Homeخبرونهامنیت شورا د افغانستان په اړه ناعلني غونډه کوي

امنیت شورا د افغانستان په اړه ناعلني غونډه کوي

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۰مه) ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن (دوشنبې) د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غیرعلني غونډه وکړي.

د امنیت شورا دایمي او غیر دایمي غړي به په نننۍ غونډه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د سرمنشی د ځانګړي استازي فریدون سینیراوغلو پر وړاندیزونو هم غور وکړي. ده خپل وړاندیزونه د یوه راپور په چوکاټ کې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ / د قوس ۱۷، د دسمبر ۶ مه/ د امنیت شورا غړیو ته وسپارل.

ویل کېږي چې د سینیراوغلو په وړاندیزونو کې د نجونو او ښځو د کار او زده کړو د اجازې په وړاندې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په شان موضوعات شامل دي.

د دې راپور د مسودې له مخې چې رسنیو ترلاسه کړې، سینیرلي اوغلو د طالبانو له حکومته غوښتي چې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار حق ورکړي.

د ده په ارزونه کې همداراز ویل شوي چې په ټولو نړیوالو سیسټمونو او ټولنو کې د افغانستان د بیا شمولیت لپاره افغان مېرمنې باید په ټولنه کې د ګډون او مشرۍ حق ولري.

په ارزونه کې دا هم راغلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د څو میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو لپاره یوه بېړنۍ حل لاره ومومي.

د امنیت شورا په غونډه کې به څو افغان ښځې هم خبرې وکړي.

تېره اوونۍ ملګروملتو وویل، تمه ده په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا، پر افغانستان د بندیزونو د کمیټې مشر او د مدني ټولنو یو استازی خبرې وکړي او ورپسې به بحثونه دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...