دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهریچارد بینیټ: طالبان د نجونو د زده کړو پر سر د نظر...

ریچارد بینیټ: طالبان د نجونو د زده کړو پر سر د نظر اختلاف لري

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۹ مه) د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري حقونو راپورتر ریچارد بینیټ نن په دوحه کې وویل، د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د طالبانو په منځ کې د نظر اختلاف شته.

ده، چې د دوحې فورم ته خبرې کولې، وویل چې د لوړو زده کړو پخوانی وزیر په دې خاطر له دندې لېرې کړل شو چې د نجونو د زده کړو ملاتړ یې کاوه.

که څه هم ځینو کسانو فکر کاوه چې عبدالباقي حقاني د نجونو له زده کړو سره جوړ نه دی خو د بینیټ اشاره نوموړي ته وه چې تر ملاندیم مخکې د لوړو زده کړو وزیر و.

حقاني د وزارت په مهال د نجونو او هلکانو د ټولګیو پر بېلېدو ټینګار کاوه او له دې ځینو داسې انتباه اخیسته چې ممکن نوموړی د نجونو د زده کړو مخالف وي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي راپورتر وویل:«د طالبانو یووالی د دوی د قوت ټکی دی، دوی یووالي ته زیات اهمیت ورکوي خو د نجونو د زده کړو په برخه کې فکر نه کوم چې دوی دې یولاس وي. موږ په دې برخه کې د دوی د نظر اختلاف د دوی په ځینو څرګندونو کې لیدلی دی.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي د پنجشنبې په ورځ يوه غونډې ته د ښوونځیو بند پاتې کېدل د خلکو او طالبانو د حکومت تر منځ د واټن رامنځته کېدو لوی عامل وباله او د خلکو نارضایتي ته د رسېدلو لپاره یې د دغه بندیز په لرې کېدو ټینګار وکړ.

هغه وویل: “کوم کسان چې د خپلو شخصي خواهشاتو په خاطر یا څه نور عوامل په کې وي د هغو په خاطر باندې بعضې وختو کې مخالفت کوي له علم سره، زه فکر کوم چې دا یوه لویه جفا ده د دې ملک له بچیانو سره.”

نوموړي وویل، په مسوولانو غږ کوي چې د علم دروازې د ملک د ځوان نسل پرمخ پرانېزي.

ستانکزي مخکې تر دې هم ورته څرګندونې کړې دي.

بینیټ له عبدالباقي حقاني سره خپلو خبرو ته په اشارې د دوحې د غونډې برخوالو ته وویل:«موږ د ښځو او نجونو د زده کړو په اړه دقیق تخنیکي بحثونه لرل. ده نه ویل چې نجونې دې پوهنتون ته نه ځي، بلکې ویل یې چې نجونې او هلکان څنګه کېدای شي چې په جلا ځایونو کې زده کړې وکړي.»

د طالبانو حکومت د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یعنې یو کال مخکې نجونې په پوهنتونونو کې هم له لوړو زده کړو راوګرځولې.

د قطر پلازمېنه دوحه به سبانۍ دوشنبې هم د دوحې فارمت نړیوالې غونډې کوربه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب