یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، د افغان کډوالو ایستلو ته دوام ورکوي

پاکستان وايي، د افغان کډوالو ایستلو ته دوام ورکوي

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۱مه) پاکستان وايي چې د اکتوبر له پیله تر پرونۍ دوشنبې پورې له دغه هیواده ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان افغانستان ته تللي دي.

پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د اړوندو چارواکو په قول نن راپور ورکړ چې پرون (دوشنبې) ۱۸۱۱ افغانان، چې ۴۵۴ یې نارینه، ۴۱۲ ښځې او ۹۴۵ یې ماشومان وو، افغانستان ته ولاړل.

مخکې ځینو پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د اکتوبر له پیله له دغه هیواده ۴ لکه ۸۰ زره افغان کډوال بېرته ستانه شوي دي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ له استازي لیونارد زولو سره په کتنه کې وویل چې پاکستان د افغان کډوالو په اړه پر خپلو پخوانیو موافقو ژمن نه دی پاتې شوی.

ده وویل، پاکستان باید د افغان کډوالو ځورول ودروي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازي وویل چې له پاکستاني چارواکو سره یې د افغان کډوالو د ایستلو، د هغوی د شتمنیو د ضبطولو او نورو حقونو په اړه خبرې کړي او ورڅخه غوښتي چې له دې ډول زیاتیو لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان وايي د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته دوام ورکوي او په بل پړاو کې اسناد لرونکي کډوال هم باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب