پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهعلي وزیر وايي، د پاکستان اصلي ستونزه له یوه خپلواک افغانستان سره...

علي وزیر وايي، د پاکستان اصلي ستونزه له یوه خپلواک افغانستان سره ده

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۰مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر وايي، له افغانستان سره د پاکستان اصلي ستونزه په افغانستان کې د یوه خپلواک دولت پر سر ده.

علي وزیر د اسلام اباد واکمنان د کابل او اسلام اباد د اړیکو د لا خرابیدو مسوول وبلل، ویې ویل، د پاکستان اصلي مشکل له خپلواک افغانستان سره دی.

پاکستان په وروستیو کې په خپله خاوره کې د افغان کډوالو نیولو، ځورولو او ایستلو ته زور ورکړی دی. همداراز یې پر افغانستان د فشار لپاره د افغان سوداګرو مالونه په کراچۍ بندر کې ایسار کړي او د افغان سوداګرو د میوو د صادراتو په لار کې یې په ځلونو خنډونه پېښ کړي دي.

علي وزیر وايي، پاکستان تل د افغانستان د کورنیو او بهرنیو پالیسیو د کنټرولولو هڅه کړې خو طالبان هڅه کوي چې د پاکستان له مداخلې پرته خپلې دولتي او ملي چارې په خپله اداره کړي.

ده همداراز وویل، له داوود خانه رانیولې تر اشرف غني پورې د افغانستان له حکومتونو سره د پاکستان د مخالفت اصلي دلیل همدا و.

علي وزیر دا هم وویل چې پاکستان اوس له نړیوالو غواړي چې د طالبانو د واکمنۍ په پای ته رسولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه
    ژوندي دې وي علي وزير،منظورپشتين او نور د پي ټي اېم مشران چې هر وخت ې حقايق بیان کړي مګر چارواکو او ګوډاګیانو غلط تعبیر کړي ځکه چې ګټو ته ې خطرپیښیژي!!.
    که نه ، دنیا به ګلګلزار وای که ټولو مسلمانانو یودبل حقه حقوق احترام کړی وای.
    کرنیل مرنیل منیر بیا د بیدینه بایډن ډنډ ته روان دی چې کومه ابلیسی لوبه پ ولسونو ډرامه کړي!

  2. دا یو ستر حقیقت دی د پاکستان د کفر او اسلام سره کار نسته د افغان حکومت د استحکام سره یې کار دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب