو هېوادونو د یوناما ادارې فعالیتونه ستایلي او یو زیات شمېر غړو یې د افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي د ګومارلو غوښتنه بیا تکرار کړې ده.
طالبانو او د امنیت شورا دوو دایمي غړو: روسیې او چین بیا د تېر په څېر بیا د دې غوښتنې مخالفت کړی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...