دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستانه وغوښتل چې د...

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستانه وغوښتل چې د افغان سوداګرو پاتې کانتینرونه پرېږدي

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۱مه) په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستانه وغوښتل چې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو ۴۵۰ کانتینره سوداګري مال ژر تر ژره پرېږدي.

پاکستان کابو درې میاشتې پخوا د افغان سوداګرو شاوخوا ۳ زره کانتینره سوداګري مال په کراچۍ بندر کې په بېلابېلو پلمو ایسار کړ خو له اوږدو خبرو وروسته یې نور پرېښود مګر ۴۵۰ کانتینرو ته لا هم اجازه نه ورکوي.

پاکستان په یو اړخیز ډول او بې له دې چې مخکې تر مخکې افغان سوداګرو ته اعلان وکړي، افغانستان ته د ډیرو واردېدونکو شیانو پر ترانزیت لس سلنه مالیه لګولې، ۲‍۱۲ ډوله مالونه یې یو مخ منع کړي او ادعا لري چې ګواکي دا مالونه له افغانستانه بېرته پاکستان ته قاچاق کېږي او د دې ترڅنګ یې له افغان سوداګرو غوښتي، هر څومره مال چې د پاکستان له لارې افغانستان ته واردوي، د ارزښت په اندازه یې د پاکستان په بانکونو کې ډالر د ضمانت په توګه کښېږدي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پرون (دوشنبې) په یوه بیان کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپور کړی دی، ویلي چې په کراچۍ او اسلام اباد کې د افغانستان سوداګري اتشو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ د څانګې له رییسې ماریا قاضي او د دغه وزارت له مرستیال زبیر خان سره کتلي او د افغان سوداګرو د کانتینرونو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه یې ورڅخه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستاني چارواکو ژمنه ورکړه چې د افغان سوداګرو مالي تاوانونو ته په کتو به پاتې کانتینرونه خوشي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب