سهار لا نه و چې په ښکنځلو يى له خوبه راويښه کړه، په بيړه د غوجلې په لور ولاړه غوا يى ولوشله، راغله څو د لمانځه لپاره مصله سمه کړى، خاوند يې پرې غصه شو چې ناوخته دى ﺯر بايد د نن ورځې ميلمستيا ته تيارى ونیسى. په بيړه بيړه يې يواﺯې دوه رکعته فرض لمونځ ادا کړ. د کورنۍ د نورو غړو لپاره يې بيل بيل د اوداسه اوبه کيښودې.
د دالان په لور ولاړه ،اوړه يې خيشته کړل، وروسته يې لوی له خاورو ډک کور جارو کړ، شيدې يې په ګاﺯ کیښودلې د تناره د اور ورته کولو لپاره د کور هغه سرته د لرګو او چاپکو راوړلو پسې ولاړه.
له هغې خوا یې غټه پنډه په سر ایښې وه دالان ته ننوته، اور يې بل کړ د ډوډۍ په پخولو يې پیل وکړ، په یوه شیبه کې یی دومره ډوډۍ پخه کړه چې د حساب نه وه پپه دې وخت کې غټ چايجوش هم وخوټید لا چاى تيار نه و چې درواﺯه وټکيده يوه ډله ميلمانه کور ته راننوتل، خاوند يې په غصه ناک غږ د چاى ناوخته تياريدو ورته وويل ،ښځې په رېږديدلو لاسونو لګيا وه، چاى يې ورته تيار کړ پتنوس يې د ميړه په لاس کې ورکړ هغه د مننې پر ځاى د چایو ناوخته تياريدو له امله څو سپکي سپورې ورته وکړې درواﺯه يې کلکه بنده کړه ،خو دې يواﺯې دا دعا کوله چې ميلمستيا سمه وي او کوم څه کم نه وي، وچه ډوډۍ یې ور واخيسته د دالان کونج ته کيناسته پياله يې له تريخ شين چاى څخه ډکه کړه، مخته تر خوړولو يې وړه ماته راډيو چالانه کړه، راديو کې اتم د مارچ د ښځو د نړيوالې ورځې په ویاړ پروګرام جوړ شوى وو………