دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د میرمن قمر ګلې یاد / راپور / میمونه کامران 

د میرمن قمر ګلې یاد / راپور / میمونه کامران 

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر 

ځای: انلاین
وخت: د کابل پر وخت د شپې نهه بجې
نېټه: ١٤٠٢/کال، ١٩د قوس، د دسمبر١٠مه
وړاندې کونکې: شازیه حیا
راپورلیکونکې: میمونه کامران

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غونډه د ٤٠ تنو ګډونوالو په شتون چې د هېواد له بېلابېلو سیمو او له بهرنیو هیوادونو یې ګډون کړی و، د تل په څېر په خپل وخت پیل شوه.
دا غونډه د ارواښادې جادویي غږ څښتنې او د هېواد وتلې سندرغاړې مېرمن قمرګلې د لومړي تلین په مناسبت د هغې یاد او د دوکتور استاد لعل پاچا ازمون د (بلبلې) کتاب مخکتنې ته، چې د مېرمن قمرګلې په ژوند رومان لیکل شوی دی، ځانګړې شوې وه.
په یاده غونډه کې دوه ځانګړي مېلمانه دوکتور استاد لعل پاچا ازمون او د افغانستان د سندریز بڼ بلبلې مېرمن قمرګلې زوی ایمل زاخیل وو.
دې غونډې ته د ازمون صیب په کتاب( بلبله) مقالې لیکل شوې وې او د مېرمن قمرګلې اړوند خاطرې راټولې شوې وې.
غونډه شازیه حیا مخته وړه، چې په دوو برخو کې وړاندې شوه.
په لومړۍ برخه کې ګډونوالې په هغو خاطرو وغږېدې چې له مېرمن قمرګلې څخه یې لرلې او ځینو ګډونوالو د هغو مقالو لنډیز واوراوه چې د ازمون صیب پر کتاب یې لیکلې وې. همدارنګه دویمه برخه د میلمنو وینا او د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر له لوري زیري ته ځانګړی شوې وه.

په پیل کې شفیقې خپلواک خپله پرانیستې وینا وکړه، د غونډې په هدف او د استاد ازمون په کتاب یې خپل نظر څرګند کړ. له اغلې خپلواک وروسته داکټره شریفه شریف په هغو خاطرو وغږېده چې د هېواد له بلبلې ( مېرمن قمرګلې) څخه یې لرلې او د نوموړې د شخصیت ډېرو عالي ځانګړتیاوو ته یې هم اشاره وکړه.

نعیمه غني، نرګس سهاک، فاطمه اعظم او میمونه کامران د استاد لعل پاچا ازمون په پنځونې وغږېدې، او د خپلو مقالو لنډيز یې وړاندې کړ. دوی د استاد ازمون دا ستر خدمت د پښتنې بلبلې په حق کې وستایه.

د غونډې په دویمه برخه کې دوکتور استاد لعل پاچا ازمون خپله وینا وکړه او د خپل کتاب د لیکلو په بهیر، د مېرمن قمرګلې په خاطراتو، شخصیت، ژوند او کرکټر خبرې وکړې. نوموړي مېرمن قمرګله د ژوند ښودونکې او د وطن واقعي خدمتګاره وبلله؛ ازمون صیب وویل: ”دا نالوستې وه، خو حافظه یې په سندرو رڼه وه. دا ډول مېرمنې ډېرې کمې پیداکېږي. موږ خوشبخته یو چې دا مو لرله خو بدبخته په دې یو چې قدر یې نه دی شوی.“
استاد ازمون وایي چې پدې کتاب پسې کلي په کلي ګرځېدلی او ډېره څېړنه یی ورته کړې ده.
نوموړي ښځه د پښتو ادب رامنځته کونکې وبلله او وې ویل چې په پښتو کې د لومړني منظومه نظم بنسټ ایښودونکې ښځه ده.
دا یې هم یاده کړه چې ژبه تنها د افهام او تفهیم وسیله نه ده، بلکې دا ژمنتیا او تعهد ده چې موږ ته یوې ښځې راښودلې ده او دا ښځه مور ده.
په پای کې ازمون صیب له ټولو مقاله لیکونکو مننه وکړه او له دې غونډې یې خوښي وښوده.
وروسته د غونډې د وړاندې کوونکې شازیه حیا په بلنې سره ایمل زاخیل خپله وینا وکړه. ښاغلي زاخیل د مور ( مېرمن قمرګلې) د ژوند، هنر، کرکټر، استعداد، شخصیت، خاطرو او مهربانۍ وغږېد. نوموړي وویل: «زما مور یعنې میرمن قمرګلې ته د انګلستان د ملکې لخوا په کاناډا کې د کال د مور خطاب شوی و او ستاینلیک یې ورلېږلی و. مور مې راته ویل چې ما هېڅ یوه سندره بغیر له پړوني نه ده ویلې. زما مور یوازې هنرمنده نه وه، بلکې ډېره مهربانه مور وه. زما معلمه وه او په هنر کې مې ډېر څه ترې زده کړي دي.»
ښاغلي زاخیل له ازمون صیب څخه د بلبلې د کتاب او د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د دې غونډې په پار مننه وکړه.
د غونډې په وروستیو شېبو کې د ګلالۍ مومند د ښاغلي ازمون په کتاب وغږېده او یو ښه خبر یې دغونډې ګډونوالو ته واوراوه.
ازمون صیب د دې ښه خبر بدرګه په یو بل زیري وکړه او وې ویل: د یوې بلې تاریخي ښځې په اړوند یې دوه ټوکه ناول لیکلی دی، چې مرواري لیلا نومیږي. مرواري خپله یوه لویه ښځه تېره شوې ده چې دا ښځه اعلی حضرت ظاهرشا او داودخان نیا وه.
په پای کې غونډه د زاخیل صیب په غږ کې د مېرمن قمرګلې د سندرې په یوه برخه پای ته ورسېده.

د لا نورو جزییاتو لپاره زموږ غونډې ته مراجعه کولی شئ.

1 COMMENT

  1. ستاسي غونډه مې ولیدله د اوسني عصر ملالې یاست. د میرمن قمر ګلې حق مو په واقعي معنا ادا کړی الله تعالی دې قمرګله وبښي
    په تاسي ویاړو ملالو خویندو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب