شنبه, سپتمبر 7, 2024
Homeخبرونهم.م، که له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د سرپناه چاره ونه...

م.م، که له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د سرپناه چاره ونه شي، د ژمي له یخنۍ ممکن مړه شي

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۰مه) د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه افغانستان ته استول کېږي، که د سرپناه مناسبه چاره یې ونه شي، ممکن د سخت ژمي په سړه هوا کې له ژونده بې برخې شي.

د دې ادارې پر اساس، د اکتوبر له میاشتې را په دې خوا تراوسه نژدې ۵ لکه افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا، له پاکستانه په زور د افغان کډوالو ایستلو پر افغانستان او په دغه هیواد کې پر مرستندویو موسسو فشار زیات کړی دی.

د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان ته په زوره د استول شویو کډوالو اکثریت زیانګالي ښځې اوماشومان دي چې د سرپناه د نشتوالي له کبله ممکن په ژمي مړه شي.

اکثره کسان چې د افغانستان خاورې ته رسیږي، سخت ستومانه وي او فوري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې تر ۹۰ سلنه څخه زیات افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته تللي او هېڅ ډول زور زیاتی ورسره نه دی شوی.

سرفراز بګتي وايي چې تر دې دمه شاوخوا ۴ لکه ۸۲ زره و ۸۴۵ د ده په خبره غیرقانوني کډوال د پاکستان له بېلابېلو پولو څخه بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب