دوشنبه, مې 20, 2024
Home+راوي شنکر څوک و؟

راوي شنکر څوک و؟

تاند- له نن څخه 11 کاله پخوا د ۲۰۱۲ کال د د دسمبر په ۱۱ مه د هند نامتو ستاریست یا ستار ږغوونکی راوي شنکر د ۹۲ کلونو په عمر د امریکا د کلیفورنیا ایالت په سن دیاګو ښار کې په حق ورسېد.

راوي شنکر د ۱۹۲۰ د اپریل په ۷ مه د هندوستان په بنارس کې زېږېدلی. دی نه یوازې ستار ږغوونکی و، بلکې کمپوزر او د هند د ملي ارکستر موسس هم دی.

شنکر په هندي موسیقي کې د لوېدیځې موسیقۍ د الو په ګډولو کې مهم رول لرلی او په دې توګه یې هندي موسیقۍ ته یې نوی خوند او رنګ ورکړی دی.

شنکر د زلمیتوب ډېره موده د موسیقۍ پر زده کړه او وروسته نورو ته د موسیقۍ پر ورزده کړه تېره کړې ده. ده او ورور یې د هندي او اروپايي نڅا د زدکړې کورس هم درلود.

په اتلس کلنۍ کې یې له نڅا لاس واخیست او ورپسې ۷ کلونه یې له استاد سمیع الدین خان څخه د ستار زده کړې ته ځانګړي کړل.

له ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۵۶ پورې یې د ال انډیا راډیو د موسیقۍ د رييس په توګه دنده اجرا کړه. په همدې موده کې یې اروپا او امریکا ته سفرونه وکړل.

ده وروسته د موسیقۍ څو ښوونځي جوړ کړل او په دې برخه کې یې ډېر کسان وروزل.

شنکر لوېدیځوال هم له هندي موسیقۍ سره بلد او ورته رامات کړل. شنکر د بریتانیا د موسیقۍ پر مشهوره ډله بیټلز (Beatles) او ګڼو نورو ځانګړی اغېز درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب