پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د پروین ملال (وړانګې وړانګې مې باهو) د شعري کلیاتو مخکتنه

د پروین ملال (وړانګې وړانګې مې باهو) د شعري کلیاتو مخکتنه

راپور: رفېع الله آرمان

ننګرهار چې د علم او ادب د زانګو په نوم شهرت لري، کلونه یې د شعر او ادب لارويان، پالونکي، نثرنګاران او لیکوالان په خپله غېږه کې روزلي – دا مهال پکې ادبي غونډې، مشاعرې، د کتاب مخکتنې او ستاینغونډې د ادبي بهیرونو له خوا تر بل هر وخت ډېرې کېږي، په یوه تازه ګام کې ” ختیځ ادبي بهیر” د يوې برحقې، فاضلې، شاعرې او لیکوالې، میرمن پروین ملال د تازه چاپ شوې شعري ټولګې مخکتنه ترسره کړه.

د یاد بهیر دغه ۵۲۹ غونډه چې د‌ ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ پر اولسمه، جمعه سهار د ننګرهار “عامه کتابتون – راشئ ولولئ!” تالار کې نیول شوې وه، د پښتو ژبې او ادب د سترو استادانو ترڅنګ پکې ګڼو شاعرانو، ليکوالو او فرهنګپالو ګډون کړی ؤ، چې د اغلې پروين ملال په ژوند، فن، فکر او د شعر په مختلفو اړخونو یې مقالې او ویناوې وړاندې کړې، د غونډې مشر دعلومو اکاډمۍ غړی استاد محمد اصف صمیم، مشر میله یې نامتو کیسه لیکوال او څیړونکی دوکتور محمد زرین انځور او د کوربه په څوکۍ ورسره لیکوال او شاعر دوست محمد دوست ناست و.
قاري صیب ارشاد الله دانش د‌ غونډې پيل‌ د لوی او مقدس کتاب “قرآنکریم” د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره وکړ، ورپسې رفېع الله آرمان، د تېرې غونډې راپور ولوست او ګډونوال یې له تیرې غونډې خبر کړل.

په پیل کې د ختیځ ادبي بهیر مشر ضياءالدین همت مل، ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ اغلې پروين ملال ته د تازه شعري ټولګې د چاپ او مخکتنې مبارکي ورکړه او ویې ويل، پښتانه بختؤر دي چې د پروين په څېر داسې ملاله شاعره لري چې هر شعر یې د دې ټولنې د دردنو او محرومیتونو نماینده ګي کوي، هغه زیاته کړه اغلې پروين د افغان وطن د نجونو د حیا او پردې تصوير، په ډېر ښه شکل انځور کړی او تر نورو رسولی، چې د بېلګې په توګه یې د اغلې پروين لاندې بيت ګډونوالو ته ولوست:

خدایه‌ څنګه غسل وکړم بې پړوني؟
خدایه څنګه بې حجابه سم ستا ذات ته؟

ښاغلي همت مل ژمنه څرګنده کړه، چې د ادب په برخه کې به روان ګامونه جاري ساتي او لا به د مخته تلو هڅه کوي.

شاعر او ليکوال دوست محمد دوست بيا د اغلې پروين په ژوند، فن او شاعرۍ هر اړخیزه ، تخنیکي او واضحه کوونکې مقاله ولوسته او ویې ويل:”پښتو شعر اوس د نړیوالو ژبو د شعرونو سره د پرتلې وړ دی، دا مهال د خورا پیچومو را تېر شوی، د پخوالي څکه یې کړې، خوښ یم چې د شاعرۍ په دې بهیر کې د نارينه ؤ ترڅنګ ښځو هم پکې په پراخه کچه ونډه اخيستې او اغلې پروين د دې بهیر له سرلارو ده، چې د پښتني چاپيريال د ښځینه احساس غږ یې غزل کړی، سندره کړی، جمال او جلال یې ورکړی او تر کتابونو یې رارسولی”.

ښاغلي دوست د ټولګې په اړه وويل:”(وړانګې وړانګې مې باهو) په ټوله کې د اغلې پروین د شعرونو کليات دي، چې سږ کال په ۵۰۸ مخونو کې د محمد هارون صمیم په اهتمام په کندهار کې صداقت خپروندویه ټولنې چاپ کړي، د مهتمم د ياداشت ترڅنګ ډاکټر احسان الله درمل هم سریزه پرې ليکلې”.

هغه وویل: د ښځو احساس او عاطفه د نارینه په نسبت پیاوړې ده او پروين ملال بیا د دې احساس د لېږدولو ښه ممثله ده، همدارنګه هغې پخپلو شعرونو کې حسي او جمالياني ذؤق په داسې شکل پاللی، چې خلک یې هنر ته ګوته په غاښ پاتې کېږي. میرمن پروین په ژوند، په رنګونو او په خلکو مئینه ده. تل یې د خپل کلي او ولس دردونه، کیسې او ناحوالې په شعرونو کې رانغاړلي او د وطن په هر درد یې اوښکې توی شوي.

ښاغلي دوست د مقالې لوستلو په جريان کې د‌ اغلې پروين څو په زړه پورې شعرونه او نظمونه هم د بیلګې په توګه ګډونوالو ته وړاندې کړل او د مقالې په پای کې یې د میرمن پروين په زړه پورې شاعرۍ او عالي فن ته دا ټپه نذرانه کړه چې:

ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولؤمه؟

له دوست ورسته استاد، دوکتور محمد زرین انځور لومړی د ختیځ ادبي بهير له رهبرۍ او غړو مننه وکړه چې د‌ عارفې او برحقې میرمنې د ټولګې په مخکتنه راټول شوي او غونډه یې ورته ځانګړې کړې‌. بيا یې د‌ اغلې پروين سره په راډيو افغانستان کې د همکارې په توګه د ګډ کار، له هېواده د جلاوطنۍ او اوږه موده د هغې پېژندنې څو خاطرې ګډونوالو سره شريکې کړې او ويې ويل:” پروین ملال په اصل کې د کندهار ده خو د ننګرهار ناوې ده، د ژوند ملګری یې چې «سیدجان ملال» نومیده، د ننګرهار و، چې په ځوانۍ کې ترې ډېر پخوا د رېښتینې ژوند په لور کوچیدلی او دا تر اوسه د ننګرهار په پت ناسته ده. اغلې پروين نه يوازې دا چې شاعري کوي، بلکې په ليکوالۍ او تحقیق کولو کې هم بريالۍ ده، چې دا مهال د افغانستان په ښځمنو شاعرانو کې جوړه نه لري.

ښاغلی انځور د‌ پروین ملال د اثارو په اړه هم وغږېد او ویې ويل:”«اوښکې تویدې، تپجنه سپوږمۍ، وخته راستون شه او څانګې څانګې مې باهو(کليات)» د اغلې پروین ملال ټول اثار دي.”

استاد، همدارنګه د پروين ملال د شخصیت، شعري موضوعاتو، ترکیبونو او تخنیکي اړخونو په اړه هم پوره خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هغه په ځوانۍ کې د‌ عجب کرکټر څښتنه وه، د افغانستان غمیزه یې د خپل ژوند غميزه بللې، تل یې د ښځو ښه استازولي کړې، د‌ هغوی اصلي څیره یې په عالي هنر او نوښتونو په شعر کې په هماغه شکل راوړې، شعر یې نوي ترکيبونه لري، د نورې نړۍ د شعرونو په اړه هم پوره مطالعه لري، چې په دې برخه کې یې له اردو، فارسي او افريقايي ژبو شعرونه راژباړلي.

د غونډې په بله برخه کې آزاده مشاعره وشوه چې لومړی تکړه ترنم ویونکو: ارشادالله دانش، فیصل ملکزي، یوسف وطن جار او احمد موسی خيل د اغلې پروين ملال څو په زړه پورې شعرونه په عالي کمپوز ترنم کړل. ورپسې پرديس شینواري، عبدالمجید پل، شهاب ارمان، شکرالله حمیدي، حضرت لالا او نورالله دېدار ښکلي شعرونه ګډونوالو ته واورول.

بیا د‌ اغلې پروین غږېز کليپ؛ چې له جلاوطنۍ یې دې ځانکړې غونډې ته رالېږلی ؤ د غونډې ګډونوالو ته واورل شو. پروين ملال، لومړی د ختيځ ادبي بهير له رهبرۍ، استادانو او د‌ بهیر له ګډوالو مننه وکړه چې په دې غونډه یې ستر وياړ ور په برخه کړی، بيا یې د ننګرهار او په ځانګړې توګه په راډيو افغانستان کې د هغه وخت همکارانو او استادانو څو ګډې خاطرې شریکې کړې، نوموړي زیاته کړه زه نیکمرغه یم چې ستاسې په شان درانه فرهنګپال او ادبپال وررونه لرم، چې تل یې هڅولې يم دا دی نن هم زما د کوچنۍ هڅې د ستايلو او مخکتلو لپاره راټول شوي یاست.

وروستۍ برخه کې دروند استاد محمد اصف صمیم د ورستیو خبرو او غونډې ارزونې په موخه دريځ ته ودرید او ویې ويل:”اوسني هنرونه او شاعران تر پخوا ډېر غښتلي ښکاري، داسې چې په شاعرۍ کې د پروين ملال په څېر روڼ اندې، عرفاني او عارفې میرمنې لري. دوی زیاتره د ژوند غمونه/محرومیتونه په داسې شکل د خپل شعري موضوعاتو په توګه راوړي، چې سړی یې هنر ته حیرانېږي”. استاد د نورو هر اړخيزو خبرو وروسته، ترسره شوې غونډه او په غونډه کې لوستل شوې مقالې او ترنمونه د ستاینې وړ وبلل. همدارنګه ځوانان یې مخاطب کړل چې خپل قدمونه تل کلک پورته کړي، د ټولنې په اصلاح کې پوره ونډه واخلي، تر څو د خپلې ټولنې اصلي ستونزې په ښه شکل درک او منعکسې کړي.

ورپسې ټول استادان د دریځ تر خوا لاړل او د اغلې پروين ملال کتاب یې په ګډه پرانست.

دا غونډه چې د وياندويۍ چارې یې شاعر او ليکوال عبدالهادي فرهنګ سمبالولې او رپوټ یې رفیع الله ارمان لیکه غرمه مهال پای ته ورسیده.

1 COMMENT

  1. غونډه مو نیولې کور مو ودان خو دا شعري ټولګه نه ده بلکې د میرمن ملال شعري کلیات دي. لطفا دا جمله مو اصلاح کړئ مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب