پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+مورنۍ ژبه او پښتو؟ | دوکتور اجمل ښکلی

مورنۍ ژبه او پښتو؟ | دوکتور اجمل ښکلی

د فرورۍ يوويشتمه د مورنيو ژبو نړيواله ورځ ده، چې د هرې ژ بې ويونکو ته وريادوي، چې د خپلې ژبې پر خونديتوب او وده فکر وکړي. موږ هم پر دې ورځ د پښتو يادونه کوو؛ خو پوښتنه دا ده، چې پښتو يوازې د مورنۍ ژبې په توګه پر موږ حق لري، که د يوې رسمي ژبې په توګه هم؟

د ژبو پر ټولنيزتوب باندې بحث د ژبې د ټولنپوهنې بحث دی، چې په ټولنه کې د ژبې پر اهميت او افاده خبرې کوي.

د ژبې د ټولنپوهنې له مخې مورنۍ، ملي او رسمي ژبه بېل مفاهيم دي. البته دا شونې ده، چې د يوه قوم مورنۍ ژبه هممهاله د يوه هېواد رسمي يا ملي ژبه هم وي، مثلا فارسي، چې د فارسيانو مورنۍ او د ايران ملي او رسمي ژبه ده. برعکس، يوه رسمي يا ملي ژبه د يوه قوم مورنۍ ژبه وي؛ خو په نړۍ کې داسې ډېرې مورنۍ ژبې شته، چې د هېڅ هېواد رسمي يا ملي ژبې نه دي او همداسې د انګليسي غوندې ژبې هم شته، چې د يو لړ هېوادونو ملي او رسمي ژبې دي.

د ژبې د ټولنپوهنې پر بنسټ هغه ژبه چې يو فرد ورسره په خپله ټولنه کې په لومړي ځل مخېږي، د هغه مورنۍ ژبه ګڼل کېږي. څرنګه چې کوچنی لومړی له مور سره مخېږي او د هغي شاوخوا وي، نو دا چې له موره کومه ژبه زده کوي، هغې ته د مورنۍ ژبې نومونه کارېږي؛ خو په نړۍ کې داسې بې شمېره بېلګې شته، چې د کوچني او د مور ژبه يې د بېلابېلو دلايلو له مخې بېله وي، ځکه نو د مورنۍ ژبې د تعريف لپاره ځينو نورو شرايطو ته هم پاملرنه پکار ده.

د عصبپوهانو او ژبپوهانو په اند، هر کوچني ته په مغزو کې د ژبې او د زده کړې سيستمونه يې له نيکونو په ارث پاتې وي؛ نو چې وزېږي او په خپل کورني او بهرني چاپېريال کې يې له کومې ژبې سره ډېره مخه وي، هغه چې څرنګه پکار وي، هغسې زده کړي. دغه ژبه د ده مورنۍ ژبه ده.

اوس خبره د کورني او بهرني چاپېريال ده. ممکن د يوه کوچني په کورني چاپېريال کې يوه او په بهرني چاپېريال(ښوونځي، کوڅه) کې بله ژبه وي؛ نو څرنګه چې کوچنی د ژبې د تلفظ او ګرامر ښه استعداد لري او دواړه ژبې د اصلي ويونکي غوندې زده کوي، د کوچني مورنۍ ژبي ممکن دوه شي؛ خو بيا به يې هم په دواړو کې پر يوه د برلاسي درجه لوړه وي. که د درجې دا توپير ډېر او څرګند وي، په اسانه يې يوه ژبه د مورنۍ ژبې په توګه ټاکلای شو.

کوچنی چې کومه ژبه لومړی زده کړي، بيا فکر هم په هغه ژبه کوي او نړۍ ته هم د همغې ژبې د کولتور له زاويې ګوري. پر دې سربېره، چې بله ژبه زده کوي، د مورنۍ ژبې د ګرامر ناشعوري پرتله هم پکې ځان ښکېلوي. د مورنۍ ژبې په تعريف کې بايد دا اړخ هم هېر نه کړو، چې که يو کوچنی هر څومره نورې ژبې زده کړي؛ خو د ده ذهن به د مورنۍ ژبې او نړۍ د خپلې ټولنې وي.

څرنګه چې کوچنيان ژبې د اصلي ويونکو غوندې په اسانه زده کوي، نو په ځينو هېوادونو کې په مکتب کې کوچنيانو ته دوه درې ژبې ورښودل کېږي. له نړۍ سره د تعامل او د علم سرچينو ته د لاسرسي لپاره موږ اړ يو چې خپلو کوچنيانو ته د نړيوالو ژبو د زده کړې زمينه برابره کړو، چې د علم زده کړه ورته اسانه شي. انګليسي اوس د علم او نړۍ داسې ژبه ده، چې د هر چا په موبايل او د کور په خوا کې په کورسونو کې شته. کوچنيان تر مکتب وروسته وخت لري، چې که يو ساعت انګليسي کورس ته ورکړي او د کورنۍ هڅونه هم ورسره وي، ډېر څه زده کولای شي.

د نړۍ د ژبې زده کړه يوه اړتيا ده؛ خو دا د مورنۍ ژبې ځای نشي نيولای. انګليسي د يوې ژبې په توګه کوچنی اسانه زده کوي؛ خو د نصاب د ژبې په توګه يې مقام بېخي مختلف دی.

په کومو سيمو کې چې ښوونځي يوازې په انګليسي دي، هلته د کوچني د علم د زده کړې پر ځای ټوله انرژي د انګليسي يا بلې ژبې پر زده کړه لګوي، چې په پای کې نه انګليسي سمه زده کړي او نه علم، ځکه چې مثلا د يوه پښتون کوچني لپاره انګليسي، فارسي او اردو د علم پر وړاندې دېوال وي، دی بايد يو ځل دا دېوال وغورځوي او د علم ورشو ته لار جوړه کړي، چې دا هممهاله د يوه کوچني لپاره اسانه نه دي، ځکه خو د هغې ټولنې کوچنيان د علم له بهيره وروسته پاتي شي.

په مورنۍ ژبه د علم د زده کړې حکمت په دې کې دی، چې ژبه د کوچني مخکې له مخکې زده وي، نو يوازې د درس زده کړه ورپه غاړه وي. مطلب د علم ورشو ته سرک تيار جوړوي، کوچنی پرې روان شي. پر بله ژبه چې کوچنی سم نه پوهېږي، د کتاب متن حفظوي، ځکه چې محتوا ته يې د پردۍ ژبې له امله لاسرسی نه لري؛ خو په مورنۍ ژبه چې ماشوم پوهېږي، د کتاب محتوا ته يې پام وي. د بلې ژبې مثال د کوچني لپاره داسې دی، لکه د يوې ګلدارې هېندارې چې د هاخوا طبيعت پر ځای پخپله هېندارې ته متوجه وي؛ خو مورنۍ ژبه لکه د موټر مخامخ هېنداره چې پخپله مو له نظره ورکه غوندې وي؛ خو هاخوا طبعيت ترې راته ښکاري.

د يونيسکو مراد تر ډېره له مورنۍ ژبې هغه وړې ژبې وي، چې د ورکېدو په حال کې دي. که پښتو ته له دې زاويې وګورو، په ځينو سيمو کې يې رښتيا هم ژوند له ګواښ سره مخ دی؛ خو په ځينو سيمو کې له دې ګواښه راوتې او د رسمي او علمي ژبې په توګه مطرح ده. موږ ته پکار دي، چې د پښتو پر دې دوه ګوني او څوګوني حالت او ورسره د پښتني سيمو پر برخليک فکر وکړو او په يوه ډول يې پر لويه او علمي ژبه بدله کړو.

د پښتو د مړينې په اړه سملاسي اندېښنه نه ده پکار؛ خو د دې مطلب دا نه دی، چې دا ګواښ نشته. بالعموم ژبه يو په يو نه مري، يوه بله ژبه يې ورو ورو خوري او ځای يې نيسي. يوه ژبه لکه د ټغر غوندې له يوې څنډې ورو ورو ورټولېږي، مطلب لومړی په هغو سيمو کې له منځه ځي، چې د يوې بلې ژبې له بريد سره مخ وي. د يوې ژبې د مړينې يو بهرنی لامل دا دی، چې لومړی له يوې سيمي پاکه شي، بيا له بلې او بيا له بلې. لومړی يې شمېرې بلې ژبې ته واوړي، بيا يې پر کلمو د بلې ژبې بريد ښخ شي، بيا ورپسې له بلې ژبې ګړنې، نومونې او متلونه راننوځي او په پای کې يې ګرامر له منځه لاړ شي.

د ژبې د ټولنپوهانو په اند، له مړينې د يوې ژبې د خونديتوب لپاره بايد هر دولت يوه تګلاره(پاليسي) ولري؛ خو د يوې ژبې خونديتوب يوازې په دې کې نه دی، چې هغه ژبه په مورني حېثيت کې خوندي وساتل شي، بلکې په رښتيني مانا هغه وخت له مړينې خوندي شي، چې د علم او رسمياتو ژبه شي.

د يوې ژبې د علمي کولو لپاره بايد هغه له مورني حيثيته رسمي او ملي حيثيت ته ارتقا وکړي. دولتونه د خپلو سياسي موخو او هېوادنيو ګټو لپاره د ژبو د رسمي کولو او ملي سازۍ لپاره طرحې جوړوي، چې يوه ژبه د مليتوب او رسميتوب جوګه کړي. لاتيني، عربي، عبري، انګليسي ټولې د محدودو خلکو مورنۍ ژبې وې؛ خو چې دولتونو ورته توجه وکړه، رسمي او ملي ژبې يې کړې، د علم او پرمختګ ژبې شوې. پر پښتو هم د اکثريت د ژبې په توګه او د افغان ملتپالنې لپاره د غازي امان الله خان له واکمنۍ کار پيل شو، چې ورپسې واکمنيو دا پل واخيست او پښتو د دې جوګه شوه، چې ملي او رسمي ژبه شي.

د پښتو د خونديتوب او ودې لپاره موږ ته متنوع مسؤوليتونه راپه غاړه دي:

۱- په کومو سيمو کې چې ښوونځي په نورو ژبو دي، د پښتون پلار او استاد مسؤوليت دا دی، چې خپلو بچو ته په خپله ژبه د زده کړې شرايط برابر کړي.

۲- په دولتونو کې دننه پښتنو ته پکار دي، چې بيروکراسي په پښتو کړي. په افغانستان کې دې د دري حق نه خوري؛ خو د پښتو حق دې هم نه ورکوي، بايد رسميات په پښتو معمول کړي.

۳- د علمي پرمختګ لپاره هر پښتون دا مسؤوليت لري، چې په خپل مسلک کې کتابونه وليکي او وژباړي او د پښتو علمي پانګه دومره ډېره کړي، چې بازار په پښتو آثارو ډک شي. دا اوس د ژبپوهنې، داستاني ادبياتو او طبي موضوعاتو له مخې پښتو تر اردو په ښه حالت کې ده؛ نو دا کار يوازې په شعري ټولګو او ادبي آثارو نه کېږي. هغه په خپل ځای سم دي؛ خو په نورو ډېرو مسلکونو کې موږ هم پښتو ته کار کولای شو او هم ځان مطرح کولای شو.

۴- اوس ټوله نړۍ انټرنيټ ته راغلې. په پښتو کې علمي ويبپاڼي کمې دي. پکار ده، چې موږ د خپلو محصلانو او لوستونکو اړتياوې مطالعه کړو او علمي ويبپاڼې ډېرې کړو. په هره برخه کې ليکنې وکړو، د خپل تاريخ، مشاهيرو، کولتور او فوکلور په اړه.

۵- د اکاډميو مسؤوليت دی، چېه د پښتو قلمي آثار پرليکه کړي. که يې دوی نشي کولای، نور کسان او مرکزونه بايد د خپل وس په اندازه دا کار وکړي.

۵- د کوچنيانو سن ته په کتو په بازار کې د پښتو کتابونه څرنګه چې پکار ده، هغسې او هغومره نشته. د کوچنيانو پر ادبياتو او د پښتو د زده کړې لپاره پر آثارو بايد کار وشي.

۶- دولت ته پکار ده، چې د پښتو د بډاينې لپاره يوه طرحه ولري او د بېلابېلو وزارتونو په چوکاټ کې د پښتو د پياوړتيا لپاره ګټور او پلان شوی کار وکړي.

۷- دا د اکاډمۍ او پوهنتونونو مسؤوليت دی، چې د پښتو د املا د يووالي لپاره ګټور ګامونه واخلي او ورسره په بېلابېلو مسلکونو کې د نيولوګيزم بهير په معقوله توګه پيل کړي او وپالي، ځکه چې هره علمي حوزه خپله ژبه او نومونې لري او پښتو بايد د دې نومونو لپاره خپلې کلمې ولري، چې پياوړې او د علمي سيالۍ جوګه شي، ځکه چې ټولې نومونې نشو پورکولای. څرنګه چې د نوېزونو د جوړولو خپل حد وي، د پورونې هم خپل حد وي. موږ ته پکار ده، چې نيولوګيزم ته غاړه کېږدو.

