دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان لوی درستیز په لومړي وار واشنګټن ته ولاړ

د پاکستان لوی درستیز په لومړي وار واشنګټن ته ولاړ

تاند(دوشنبه، د قوس ۲۰مه) د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر پرون (یکشنبې) امریکا ته په رسمي سفر روان شو.

دا له کله چې جنرال منیر د پاکستان د پوځ د لوی درستیزۍ مقام ترلاسه کړی، امریکا ته د ده لومړنی سفر دی.

د پاکستان پخوانیو حکومتونو له امریکا سره ډېرې نژدې اړیکې لرلې او نه یوازې پاکستاني چارواکي بلکې جګپوړي امریکايي چارواکي به هم د یو بل هیوادونو ته ډېر تلل – راتلل.

جنرال منیر وروسته له دې واشنګټن ته روان شو چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې څو امریکايي چارواکي امریکا ته د انتقالېدونکو افغان کډوالو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړل.

د جنرال منیر تر سفر یوه ورځ مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د پاکستان سفر پای ته ورساوه.

ټام ویست د دغه سفر په اړه په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل:

«له دوه ورځني ګټور سفر وروسته له اسلام آباده روانیږم. له حلیل جیلاني، د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر،، او د کورنیو چارو وزارت مرستیال دراني سره د تحریک طالبان پاکستان لخوا د جدي امنیتي ننګونو او همدارنګه د افغان کډوالو د خوندیتوب د اړتیا په اړه مو مهمې خبرې وکړې.»

د چارو د کتونکو په باور، پاکستان له یوې خوا له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، او له بلې خوا د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو تر حملو لاندې دی. په داسې حال کې پاکستان د خلاصون یوازینۍ لار په واشنګټن او د واشنګټن په مرستو کې ویني.

2 COMMENTS

  1. شیطان او بچی یې سره ګوري چې بیا دې طرف ته کومه وبا رالیږي. کوم افغانان چې وشنګټن کې اوسیږي باید پر ضد یې مظاهره وکړي.

  2. دا ددجال زوی د فرنګي لمسئ بیا د انساني تجارت لپاره تللئ وي. دوۍ خو د لعنتي یهودو سکه وروڼه دي. تف لعنت په دغه خبیث نسل 😡🐖🤮

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب