چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهبادغيس کې ۲۵ زیږنتونونه ‌جوړ او پرانيستل شول

بادغيس کې ۲۵ زیږنتونونه ‌جوړ او پرانيستل شول

تاند(شنبه، د جوزا ۱۴ مه) د افغانستان د لویدیځ په یوه وروسته محروم ولايت بادغيس کې د ۲۵ زيږنتونونو د جوړیدو او پرانيستل کيدو خبر ورکړل شوی.

‏‏د بادغيس د عامې روغتيا رييس محمد آصف قانت ویلي، چې دا زيږنتونونه د بادغيس ولايت په مرکز او ولسواليو کې جوړ شوي.

د‌ هغه په وينا، پر دغو زيږنتونونو د ملګرو ملتونو د یوې ادارې له لوري شاوخوا ۷ ميليونه افغانۍ لګښت شوی دی.

د روغتيا د رييس په وينا، د دغو زيږنتونونو له پرانیستل کیدو سره، د لیرې پرتو سیمو د مېرمنو د زيږون ستونزې حلېږي.

ويل شوي، چې دغه زيږنتونونه ابتدايي بڼه لري او په هر یوه کې يوه قابله ګومارل شوې ده.

د افغانستان په ډېرو ليرې پرتو سيمو کې د لازمو روغتيايي اسانتياوو نشتوالی د ګڼو ستونزو او له هغې جملې د مور او ماشوم د مړينې د لوړې کچې سبب شوی.

د طالبانو له واکمنيدو سره په لیرې پرتو او مخکينيو نا امنو سیمو لکه بادغيس کې له اوږده ځنډ وروسته د لومړنیو خدمتونو د فعالیدو هڅې پیل شوي، چې خلکو ېې هرکلی کړی دی.

دا سیمې مخکې د طالبانو د حضور او مزاحمت له کبله له ډېرو لومړنیو خدمتونو او اسانتياوو بې برخې وې.

1 COMMENT

  1. ایله چې د سړیتوب خبر مې درنه واورېد. خدای ته وګورئ چې دا د مور او پلار د وژلو او نور داسې بې رحمانه خبرونه مه خپروئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب