چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهدوه سوه افغان کومانډو ځواکونه له پاکستانه د ایستل کېدو له خطر...

دوه سوه افغان کومانډو ځواکونه له پاکستانه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۰مه) د بي بي سي نړیوال سرویس راپور ورکړ چې کابو ۲۰۰ افغان کومانډو ځواکونه، چې په افغانستان کې بریتانیايي پوځیانو روزلي وو، له پاکستان څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د بریتانیا یوه پخواني جنرال ریچارد بارونز دا مسله د خپلو پخوانیو افغان متحدانو په حق کې د بریتانیا شرموونکی خیانت بللی دی.

جنرال بارونز په افغانستان کې د ۱۲ کلونو په مخه د بریتانیايي پوځیانو قوماندان و.

د بي بي سي انګریزي ویبپاڼې د راپورله مخې دا معلومات د پخوانیو افغان پوځیانو شبکې راټول کړي.

په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو پخواني قومندان جنرال ریچارډ بارونز بي بي سي ته ویلي چې د دغو پوځیانو په انتقال کې د بریتانیا ناکامي شرمونکې ده.

په ۲۰۲۱ کال د بریتانیا د وخت صدراعظم بوریس جانسن د دې هیواد پارلمان ته ویلي و چې د دغو افغان ځانګړیو ځواکونو خدمت ډیر مهم دی او بریتانیا به د دوی د خوندي انتقال لپاره هر هغه څه چې په وس کې وي ترسره کړي.

 د راپورله مخې دغه پوځیان پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته پاکستان ته تښتیدلي او اوس چې پاکستان بې اسناده افغان کډوال باسي، دوی هم د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

بي بي سي د بریتانیا د دفاع وزارت د یوه ویندوی په قول ویلي چې دوی تراوسه پورې نژدې ۲۴ زره او ۶۰۰ افغانان خوندي ځایونو ته بیولي دي.

1 COMMENT

  1. د انګریز د شیطان د زوی د ظلمونو او جفاګانو کلِکسیون ډیر غنی دی.
    ممکن انګریزان د یادو کماندوګانو د بدو او لړزوونکو خاطراتو د بیان څخه ویره لری نو ځکه هم په پاکستان او هم په انګلستان کی ئی شتون د ځان په ګټه نه ګڼی او احتمالاً غواړی د خپل بل مزدور ( طالب ) پلاس ئی وځپی ( البته بد مو نه دی پر پیرزو، خدای دی د هری بلا وساتی ) .
    زه همیشه پدی عقیده یم چی د افغانستان عسکری قشر ( البته منظور می نظامی افسران دی ) تر ټولو قشرونو یو کم بخته او بدبخته او د زړه سوی وړ قشر دی او هر حاکمیت او نړیوالو قدرتونو ور څخه سوء استفاده کړیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب