پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهفنلنډ د جنسیتي مساوات جایزه محبوبې سراج ته ورکړه

فنلنډ د جنسیتي مساوات جایزه محبوبې سراج ته ورکړه

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۰ مه) فنلنډ د ۲۰۲۳ د جنسیتي مساوات نړیواله جایزه د افغانستان یوې ناحکومتي موسسې ته ورکړ، چې ښځو ته پناه ورکوي او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره هلې ځلې کوي.

د محبوبه سراج په مشرۍ د افغان ښځو د مهارتونو د پراختیا موسسې ته د دې ورکړل شوې جایزې ارزښت ۳۰۰ زره یورو دی.

د طالبانو تر واک ته رسیدو مخکې په افغانستان کې د ښځو د پناه په برخه کې ۲۷ موسسو فعالیت کاوه خو اوس یوازې همدا یوه موسسه (د افغان ښځو د مهارتونو پراختیا) پاتې ده چې د افغانستان په ۸ ولایتونو کې فعالیت کوي.

اغلې سراج د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل، دا پیسې به په افغانستان کې پر هغو پروژو ولګوي چې ښځې پکې ونډه لري.

مجبوبه سراج د سږ کال د نوبل د سولې جایزې ته هم کاندیده وه خو هماغه راز چې دې د نننۍ جایزې د ترلاسه کولو په مهال ورته اشاره وکړه، یو شمېر تنګ نظرو افغانانو د دې خلاف تبلیغات وکړل او حتي د نوبل د سولې کمېټې ته یې اعتراضیه لیک واستاوه او له دې کبله دا جایزه یوازې ایرانۍ فعالې نرګس محمدي ته ورکړل شوه.

1 COMMENT

  1. هیڅ سالم انسان او افغان د محبوبه سراج د اجتماعی خدمتونو څخه انکار نه کوی خو خبره دا ده چی د نړیوال استعمار او صهیونیزم پلاس جوړ سوی د جائزو د ویش بنسټونه ټول په شیطانی انګیزو ککړ بنسټونه دی.
    استعمار او امپریالیزم د شیطان زوی له یوی خوا پخپلو استخباراتی فابریکو کی د ( اُوخۍ مور ) جوړوی او د مظلومو وولسونو په لستوڼو او لمنو کی ئی ور خوشی کوی او له بلی خوا د مظلومو قربانیانو د غولولو او خطاایستلو په پار د کُسمادرۍ او دروغو اوښکی تویوی.
    یوه بله دردوونکی خبره:
    د پاکستان څخه په سلهاوو زره افغان مهاجر په زور او جبر افغانستان ته را شړل سوی دی.
    ته وا ښه!
    ها ښه.
    اکثره را شړل سوی کسان یا ئی پلرونه او مشران څلور لسیزی مخکی د بدو شرائطو په اقتضاء پاکستان ته مهاجر سوی وه، هغه وخت هم غرب او هم ملګری ملتونه د سړی! زامن وه او ددی مهاجرینو سره ئی د زړه له کومی مرستی کولی ( البته خپلی ګټی ئی پکی لیدلی )
    خو
    نن ورځ همهغه بیچاره مردم د پاکستان پریښودلو ته مجبور سوی دی امّا نه غرب او امریکا او نه ملګری! ملتونه!
    ور سره هیڅ مرسته نه کوی، تازه د ملګرو ملتونو بنسټونو تیره ورځ یوه اخطاریه اعلامیه خپره کړی او ویلی ئی دی چی که ددی ستانه سوو مهاجرینو د سرپناه غم و نه خوړل سی نو ډیر ماشومان او ښځی به د یخنی له لاسه تلف سی.
    د شین سترګو او نژادپرستو غربیانو په مور د ملا ایبتولا چپه پښه ومنډم ( د ظالمانه او استعماری جګړو په لیاره کی میلیارډ میلیارډ ډالره لګوی خو د شلو دیرشو میلونو مظلومو او غم ځپلو افغانانو د ژغورنی لپاره هیڅ اقدام نکوی ).
    په هره توګه، د مظلوم د آه او فریاد صاعقه به د هر متکبر او فرعونی او قارونی قدرت خوله بالآخره د خاورو ور ډکه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب