شنبه, مې 25, 2024
Home+د انځورګر سلګۍ /لنډه کیسه/ ګل رحمن رحماني 

د انځورګر سلګۍ /لنډه کیسه/ ګل رحمن رحماني 

د ورځپاڼې د پنجشنبې ګڼه یوازې ادبیاتو او هنر ته ځانګړې شوې وه، په دې ګڼه کې له سرمقالې نیولې تر وروستي مطلب پورې  ټول خبرونه، راپورونه، نقدونه او تحلیلونه په یوه ډول د ادبیاتو او هنرونو له دنیا سره تړلي وو، یا داسې هم ویلی شو چې دا ګڼه یوازې د فرهنګي ذوق مینه والو ته ځانګړې شوې وه چې په همدې سبب له نورو ورځو ښه پلورل کېده او زیات ګډونوال یې لرل. 

د اوونۍ ددغه وروستۍ ګڼې د چمتو کولو زیاته برخه هم میوند ته ور په غاړه وه، هغه ادبیات لوستي وو، خو د نورو ګڼو لپاره د خبري توکو په چمتو کولو او سوژو موندلو کې هم تر مسلکي خبریالانو مخکې و، د چهار شنبې له ماسپښین وروسته دی مجبور و چې نور یوازې د ادبي او هنري موضوعاتو په اړه فکر وکړي، د اوونۍ فرهنګي پېښې به یې هسې هم د نورو ورځو په جریان کې له ځان سره ثبت کړې وې، خو تر ټولو سخت کار د یوه ادیب، فرهنګي فعال او هنرمن د کار او ژوند په اړه د یوه تحلیلي راپور چمتو کول وو چې د هغه پر هنري ژوند به یې تکیه کوله.

دا چهارشنبه یې د ورځپاڼې له مسوول مدیر سره دا خبره یقیني کړه چې کابل ته د یوه را ستانه شوي پیاوړي انځورګر د هنري نوښتونو، نا څرګند ژوند او هیلو په اړه ځانګړی راپور چمتو کوي، که څه هم مسوول مدیر ورته ویلي وو چې د پنجشبې ګڼې د منځپانګې ټول واک به له ده سره وي، د سوژو په ټاکنه او سمون کې باید وروستۍ خبره هم دی وکړي، خو بیا یې هم همېشه ورسره مشوره کوله او دا ځل یې چې ددغه انځورګر پر ژوند د راپور ورته وویل، مدیر زیات خوښ او بیا مایوسه شو، مایوسي به یې ښايي ددې په خاطر وه چې ولې یې د هغه انځورګر  د کارونو په اړه لا هم کوم راپور نه و خپور کړی چې هنري تابلوګانې یې د هغه د ورځپاڼې دفترونو او حتی د خپل کور مېلمستون کې لګېدلي دي، خو د انځورګر په اړه دا خبره هم مشهوره وه چې له شتمنوالي سربېره هم یوازې ژوند کوي، کورنۍ نه لري او نه یې د ژوند رښتیني کیسه چاته معلومه ده، دا چې د دوی ورځپاڼې ته یې د ژون د په اړه د مرکې وخت ورکړ؛ دا کار بیخي حیرانوونکی و.

میوند اتل د چهار شنبې په ماسپښین له خپل عکاس سره  د انځورګر د کور په خوا روان شو، دغه د پاخه عمر څښتن  له هېواده بهر هم ژوند کړی و،  خو تل یې هېواد ته تګ راتګ درلود او اوسمهال یې د کابل ښار د ښکلې او دیپلوماټیکي سیمې وزیراکبرخان د پنځلسمې کوڅې په یوه مجلل او ښکلي کور کې ژوند کاوه. په نندارتونونو او فرهنګي غونډو کې د هغه نقاشیو زیات مینه وال لرل او بهرنیو لیدونکو یې ځينې تابلوګانې په لوړه بیه هم اخیستې چې د هغه اقتصادي حالت ورسره زیات غوړېدلی و.

میوند پوره درې نیمې بجې د یوه لوکس کور د دروازې مخته ودرېده، د زنک تڼۍ یې کېکاږله، یو منظم ډنګر سپین ږیری ـ چې د افسانو او پخوانیو کیسو کوم فرعي اتل ته ورته و ـ دروازه خلاصه کړه، ده ته یې ښکته پورته وکتل او بیا یې پوښتنه وکړه؟

له ښاغلي سره مخکې تاسې خبرې په موبایل کولې؟

هو زه یم، میوند، د ورځپاڼې خبریال یم، درې بجې مو د مرکې لپاره وخت ټاکلی.

بوډا په سینه د ادب لاس کېښود او بیا یې په چوپه خوله د ننه ورتګ بلنه وکړه، له خپل عکاس سره یې وړاندې قدم کېښود، د کور په کوچنۍ حویلۍ کې د انګورو د تاکونو او نورو ونو یخ سیوری خپور و، په کوچني چمن کې د ګرد میز څنګ ته دوه پلاستیکي څوکۍ اېښې وې، وړاندې په یوه وړه پنجره کې څو بندي مرغان ترهېدلي او حیران ولاړ وو.

 درې څلور زینې وخوت، د دوه پوړیزه کور د لومړي پوړ دهلیز ته ننوت، د کوربه په اشاره یې په کوچ کې ډډه ووهله، شاوخوا هم تابلوګانې او څو طبیعي انځورونه را ځوړند وو، ټول یې له سترګو تېر کړل، مخامخ مېز ته یې پام شو، په یوه نسبتا پنډ کتاب یې سترګې ولګېدې، را پورته یې کړ، د ایراني لیکوال بزرګ علوي مشهور ناول «چشهایش» و.

 د پښتۍ انځور یې له سترګو تېر کړ، دا ناول یې پخوا په پوهنتون کې لوستی و، ناول د یوه نامتو ایراني انځورګر او د هغې د یوې شاګردې او مینه والې نجلۍ د مینې کیسه ده چې کلونه پټه پاتې کېږي او یو مهال یې د لیکوال له مرګ لسیزه وروسته د هغه د هنرونو د ښوونځي مدیر د هغه د یوې مشهورې تابلو «سترګې یې» په مرسته په ډېر تاکتیک او مهارت پیدا کوي. دا تابلو د هغه تر ټولو مشهوره تابلو وي چې د هنر کره کتونکو ورته د له رازونو ډکې او نا ویلو خبرو انځورګري نوم ورکړی دی.

د ناول څو پاڼې یې نه وې اړولې چې د څنګ دروازه را خلاصه شوه، لوړ دنګ سړی را ننوت، په شونډو یې موسکا خوره وه، میوند ته یې غېږ پرانېسته. 

اتل دې پخیر راشي! ایله په ایله چې دا غریب انځورګر هم در یاد شو، څومره لویه هیله مې درلوده چې کومه ورځ ستاسې د پنجشنبې ګڼه کې زه هم راشم، خو ښه شو چې اوس درته د انځورونو د هنر دا ملنګ هم در یاد شو، زما  ملنګ جونګړې ته په خیر راغلې.

د دواړو مخې ته د چایو پیالې کېښودل شوې، میوند غوښتل ووايي چې چایو ته حاجت نشته، که د وخت کمښت ته په پام سره مرکه بشپړه کړو، دا زما لپاره هر څه دي، خو انځورګر یې دا هیله حس کړه او همداسې په ولاړه یې ورته وویل:

پوهېږم چې وخت کم دی، راځه اول خو زما ځینې خاصې انځورګرۍ وګوره، ګوندې له وړاندې دې ځينې پوښتنې حل کړي، د چایو پیالې به د فرانسویانو یا وبښئ بهرنیانو په څېر همداسې لاسونو کې راسره  واخلو او قدم به وهو.

بوډا خدمتګار یې دروازه خلاصه او دوی ته یې هلته د ورننوتلو بلنه ورکړه، نهه ـ لس متره اوږده خونه وه، لویې کړکۍ یې درلودې چې سرې پردې ورباندې را ځوړندې وې او په رڼا ورځ په کې سره او شنه ګروپونه روښانه وو، معلومېده چې دده د هر کلي لپاره په کې ډېره ښکلې خوشبو هم شیندل شوې ده، خدمتګار د کوټې د منځ لوی قندیلي  ګروپ هم روښانه کړ او د رنګونو نوې څپې هره خوا ښکلې کړه، دلته په هر یوه متر کې پر دېوال ځانګړې تابلو را ځړېدلې وه. 

د دروازې څنګ ته په لومړي انځور کې یوه ځوانه او ښکلې ښځه ولاړه وه، وارخطا او زهیره ښکارېده، د نسبتا عصري کور له دروازې د وتلو حال کې وه او د کالیو بکس یې لاس کې ټینګ نیولی و، په اننګو یې هم د اوښکو څو څاڅکي ښکارېدل، او د تګ په حال کې یې  په ډېر حسرت یې بېرته د کور خواته را کتل.

 میوند په پوښتونکي نظر انځورګر ته وکتل، خو هغه یوازې دومره ورته وویل:

«د یوې مرورې ښځې عکس دی، په نامعلوم لوري روانه ده.» 

وړاندې لاړل، بلې انځورګرۍ ته تم شول، کوم بوډا په تیاره کوټه کې کړکۍ ته نږدې ولاړ دی، په غېږ کې یې کوچنی یو کلن ماشوم نیولی، ماشوم په ژړا سر دی، سترګې یې بې خوبه ښکاري، پرېشانه بوډا یې د ارامولو هڅه کوي او یوه ګوته یې بهر د انګړ منظرې ته نیولې، لکه په څه یې چې د ارامولو لپاره تېر باسي، خو خپله هڅه کې ناکام وي.

انځورګر ورته وویل: «یو یوازې شوی ماشوم له خپل نیکه سره» 

درېیمې تابلو ته ودرېدل: ښکلی او دنګ ماشوم دی، پنځه کلن، شپږ کلن ښکاري، سترګې یې عجیبه روښنايي لري، په ښار کې د سړک پر غاړه ناست دی، تېز لمر او ګرمي ده، په لاس کې یې د اوبو سطل او پیاله ښکاري، لارویانو ته یې له اوبو ډک ګیلاس مخکې نیولی. 

پرته له دې چې څه ووايي، انځورګر په ټيټ غږ او حسرت نیولی انداز وویل

«په ښار کې اوبه پلورونکی ماشوم»

بلې انځورګرۍ ته ودرېدل، هرې منظرې ته له ورتګ سره به د میوند انځورګر د دوی او تابلوګانو انځورونه اخیستل،  میوند په نقاشیو کې ورک و او انځورګر به ورته د رنګ، قلم، وخت او کله کله د نقاشۍ د پیغام په اړه توضیحات ورکول.

په نوې انځور کې یوه ښکلې ناوې په سپینه جامو کې له بدرنګ زوم سره ولاړه ده، مړاوې او زهیره ښکاري، لاس یې په نکریزو سره دی، خو بې نقشه ښکاري او له ګوتو یې د ګلونو سپينه ګېډۍ د لوېدو په حال کې ده، وړاندې د نقاشۍ په کونج کې یو وچ کلک ځوان ښکاري چې سر یې ځوړند اچولی او په دستمال له خپلو غټو سترګو روانې  اوښکې پاکوي.

د انځورګرۍ راتلونکې تابلو  تر ټولو یو څه لویه وه، مخامخ ټول دور یې نیولی و، یو انځورګر په ځنګل کې د پرې شوې ونې له پاسه ناست و او په مخامخ تخته یې عجیبه منظره بشپړوله، سخت توپان او باران را روان دی، ونې ماتېدو ته نږدې دي، په چمن کې تازه را شنه شوي ګلان سیلۍ  او باران پر ځمکه هوار کړي او د ځوان انځورګر لوی وېښتان یې شاته اړولي چې  زیاته برخه یې سپین شوي، د  مخ زنګ یې وچ او سوځېدلی ښکاري، خو څېره کې یې له توپان څخه کومه وېره نه محسوسېږي، روښانه سترګې یې بیا هم په خپله تابلو ګنډلې چې کوم ځای ورڅخه غلط نه شي.

د میوند پام شو چې په تابلوګانو کې د راغلي ماشوم، د ناوې انځورګرۍ کې د خپه او  ژړېدونکي ځوان او  د ځنګل د انځورګر د سترګو تر منځ یو عجیبه ورته والی موجود دی، کله یې چې اوس یو ځل بیا په دقیق ډول د انځورګر سترګو ته وکتل، دا مشابهت ورته لا عجیب ښکاره شو. 

ددې خونې د تابلوګانو ننداره خلاصه شوه، بېرته لومړۍ خونې ته راغلل، په یوه ګردي مېز یو بل ته مخامخ پر څوکیو کېناستل، عکاس خپله کمره برابره کړه او ده هم قلم او سپینې پاڼې را ویستې، خو د مرکې له پیل وړاندې یې له انځورګر څخه په خندا کې  وپوښتل

ښاغلیه! ما اورېدلي چې تا لا تر اوسه د خپل شخصي ژوند او د انځورګرۍ د انګیزې په اړه هېچا ته هم څه نه دي ویلي او له دومره ستر شهرت سربېره دې هم داسې کومه مرکه مخې ته نه ده راغلې چې دا پوښتنې ځواب کړي، خو اول راته دا خبره لږ واضح کړه چې څنګه حاضر شوی څو زموږ ورځپاڼې ته په دې اړه د هرې پوښتنې د کولو او خپرولو اجازه او ویاړ ور په برخه کړی؟

انځورګر سګرېټ روښانه کړ، ویې خندل، خو د هغه خندا عجیبه او یو څه مصنوعي وه، داسې خندا چې تر شا یې د درد او مایوسۍ دریاب په څپو و، ناڅاپه یې سترګې له اوښکو ډکې شوې، په کاغذي دستمال یې اوښکې پاکې کړې او بیا یې میوند ته وکتل:

نه، نه، ما تر اوسه هېڅ هم نه دي پټ کړي، لسګونو خبریالانو ته مې دا کیسه کړې، د انځورونو په ژبه مې کړې، خو یو داسې خبریال مې هم ونه موند چې هغه کیسه د بیانولو لپاره درک کړي، تاسې خبریالان عجیبه مخلوق یاست، یوازې په کلمو او الفاظو پسې ګرځئ،  ثبوت مو د خبر او ګزارش استناد دی، خو ثبوت درک کولی نه شی.

 ما همدا شېبه مخکې په خپله تاته ټوله کیسه وکړه، که نه یو ماشوم چې په یو کلنۍ کې یې مور له پلاره طلاق واخلي، پلار یې له شرمه خپل کور پرېږدي، ماشوم د بابا په غېږ کې را لوی شي، ماشومتوب کې د یتیم په څېر د ښوونځي پر ځای سړکونو کې اوبه وپلوري، لومړۍ مینه یې د بل چا د ژوند ملګري شي او د خپلې انځورګرۍ لپاره د ځنګل له ماتو ونو او چوپتیا الهام واخلي؛ څنګه به د خپل یو عمر سخت یوازېتوب شور او درد  تر نورو په الفاظو کې ورسوي. تاسې خبریالان یوازې د پوښتلو او عکس اخیستلو شوق لری، خو د یو چا د لوستلو او درک کولو ژبه مو لا نه ده زده کړې.

میوند په ځای کې ټکان وخوړ، لکه د هغه په خبرو چې له درانه خوبه را ویښ شوی وي، یو ځل بیا یې په تابلوګانو کې د ماشوم او لوی شوی ځوان سترګې د انځورګر له ژورو او زړه را ښکوونکو سترګو سره پرتله کړې او چې ځان یې وضاحت او خبرو ته جوړاوه؛ نو انځورګر خپل سر په مېز اېښی و او سلګیو یې د خبریال په ذهن کې د کوم تازه انځور د پنځېدو نوي رنګونه برابرول.

۱۴۰۱، د غبرګولي ۱۱مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب