Homeخبرونهافغانستان ته د څه کم ۸۰۰ ميليونه ډالرو ۳ پروژې منظور شوې

افغانستان ته د څه کم ۸۰۰ ميليونه ډالرو ۳ پروژې منظور شوې

تاند(شنبه، د جوزا ۱۴ مه) ‏‏د‌ طالبانو د واکمنۍ له نړيوالې انزوا سره- سره د افغانستان د بیارغونې صندوق او نړیوال بانک د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته درې پروژې منظورې کړې.

د دغو پروژو په اړه خپاره شوي معلومات څرګندوي، چې د دغو پروژو تطبيق افغانانو ته د خوراکي او د ژوندانه او بېړنیو روغتیایي خدمتونو په برخه کې اسانتیاوې برابروي.

 نړیوال بانک وايي، دا پروژې به د طالبانو له واکه بهر د ملګرو ملتونو د ادارو او نادولتي موسسو له لارې تطبيق شي.

دا پروژې له مېرمنو او نجونو سره د مرستې، کروندګرو ته د کرنيزو فصلونو د پیاوړتیا او عامو خلکو ته د بېړنيو روغتیايي خدمتونو د برابرولو په موخه ډیزاین شوي دي.

سرچینې وايي، چې دا پروژې به د «کلیو پراختیایي شوراګانو» له لارې چې له ۱۸ کلونو راهیسې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، له لاندې څخه په بره خوا پلې شي.

د‌ طالبانو حکومت د دغو پروژو په اړه څه نه دي ويلي.

نړيواله ټولنه، بلکې هيڅ هېواد تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چې له کبله ېې افغانستان سره په ګڼو برخو کې نړيوالې مرستې ودرول شوي او د روغتيايي خدمتونو په ګډون په مختلفو خدماتي او لومړنيو برخو کې جدي ستونزې رامنځته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...