Homeخبرونهد امریکا د خزانې وزارت د افغانستان د ولسی جرګې پر پخواني...

د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان د ولسی جرګې پر پخواني رييس بندیزونه ولګول

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۱مه) د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت په دې تازه بندیزونو کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی ريیس میررحمان رحماني او اجمل رحماني په نخښه شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت د دواړو رحمانيانو پر ضد د بندیز د دلیل په اړه ویلي چې هغوی په پراخ فساد کې لاس درلود، د امریکا له لوري د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل په قراردادونو کې یې میلیونونه ډالر وهلي او په دې توګه یې د ثبات لپاره هڅې زیانمن کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت پر اساس، دواړو رحمانیانو د قراردادونو د پړسولو، د وارداتو په مالیې کې د درغلۍ، د درغلیو په قضیو کې د لاس لرلو، د تېلو د غلاوو او په ولسي جرګه کې د درغلۍ په شمول په بیلابیلو او ګڼو برخو کې فساد کړی دی.

دا وزارت همداراز وايي چې میر رحمان رحماني د تېلو په قراردادونو کې بیې لوړې ښودلي، تېل یې بې مالیې وارد کړي او د مالیې پیسې یې خپل جېب ته اچولي او د غلا په پیسو یې ځان د افغانستان ولسي جرګې ته رسولی او حتي په رشوتونو یې ځان د ولسي جرګې ریاست ته رسولی دی.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې د رحماني د فساد شبکه ډېره پراخه ده او حتي تر جرمني، قبرس، متحده عربي اماراتو، استرالیا، هالنډ او بلجیم پورې رسیږي.

تر دې دوې ورځې وړاندې د امریکا د خزانې وزارت د بشري حقونو د ورځې او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت د افغانستان په ګډون په څو نورو هېوادونو کې د شلو کسانو نومونه د بندیزونو نوملړ ته ورزیات کړل چې له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن دي.

په دې کسانو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د سرپرست محمد خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ د رئیس فرید الدین محمود نومونه هم شامل دي.

2 COMMENTS

  1. دا ندي ذکر شوي چې کوم بندیزونه ولګیدل، څه به ورسره کوي او ددوی غوندې په زرهاو نور غله هم شته چې د هغوی سره به څه کیږي.

  2. داسی خپرونی د امریکا له خوا تکتیکی پالیسی دی او همدا چټله پالیسی د نورو ( چورکوونکیو قاتلانو تنظیمونو او طالبانو اعضاؤ ) مقابل کښی هم نظر و ضرورت ته صورت موندلۍ شی ، د مونږ ډیری خشباوری او خپلو مینځو کښی بدبینی موجودیت ددوی بادارانو ته ډیر ښه معلوم دی لدی کبله وخت په وخت افغانان په داسی اعلانونو مشغول ساتی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...