آصف بهاند
د مارچ اتمه
د ښځو نړیواله ورځ
زموږ د ټولنې تاریخ له شواهدو سره، له دې ډک دی چې له افغان نجونو او مېرمنو سره په بېلابېلو بڼو تاوتریخوالی او توپیري چلن شوی دی. زموږ په ټولنه کې که د چا پښه هم په تیگه ولگېـږي، بدرد وايي او په ښکنځلو کې ښځې یادوي، که له چاسره ژبنۍ یا فزیکي جگړه هم کېـږي، لومړی د مقابل لوري ښځه ـ خور او لور په بدو یادوو، نارینه چې بد وکړي، جرم وکړي او لا قتل وکړي پور یې باید ښځه پرې کړي یعنې په بدو کې بیا خور ـ لور ورکول کېـږي او د نارینه د بد عمل قرباني یې یا خور وي، یا لور.
د تېرکال د مارچ اتمې د لمانځلو په ورځو کې مې د یوه روناندي افغان (M Sadiq Torabzai) په فیسبوپاڼه کې دا لنډ، خوله لوی مفهوم ډک مطلب ولوست:
«سړی فحشا پسې ګرځي خو ښځې فاحشې بلل کیږي،
سړی قتل وکړي ښځې یې بدل کې ورکول کیږي،
سړی غرور لري خو دیکتاتوري ښځې باندې کوي،
سړی جنګ کوي خو ښکنځل یې ښځې ته کیږي،
سړی بې لارې وي خو ښځه یې په سپکه یادیږي،
سړی جنسي غریضي ړوند کړی وي خو ښځه ورباندې ملامت بلل کیږي،
سړی همت نه کوي بې خرڅه شي بیا د خیټې مړولو لپاره ښځو باندې ولور اخلي،
سړی د خپل نارینتوب بدل کې له ښځو نوکره جوړوي،
سړی د خپل جاهیلیت له کبله ومري، ښځه یې تر مرګه کونډتون کوي.
او:
ښځه فاحشه نه ده، مور ده، مور ده، خور او لور ده،
ښځه قاتله نه ده، معصومه ده،
ښځه مغروره نه ده، مظلومه ده،
ښځه دیکتاتوره نه ده، مینه ناکه ده،
ښځه جنګ نه کوي، امن غواړي،
ښځه ددې لپاره بې لاري نه کوي چې میړه یې په سپکه یاد نه شي،
ښځه په هر حالت کې د میړه او کورنۍ عزت ساتي،
د ښځو په پرتله د سړي بې لاریتوب، ظلم او ناروا زیات دي ، نو چې سړی له دې ټولو بدیو سره بیا هم سړی یادیږي نو نباید د یوې بدلمنې ښځې له کبله ښځې بدې یادې شي،
د ښځو له مشارکت پرته هره ټولنه نیمګړې ده، حتا له ښځې پرته مو ایمان نیمګړی دی.
د مارچ اتمه
ترابزی»
نړیواله ټولنه تل یوازې متحدالمال نصیحت ډوله خبرې کوي، په عملي ډول د افغان نجونو او مېرمنو د ناوړه ژوند د ښه کولو او سمولو لهپاره به یا څه نه شي کولای او یابه ورته ډېر ستونزمن وي.
درانه لوستوکي کولای شي د بېلابېلو نړیوله ادرسونو رپوټونه په مېډیا کې له نظره تېر کړي.
پاسني یاد شوي ترخه او عیني واقعیتونه زموږ په روزمره ژبه کې او زموږ په ورځني عمل او چلن کې شته دي؛ که غواړۍ چې دا ستونزې او له نجونو او ښځو سره دا موجود توپیري چلن لرې کړئ، ټولو خلکو په تېره لوستو او چیزفهمه خلکو ته اړینه ده چې د خپل کولتور چاڼ کولو ته مټې راونغاړي او ټولې منفي برخې یې ورو ـ ورو لرې وغورځوي.
داسې هم نه ده چې زموږ په ټولنه کې ټول خلک له نجونو او ښځو سره تاوتریخوالی او توپيري چلن کوي، موږ همدا اوس په خپله ټولنه په تېره لوستو او په خبره پوه خلکو کې د داسې کسانو بېلگې لرو چې نجونو او ښځو ته پوره درناوی کوي، د ژوند په هره برخه کې یې لاسنیوی کوي، حقونه یې پېژني او مراعتوي یې او ښځه داسې موجود گڼي:
عبدالغفور لېوال
ښځه،
د عرش له نوره راوتلې چینه
د عرش له نوره راوتلې چینه
د عشق له خاورې سره ګډې اوبه
په دې هستۍ د ښځې نوم پورې شو
ادم یې سیوري د ښکلا ته ویده
دې لوپټې لاندې ماشوم للو کړ
له پاسه نور د خدای پرې وورېده
ماشوم پرې پوه نه شو، ادم خبر نه
ښځې د ستورو هومره رنځ ولیده
ماشوم چې وږی شو، شيدې یې ورکړې
ادم چې ستړی شو، دې ونازاوه
ښځه هم وږې وه هم ستړې ستړې
هیڅوک په دغه راز ونه پوهیده
ماشوم چې لاس خلاص کړ، د مور خندا وه
ادم چې لاس پرانیست، د دې په کې زړه