چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+په افغانستان، د سکندر د بریدونو پایلې

په افغانستان، د سکندر د بریدونو پایلې

۲۰مه برخه
استادشهسوار سنګروال
– سکندر کونړ ته په لاره:
هغه مهال چې سکندر خپل پوځ دوه ځایه کړ، یوه ډله د خیبر له لارې دېته وګمارله چې ځانونه اندوس indus (اباسین) ته ورسوي. دغې ډلې په پرتلیز توګه ډېر زیانونه ونه لیدل، ولی د پوځ هغه غوښتنه برخه چې پخپله سکندر ورسره مل وو، وغوښتل چې د کونړ (خوسپس) او باجوړ له لارې، ځان هند ته ورسوي ، چې له ګڼو ستونزو سره مخ شو.
پخوا تر دې چې سکندر له باګرام نه مخ په هند او یا داریانه ختیځ ته مخه کړي، له اټک نه پورې غاړې ان تر ټکسلا پورې یو شمېر سیمه ییزه واکمن او شهزادګان له یو څه سوغاتونوسره (لکه جګړه ییز څاروې) د ده لید لوته راغلل، چې د پنجاب ستر واکمن پورس pourus پرې وځپي.
سکندرد کونړ په لار وخوځېد، خو د خلکو له ټینګ غبرګون سره مخ شو، چې نه یوازې جګړه یېزوځواکونوتې یې دسرومال درانه زیانونه واووښتل،بلکې دی هم وګواښل شو.
لرغون پوهانو د دغې سیمې وګړي د اسپه سیانو aspasians (اسپه سی=اسپه زي aspasii) پنوم یاد کړیدی. ده وپتېله د اسپاسي او اسپواکایانو د سیمو د نیولو لپاره، چې دغه وګړي په کونړ او لغمان کی د کابل او کونړ (کهویس khoes) سین په غاړه اوسیدل اقدام وکړي .
دغه اسپه سیان (اسپه زیان=اسپه زي) په سنسګرت کې د اسواکا asvaka (اسوه غانه) پنوم یادېدل (دانوم افغان کلیمې ته هم کارول شوی ،لیکوال )او تاریخپوهان پدې اند دي، چې دوئ هماغه د باختر د اسپه سلطنتي کورنۍ ټبر دئ چې په سیمه کې یې سترې کلاګانې ودائی کړی وې. «سکندر ډېر زیانونه ولیدل او د لاګوس lagos زوی بطلیموس او لېونا توس هم ټپیان شول.»[1]
دغه وګړي په بېلابیلو سیمو کې په بېلابیلو نومونه یادېدل، چې موږ په باجوړ کې ګورایینان guraeans او په سوات کې اساسي نیان assacenian د بېلګې په توګه یادولی شو.
سکندر چې کومه لاره خپله کړې وه یوې موهمې ستونزې سره مخ شو، چې هغه د «چوس» سین غاړه وه او د دې وس یې ونه موند چې له دغه سینه تېر شي ،(ځنې وايي ښایي چوس د الیشنګ سین وي ، دا د لغمان الیشنګ ندی، ښایي دچغسراې دپیچ سین وي !؟) چې بیا یې خپل لوری واړوه اود یواسپله euaspla رود خواته یې مخه کړه چې په پاې کې سکندر د انډاکا indaca (انداراج)، برکوټ birkot (بریګوټ) او آري ګاین arigaion (هرنای یا ارنوایې) سیمې یو دبل پسې لاندې کړي او په پای کې د اسپه سیو aspasii یو نامتو مشر ته یې ماته ورکړه او د «لیوس کمنګز» د څرګندونو له مخې: «وروسته یې د اسپه سیو یو نامتو ښار چترال هم ونیوه.»[2] سراولف کارو، دلته د یوه ښار ګوټي یادونه هم کړیده او وایي:
«له عملیاتو وروسته سکندر له غرونو تېر شو او د یوه غره په لمنه کې یوه ښارګوټي ته راغی، چې «اریګایون» arigon نومېده. ولې د ښار خلکو هغه سوځولی وو او خپله یې تېښته کړې وه. بیا یې کراتیرس craterus ته سپارښتنه وکړه چې ښار ورغوي…..له جګړو وروسته یې «اسپاسي spasiوګړو ته ماته ورکړه …وروسته سکندر یو بل ډېر موهم ښار «مساګا massaga یا مزا ګا» یې ونیو او د اساسنس assacenus لور او مور دواړه د سکندر له خوا ونیول شول …»[3] .
 له دې پرته سکندر هغه اوه زره هندي جنګیالي، چې د اسپه سیانو پاچا د سر تېرو په توګه ګومارلي ول هم ووژل. (سترابو، اسپه زی aspa هیپاسي ژباړلی دی)
سکندر د سوات او بونیر له غرونو (اورنوس ornus) واووښت او په همدغه وخت کې د هیپاسشیان hephaestion او د پیر دیکاس perdicasځواکونه د اباسین لور ته وخوځېدل، چې هلته یو پل جوړ کړي،چې له دې څخه ښکاري، سکندر پېښور ته ندی کوز شوی او نیغ په نېغه له اټکه اوښتی دی.
د «اریان» له لیکنو څخه ډاګیزه کېږي، که چېرې د سترابو Strabo څرګندونې نه وای (‌اریان د استرابون خبره نه ده بشپړه کړې … سنګروال ) نو سکندر به د سپین غره له څوکواو لړېیو اوښتی وای او ځان به یې کوهاټ ته رسولی وی، نو ځکه خو مخ په اټک روان شو او د «اریګایون arigaion(ښایي د باجوړ ناوه ګۍ وي)، مساګا masaga، بازیرا bazira او اورا ora ، ونړولې (اودا ښایي په بونیر کې وي.). دغه مهال پيوسیلاوتس peucelaotus یانې چارسده نیول شوې وه، وروسته ټول پوځونه د اباسین لور ته وخوځېدل.
سکندر د ۳۲۶ م ز کال په اپریل کې له اټک نه واووښت او د ټکسلا پاچا «امپي» په پوځي مرسته د پنجاب پاچا pourus پورس یې تر ګواښ لاندې ونیواو له خونړېیو جګړو وروسته د ۲۵ زرو په شاوخوا کې (دواړو لور ته) پلې او سواره جنګیالیان ووژل شول، چې په پای کې پورس تسیلم شو ، خو سکندر هغه ځکه وباښه، چې د دغې پوښتنې په ځواب کې، چې لمانه څه غواړې؟ هغه ورته ووېل داسې چلن راسره وکړه چې یو پاچايې باید وکړي.
سکندر له دې وروسته د «پیاس» له روده تېر شو، خو نور جګړو دومره ستړی کړی وو، چې د پرمختګ وس یې نه درلوده .
همدا لامل وو، چې سکندر د بلوچستان او ایران له لارې بابل ته ورسېد او دوه دېرش (۳۲) کالو په عمر ومړ.
د سکندر د ژوند وروستئ شېبې
د سراولف کارو د څرګندونو له مخې سکندر په ۳۲۳ م ز کال ومړ او د ده د ځوانیمرګي یو ستر لامل دا هم وو چې د بلوچستان ګرم اوسره اوړي ده او د ده لښکر ته ډېر زیان ورسا وه.
کله چې دی له بلوچستان نه تېر شو د «سوسه» susa په ښار کې د باختریانو او پارسیانو سردارانو پېغلې نجونې، چې شمېر یې د نه او لس زرو تر مینځ اټکل شویدی خپلو سر تېرو ته واده کړې او پدې تړاو یې یو جشن ونیوه.
کله چې دی بابل ته ورسېد، نو بیا یې خپلو خلکو ته، د دې لپاره چې ده پدغه اوږده سفر کې ډېر زیانونه ګاللي ول، ډېر سر تیري یې وژل شوي او یا اسیر شوي ول داسې وویل:
تاسو ان زما د پلار د واک په مهال ډېرې هر اړخیزې ستونزې درلودی، تاسو بېوځله وئ، کوچیانی ژوند مو درلود، رمې مو پيولې او په دښتو کې به مو څرولې، د څاروېیو پوستکي به مو اغوستل…
ده پدې اړه د خپلو خلکو راز راز ټولنیزې بدمرغۍ یادې کړی او بیا یې د خپلو فتوحاتو ستاینه وکړه، چې ګنې د هخامنشیانو ټولواکمنۍ مې ماته کړه، باختر، سغدانیه، هند او مصر مې یو د بل پسې ونیول اوس د دغو ملکونو ټولې شتمنۍ د تاسو دی…
په پای کې خپل پوځ ته مخ واړوه، چې کومې ستونزې تاسو ګاللي دی هماغه ما هم لیدلي دي، زما بدن څو ځایه زخمي او ټپي دی زه هم په غیشو او ګولېیو سوری سوری یم.
لیوس کمنګر پدې تړاو اوږدې څرګندونې کړیدي، (چې ګنې دسکندردخبروموخه )داوه،چې دخپلوکړو سپینا وی وکړي.
په پاې کې لکه چې وویل شول سکندر د جون په ۱۳ مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ او هغه لویه ټولواکمنۍ ټوټي‌ اوبرغنډ برغنډ شوه اوبیا د ده لویو افسرانو او قومندانانو د شام په طرابلس کې غونډه وکړه او دغه ټولواکمنۍ یې په خپلو کی ووېشله:
لومړی مقدونیه او یونان «انتی ګونوس» تر واک لاندې راغلل.
دویم د مصر هېواد د بطلیموس په برخه شو او دریم د شام او ایران واکمنۍ د سیلوکوس په ولکه کې راغلل.
خو څومره، چې د افغانستان خبره وه، هغه هم د سکندر له مرګ نه وروسته، چې دغه هېواد له کوم برخلیک سره مخ شو انګېرنې او څرګندونې پدې تړاو داسې دي:
۱ـ باختر، سغدیانه او شاوخوا سیمی د یوه والي چې «ستا سانور» نومیده اداره کوله .
۲- کابلستان او یو شمېر نورې سیمې د روښانی پلار هوخیارتس اداره کولې.
۳- یوه بل والي ستساندرا بیا د هرات او سیستان چارې اداره کولی.
۴- همدارنګه د کندهار او بلوچستان واک بیا د یوه بل والي چې سیبیرتیاس نومیده په لاس کې وو.
د سکندر له مړینې وروسته، دغه لویه تولواکمنۍ ووېشل شوه. که څه هم له ده وروسته د نورو واکمنو په پرتله د باختر، پارس او بابل والي «سلوکس نیګاتور» چې پلاز یې بابل وو، یو ځواکمن، واکمن وو، چې (۳۱۲ م زکال) غوښتل یې خپله ټولواکنۍ ټینګه کړي، خو پدې بریالی نشو.
دا چې ولې بریالی نشو، یو ستر لامل یې دا وو، چې له یوې خوا په بېلابیلو سیمو کې پاڅونونه را مینځته شول او له بلې خوا د موریا کورنۍ د هند په نیمه وچه کی ورورو خپل واک او ځواک ته پراختیا او پرمختیا وبښله سلوکس نیکاتور چې ولېده، (۳۰۵ م ز) وس یې نه رسیږي نو ځکه یې دیوه تړون په ترڅ کې د هندوکش د ختیځې خوا سیمې د موریا کورنۍ واکمن چندرا ګوبتا ته پریښودی، چې موږ د ګندهارا یو شمېر سیمې (له کابل نه تر کندهارا، ګدروسیا له بلوچستان نه تر سینده) او نورې لوې او وړې سیمې د بیلګې په توګه یادولی شو.
د یونانیانو باختري سلطنت،
 د ګریکوبودیک فرهنګي پراختیا اوپر مختیا
له یوی خوا د سکندر له مړینې وروسته دغه لویه ټولواکمنۍ د ده د قومندانانو تر مینځ ووېشلی شوه او له بلې خوا د موریایانو د سلطنت ستنې پیاوړې کیدې .
د باختر واکمن «دیودوتس diodotus» د بابل د یوناني پادشا دریم «انتي اوکس» سره خپله اړیکه پرې کړه او د باختري هېواد (۲۵۶ م ز) خپلواکي یې اعلان کړه.
دا د سکندر عادت وو چې په هره سیمه کې به د سکندر په پنوم خپلو پوځیانو ته کلاګانې او پوځي چوڼۍ جوړولې او کله چې دی له افغانستان نه ووت، د لښکر پاتې شونو پوځیانو یې له سیمه ییزو خلکو سره اړیکې ټینګې کړې او یوه ګډ ټولنیز ژوند ته مخه کړه.
 یونانیانو د باختري حکومت خپلواکي د بیلابیلو خلکو او قومونو تر مینځ ټولنیزي اړیکې نورې هم سره نږدې کړې، خپلو کې سره خپلوې وکړې، ودونه یې وکړل او یو له بل سره په مذهبي او کلتوري اړیکو کي نږدی او متحد شول.
له یوې خوا اریایي تمدن وه او له بلې خوا یوناني ارزښتونه اوله دې ټولو موهمه خبره دا چې هندي مبلغینو هم د موریا کورنۍ تر ولکې لاندې سیمو کې د بودایي مذهب تبلیغ کاوه او ورورو یې د پرمختیا او پراختیا پړاوونه وهل.
د دغو درې توکو دیو ځای کېدو له امله، د هند له نیمې وچې راواخله د یوناني باختر تر پولو پورې، د دې خلکو په ژوندانه کې یو نوی کلتوري څپرکی پرانستل شو، چې هغه د بودیزم وده او پرمختګ وو او په ځانګړي ډول د هندوکش دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو په فرهنګي او کلتوري تاریخ کې د «ګریکوبودیک» ارزښتونو پراختیا وه.
دیودوتس په ۲۳۵ م ز کال پاچا شو، ولې تاریخپوه غبار دغه نېټه ۲۴۵-۲۳۰ م ز ښودلی ده، چې نوموړي د هېواد شمال لودیز ته چې د اشکانیانو دولت نوی په پښو دریدلی وو، دوستانه اړیکي ټینګې کړې.»[4]
په هرحال، کله چې پارسیان خبر شول چې باختریانو خپله خپلواکي واخسته دوئ هم وپتېله چې خپل برخلیک وټاکي. هغه وو چې دریم انتی اوکس په پارس برید وکړ او هغوئ یې روغې جوړې ته ا ړ کړل.
نوموړي له پارس نه وروسته په باختر برید (۲۰۸ م ز) وکړ او د یو کال په شاوخوا کې دغه ښار کلا بند کړ او د یوه جور جاړي په ترڅ کې دریم انتي اوکس د کابل له لارې اراکوزیا ته مخه کړه، له سیستانه واووښت او بېرته بابل ته ستون شو.
دا داسې مهال دی، چې له یوې خوا د موریا کورنۍ د اشوکا له مرګ نه وروسته لکه یوناني ټولواکمنۍ چې د سکندر له مړینې وروسته کمزورې شوه، دارنګه دوئ هم ځوړتیا او کمزورۍ ته مخه کړه او له بلې خوا باختریان دومره پیاوړي شول، چې «یوتیدموس» یا اوتیدم له هندوکش نه واووښت او د کابل پاچا، سوفاګزینوس sofagesenus باندې برید وکړ او کابل یې د باختر پلاز پورې وتاړه.
له یوتیدموس (ایوتیدم=اوتیدم) نه وروسته زوی یې دمېتروس Demetrius (۲۰۰-۱۶۰ م ز) پاچا شو او د کابل له لارې د هند تر سیالکوټ پورې پرمختګ وکړ او د افغانستان جنوب ختیز ته بلوچستان هم ونیو. دی لا په هند کې وو، چې ایوکراتدیس eucratides (۱۷۵ م ز) په باختر کې د سلطنت اعلان وکړ.
له ده نه وروسته زوی هلیوکلس پاچا شو، چې په پای کې اسکایان د آمو له سینه (۱۵۰-۱۵۵ م ز) را پوریوتل او د باختر یوناني واکمنۍ یې له مینځه یوړه.
باختري یونانیانو چې په باخترکې د خپل واک ریښې ټینګې کړې لومړی یې سکندریه چوڼۍ ګانې او پوځي کلاوې په ښارګوټو بدلې کړې او په ځانګړي توګه انتیاکوس Antiochus د یو شمېر ښارونو رغاونې ته لاره پرانسته، چې یو هم د «آی خانم» ښارګوټی وو، چې بنسټ یې لا په ۳۰۰م ز کال، هلته ايښودل شوی وو، چېرته چې د امو او کوکچې سیندونه یو بل ته غاړه ورکوي.
«پال بر نارد» انګېري، چې یوناني واکمنو لکه د اتن د ښار په څېر تیاترونه د واکمنو ماڼۍ او ډبرین انګړونه په یو شمېر ځایونو کې ودان کړل ، سیمه ییزې سوداګرۍ هم وده وکړه، یو شمېر متمد نه ټولنو سیکی هم را ووېستې ،یوناني میتولوژي هم خپلې ریښې وځغلولې، یو شمېر افسانې او داستاني توکي يې په میراث پرېښودل.
که څه هم په لرغوني افغانستان کې هم یو شمېر لرغونې کیسې خوله په خوله لېږدېدلې، چې موږ د زریا دریس او اوداتیس، د یوه پیاوړي ځوان او ښکلی پېغلې کیسه د ساري په توګه یادولی شو.
د سکندر د تشریفاتو ریس «خارس میتی » لیکلي دي، چې د زریادریس او «اوداتیس» د مینې او محبت کیسه وه او دغه پېغله د «ساس» پاچا لور وه، چې دوی دواړه په خوب کې یو پر بل باندې مین شوي وو. خارس وایي کله چې د دوی ځواکونه افغانستان ته ورسېدل نو دغه کیسه د دوئ غوږو ته ورسېده او ښایي دغه کیسه په «ګومل» کې تېره شوي وي.
ساس هماغه ساک دي چې لور یې اوداتیس نومیده چې دغه عشقی کیسه د مخزیږدي دریمې او څلورمې پېړۍ په شاوخوا کې د یونانیانو غوږو ته رسېدلې ده.
که له یوې خوا زموږ میتولوژي په یونانیانو اغیزه کړېده، همدارنګه د دوئ په اتو کلاګانو (سکندریه) هرې یوې کې ډېرې کیسې پټې دی، چې زموږ تاریخ ته یې مخه کړیدی. د بېلګې په توګه د «هریرود» کیسه یادولی شو، چې غوښتل یې یوه سکندریه (کلا) اباده کړي ولې د خلکو له غبرګون سره مخ شو او بیا یې مورته ټول کیسه د یو لیک په ترڅ کې وکښله.
اولمپیاس خپل زوی سکندر ته ووېل، چې د هغې سیمې یوه موټی خاوره ورولېږي.
کله به چې خاوره اولمپیا په دفتر کې اواره کړه سردارانو به ووېل، چې سکندر باید د کلا (سکندریه) له جوړولو نه ډډه وکړي، ولې کله به چې خاوره بېرته ټوله کړه، سردارانو به د غونډې په ترڅ کې ووېل چې سکندریه باید هرومرو جوړه شی دا ځکه چې دا د یونانیانو د دبدبې سمبول او نښه ده.
په پاې کې مور ورته ووېل، چې د هریرو په خاوره کې کوم تاثیر پروت دي … له دې هېواده پښې سپکې که اوبله داچې «دیونیزوس» کیسه وه، چې «دیونیسه» د انګورو او شربت رب النوع او د «نیسیه» ښار ساتوونکی وو او ویل کیږي، چې دغه کیسه یا د لغمان په مند ره وړ او یا د ننګرهار په هډه کې تېره شوېده …!؟ (د «هرکول »انځور او تصویر ما په برټش موزیم کې ولید …سنګروال)، دیوې اوزې انځور و، چې له بدخشانه تر لاسه شوی و.
 د غه تصویرد«دیونیزوس» له تصویر سره یو ځای تر سترګو کېده ،چې دهغه مهال دکلتورنښې نښانې ترې ځرګندېږي. د یونانیانو د واک په مهال کوم څه چې په افغانستان کې په میراث پاتې و، یو هم د یوناني لیکدود مساله وه چې د ۲۰۰ کالو په موده کې خپل اغیز پرې ایښی و، د ساري په توګه موږ د اشوکا نامتو کتیبه د بېلګی په توګه یادولی شو، چې د کندهار په «چهل زینه» کې موندل شوې ده.
داسې بريښي چې د یونانیانو له واک نه نیولی ان د کوشانیانو د واک تردور او پېره پورې د یوناني لیکدود نښې نښانې چې ۲۴ توري درلودل تر سترګو کېدلی شي.
د یوناني سیکو شتون هم په باختر کی او هم په نورو لویو ښارونو کې تر سترګو شویدي اوله دې سربېره دیودوتس هم (۲۵۰ م ز) د خپل واک او ځواک په مهال یو شمېر سکې وهلي دي او داسې بريښي، چې د هندوکش په شمال او جنوب کې وهل شوې وي.
لومړی دغه ستره ټولواکمنۍ د موریایانو تر ګواښ لاندې راغله، چې ورورو یې د هند له نیمې وچې نه لمنه راټوله شوه او بیا د باختري یونانیانو د واک پېراودور د «اسکایانو» له خوا را نسکور شو.
سکندر د تاریخ په څو ټکو کې (۳۳۱ م ز کال)
۱ـ سکندر پریکړه وکړه چې اسیا لاندې کړي، نو لوی ګواښ یې لومړی پارس ته و، ځکه چې عربستان، سوریه، مصر او کوچنۍ اسیا دپارس تر ولکې لاندې وو. یونانیانو دا نه وه هېره کړي چې د داریوش او خشایار شا پوځونو «آتن» او نور ښارونه وسوځول.
۲- فیلیپ له پارس نه د غچ او کسات د اخستلو لپاره د یونان ولسي جرګی چې په «کورنت» کې پریکړه وکړه په خلکو غږ وکړ، چې د پارس پر وړاندې وسله وال پاڅون وکړي . سکندرله فلیپ نه وروسته په مقدونېیه کې په تخت کېناست … ده لا دمخه د هومرحماسي لیکنې («ایلیاد «او» اودیسه») لوستلې او ده به د«اشیل» پېښې کولې.[5] ( اشیل د تروا د جګړې اتل،چې هکتوریې وواژه )
۳- ویل کېږي کله چې سکندر کورنت ته راغی او له نامتو فیلسوف «دیوژن» سره ولیدل، نو هغه ته یې ووېل زه د مقدونې پاچا یم څه درسره کولی شم؟ هغه ورته وویل، ستا سیوری لمر رانه پناه کړ، له مخې مې لرې شه!؟ نو ده له ځان سره ووېل، که زه سکندر نه وی نو «دیوژن» به وی… دی له هغه ځایه مقدونیه ته لاړ او بیا له پوځ سره بلکان ته ورسېد… د قهرمان «اشیل» له هدیرې وروسته…د نیل ټاپونه تېر شو او په کوچنۍ اسیا کې ځای په ځای شو.
۴- په ۳۳۲ م ز د «طرسوس» ښار ته نږدې د هخامنشیانو پوځ ته ماته ورکړه، سوریه یې لاندی کړه او د «سینا» له سارانه تېر شو….په پای کې دجله او فرات ته ورسېد اوهلته یې خپله دمه جوړه کړه او په پارسیانو وروخوت ، لومړنۍ جګړه، چې د سکندر او د پارسوا پوځونو تر مینځ پېښه شوه، هغه د «ګرانیکوس» د رود ښۍ غاړې ته وه، چې د «داریوش» ځواکونه یې وځغلول…
۵- سکندر د داریوش له ځواکونو سره یو شمېر، جګړې وکړی، ولې هغه جګړه ډېره وېروونکی اوخونړۍ وه، چې د پارس سل زره کسيزه لښکر له مینځه لاړ او د داریوش (دارا) مور، میرمن، لور…د سکندر په ولکه کی پریوتل…
سکندر له پارس نه وروسته، افغانستان او بیا هند ته لاړ، ولی بیرته راوګرزیداوډېرزر ومړ.
) همدغه اثر تاریخ افغانستان کهزاد ۲۷۲ مخ[1]
۱۰۸) لیوس کمنګر لوی سکندر، ګرو خپرونه، نیویارک ۱۹۴۰، ۳۲۳۵
) سراولف کارو ۸۶ مخ[3]
) غبار میر غلام محمد افغانستان در مسیر تاریخ ۴۵ مخ[4]
) اشیل د «تروا» د جګړې آتل، چې «هکتور» یې وواژه.[5]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب