یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهله شبرغانه تر مزارشریف پورې په ۱۰۰ میلیون افغانۍ نللیکه جوړېږي

له شبرغانه تر مزارشریف پورې په ۱۰۰ میلیون افغانۍ نللیکه جوړېږي

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۱ مه) د افغان ګاز شرکت وايي چې له شبرغان څخه تر مزارشریف ښاره پورې د ګازو د پایپ لاین د جوړولو کار روان دی.

په جوزجان کې د افغان ګاز شرکت ريیس اخترمحمد منصور پرون وویل، د دې نللیکې پر جوړولو به څه باندې۱۰۰ میلیون افغانۍ ولګول شي او کار به یې ژر بشپړ شي.

د منصور په وینا د نللیکې له بشپړېدو وروسته به له دې طریقه مزارشریف ښار ته د ګازو انتقال دوه برابره شي.

د افغان ګاز شرکت ريیس زیاته کړه، د دې نللیکې د جوړولو لګښت د افغانستان له ملي بودجې برابریږي او د جوړولو چارې یې هم افغان انجینیران پرمخ بیايي.

ده د دې نللیکي اوږدوالی ۹۴ کیلومتره وباله او زیاته یې کړه چې تراوسه ۲۰ کیلومتره پایپ لاین جوړ شوی دی.

د دې نللیکې د جوړولو د چارو یوه مسوول عبدالصبور وویل چې دا پروژه د یوې داسې کمپنۍ له لوري اجرا کېږي چې په نړیواله کچه تایید شوې ده.

په دې پروژه کې په کار بوخت انجینیران وايي چې تر مزارشریف ښاره به دا نللیکه تر ټاکلي وخت مخکې جوړه کړي.

دوی ونه ویل چې ټاکلی وخت کله دی او دوی به یې کله بشپړ کړي.

د طالبانو له واک ته رسیدو سره جګړه ختمه شوې او د سولې په فضا کې د ابادۍ چارو ته شرایط خورا مساعد شوي خو د طالبانو ځینې افراطي اقدامات سبب کېږي چې شتمن خلک خپلې پانګې هیواد ته رانه وړي او ډېر شتمن له هیواده ووځي. له بلې خوا د نړیوالو بندیزونه د دې سبب کېږي چې افغانستان ته په اسانه څوک پانګه رانه وړی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب