شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان: ټي ټي پي په پرمختللو وسلو سمبال ۵۰ زره ځواکونه لري

پاکستان: ټي ټي پي په پرمختللو وسلو سمبال ۵۰ زره ځواکونه لري

تاند (۵ شنبه،د حوت ۱۷ مه) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک( ټي ټي پي) پرمختللې وسلې ترلاسه کړي او ۵۰ زره ځواکونه یې پرې سمبال کړي دي.

ده له امنیت شورا وغوښتل چې د طالبانو له حکومت وغواړي چې له ټي ټي پي او هغو ډلو سره اړیکې وشلوي .چې له ټي ټي پي سره تړاو لري

اکرم دا خبرې د چهارشنبې په ماښام د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وکړې.

د منیر اکرم دغو څرګندونو او ادعاوو په اړه لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت څه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د ټي ټي پي یا نورو ډلو د تمویل او تجهیز تورونه رد کړي وو.

 په دې اړه دا خبرونه هم لوستلي شئ:

یو څېړنیز بنسټ: ټي ټي پي پښتونخوا کې «کوچنی امارت» جوړوي – تاند (taand.net)

ایکسپریس ټریبیون: کابل رژیم ټي ټي پي پاکستان سره اوربند او خبرو ته بللی – تاند (taand.net)

2 COMMENTS

  1. منیر اکرم د درواغو او اتهام لګولو ګوډیه!
    د تاسو پنجابیانو پوځ خو په اتوم بمونو ، اف 16 الوتکو او د غوري ، ابدالي ، غزنوي او … په توغندیو مجهز ده . له دا 50 زرو ټي ټي پي والو هم تاسو وېره لرئ . واقعا چې ډېر چټل خلک یې . لعنت دې وي په کاذبینو.

  2. طالبان هم ستاسو روزلی ځامن اوس چی خپلی ناروا مورګانو باندې سپریږې دا ستاسو خپل کښت ده د انګلیس بچیانو تاسو خپلو ګټو لپاره نه ناموس پیژنی نه دین اونه اسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب