Home+په دې ورځ د فرانسې شپاړسم لويي محاکمه پیل شوه

په دې ورځ د فرانسې شپاړسم لويي محاکمه پیل شوه

تاند- ۲۳۳ کاله پخوا د ۱۷۹۲ کال د دسمبر په یوولسمه، یعني په همدې ورځ د فرانسې د پرزول شوي پاچا شپاړسم لويي محاکمه د فرانسوي انقلابیانو له لوري پیل شوه.

د هغه محاکمه د کونشن (کنوانسیون) د جرګې په نوم له لوري ترسره کېده. په دې وخت کې، چې د شپاړسم لویي پاچهي برزول شوې وه، ماکزیمیلیان دو ربسپير واک ته رسېدلی وو. روبسپیر د ۱۷۹۲ ع کال د دسمبر په درېمه په یوه وینا کې د شپاړسم لويي د محاکمې وړاندیز وکړ.

کله چې محاکمه پیل شوه او شپاړسم لويي پر محاکمې واکمن وضعیت ولید، د خپلو مدافع وکیلانو له ډاډ سره سره پوی شو چې ژوندی نه شي پاته کېدای.

شپاړسم لويي په دې محاکمه کې ،چې د ۱۷۹۳ د جنورۍ تر ۱۵ پوري یې دوام وکړ، په راز راز خیانتونو لکه له هیواد او بشریت سره په غدارۍ تورن شو.

د همدې کال د جنورۍ له ۱۵ تر ۱۹ پوري د کنوانسیون غړیو له یوه بل سره سلامشوره وکړه، بالاخره یوازې د یوې زیاتې رایې له امله فیصله وشوه چې شپاړسم لويي باید په ګیوتین اعدام شي.

د لوېدیځ پرمختللو هیوادونو په دې ډول د پرمختګ پړاونه کچ کړي او حتي له نن څخه څو پېړۍ پخوا یې هم د یو چا د اعدام لپاره محاکمې په کلونو بحثونو ته دوام ورکاوه.دا هغه څه دي چې باید ترې زده کړه وشي. البته دې ته په پام سره چې په اسلامي قوانینو کې د محاکمې لپاره تر دې سخت شرایط په پام کې نیول شوي دي خو عملاً یې هغه کسان نه عملي کوي چې تر نورو د اسلام زیاته دعوه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...