Homeخبرونهپه بدخشان او شاوخوا سیمو کې یې د زلزلې ټکانونه احساس شول

په بدخشان او شاوخوا سیمو کې یې د زلزلې ټکانونه احساس شول

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۱مه) د جرمني د زلزله پېژندنې د څېړنو مرکز وايي، څو شېبې وړاندې (د سهار ۶ بجې او ۵ دقیقې) یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان بدخشان ولایت ولړزاوه.

د دغه مرکز پر اساس، د دې زلزلې مرکز د فیض اباد ښار د جنوب په ۷۵ کیلومترۍ کې د مځکې تر سطحې ۱۳۵ کیلومتره لاندې و.

د جرمني د لزله پېژندنې د څېړنو د مرکز له اعلانه سره هممهاله د هند د زلزله پېژندنې ادارې هم د دې زلزلې خبر ورکړ، او د هغه شدت یې د ریښتر ۵ اعشاریه ۲ اټکل کړ.

د هندوکش غرونه او په ځانګړي ډول بدخشان ولایت د منځنۍ او جنوبي اسیا د ډیرو زلزلو مرکز وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...