تاند (۵ شنبه،د حوت ۱۷ مه) رویټرز اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی، چې د روان میلادي کال په پای کې به دغه هېواد د افغانانو لپاره د ځانګړو مهاجرتي ویزو یا ایس آی وی لړۍ ودروي.
د امریکا کانګرس اته دیرش نیم زره هغو افغانانو ته چې له امریکایانو سره یې افغانستان کې کار کړی، دغه ویزې ځانګړې کړې وې.
د ځانګړو شویو دغه شمېر ویزو له ډلې یوازې شاوخوا ۸ زره نورې پاته دي چې تر راتلونکې اګست، یا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو تر درېیمې کلیزې به ووېشل شي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې د افغانانو لپاره د شل زره نورو ځانګړو ویزو غوښتنه هم کړې، خو رویټرز لیکلي، داسې نه ښکاري چې کانګرس دې دغه غوښتنه ومني.
خبر کې راغلي، که امریکا د ځانګړو ویزو ورکړه ودروي، د امریکا لسګونه زره پخواني کارکوونکي به افغانستان کې د طالبانو د غچ اخستنې ګواښ ته پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر امریکا د خپلو مخکینیو افغان همکارانو د کډوالۍ قضیو د ځنډني تعقیب له امله نیوکې په زیاتیدو دي.
امریکایي چارواکو ډاډ ورکړی، چې له خطر سره مخ پخواني افغان متحدین به خوندي کوي، خو په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې یې ایسار دغه مخکیني متحدین له خطرونو سره د مخامخ والي تر څنګ د ژوند له ناوړه وضعیت او په ځانګړي ډول سختو اقتصادي ستونزو له امله شکایتونه لري.
تاسې د ریوټز لینک واچوئ ولې مو زړونه غورځوی یو دغه لاره راپاتې وه دغه هم سر وخوړ.