که پښتو سرلوړې وه، موږ به له سياسي پلوه سرلوړي يو او که پښتو ټيټه وه، موږ به د کمترۍ په احساس اخته او وروسته پاتې يو.

13 COMMENTS

  1. سلامونه،
    زما په آند،نه یوازې په افغانستان کښې ،بلکې په پښتونخوا بلوچستان کې هم باید پښتو شمېرنې، لغتونه (ویئ)، اصطلاحات، بورډونه یا لوحې ، او له وړکتون نیولې تر ماسټرۍ او دکتورا اړینې پوهنې چټکې پښتو کړل شي.
    عوام دپښتونولي کلتور نه په کتابونو کې.وپوهول شي
    په کورنیو کښې غټ مشکل دا دی چې که پښتون پلار د بل قام له زنانه سره وادهء وکړي ،کوچنیان ېې تر ډیره د مور ژبه زده کوي او پلار غریب هم د وخت په تیریدو سره فارسیوان یا پنجابی یا ……شي؟؟!!. او له بلې خوا که پښتنه ښځمنه د بل ملیت سړي سره واده کوي بیا هم ډیر ځلي لیدل شوي چې د خسرګنۍ د تاثیر لاندې اولادونه پخپله مورنۍ ژبه نه شي غږیدای؟؟؟!!!. دا مسایل په ځانګړې ډول په اروپا ،امریکا ،استرالیا ا.د.ن. مهاجرتونو کې اوس زیات لیدل کیږي.
    پښتو الفبې او ګرامر ته باید ډیر کار وشي او تر امکان حده پورې ساده، عام فهمه او موډرنه شي . په دې مانا چې لکه واوونه،یاګانې او زیر و زبر آسانه وښودل شي ماشومانو ته.
    ۵۰% پخواني کلمات، ۲۵% انټرنشنل علمي ؛او ۲۵% د زیار بابا او نورو استادانو خبره نیولوګیزم یا نوي پنځول شوي هغو څخه جوړ شي.
    څه موده مخکې تاند کښې، امید حیران چې فکر کوم ځوان استاذ دی ،د پښتو فعل(کړ) په باب لیکنې تبصره کې ېې ما ولیکل: چې د پښتو قاموسونو پای کې باید د پښتو کړونو=افعالو یا مصادرو مکمل اوړون(ګردان=صرف) هم په منظمو او هم غیر منظمو فعلونو سره ولیکل شي لکه د دنیا نورو ژبو قاموسونه ا.د.ن.
    په پای کې وایم پښتو د ۶۰-۷۰ میلیونو پښتنو افغانانو ژبه ده . دې قوم له سانسګریت او اوستا نیولې تر اوسه په لوړ سر ژوند کړی او د نړۍ له هیڅ بل قام څخه کم نه دي. ډيري ېې ځوانان جوړوي چې د دوی له ماغزو، انرژئ، استعدادونو، قوتونو او مټو کار واخیستل شي د افغان تحریک،پي ټي ایم او ورته غورځنګونو او بیهرونو کې منسجم شي او خپلو ملي نوامیسو په سر کې مورنۍ ژبې ته هڅې وکړي.

  2. ښکلی صیب ښکلی لیکنه کړیده.
    که غواړو چی د پښتو تنفسی جهاز ښه کار وکړی او یا حد اقل د کوما د حالت سره مخامخ نه سی نو باید د پښتو شونډان د ” قلم ” د پیپ سره همیشه وصل وی. ژبه د ” قلم ” د آشنائی پرته د ” چادری ” او ” دولاقو ” په توره او تیاره فضاء کی ایسار کیدای سی.
    بناً
    قلم قلم قلم = ښکلی او منلی ژبه.
    امّا بل د ګیلی او کیلی بار او بازار:
    غواړم د جامو او بوټو سره د روان سل کلن سیاسی – اجتماعی په خړه ویاله کی لامبو وکړم او هغه څوک چی دی ویالی ته نژدی ولاړ او زما د لاسو او پښو د خوځولو له امله ئی خیرنی او خړی اوبه پر مخ او لباس پاشل کیږی، د شکایت او ګیلی حق نلری ( لیری دی ودریږی ) .
    کیسه څه ده؟
    افغانستان یوازنی هیواد دی چی د دوو سوو کلونو په اوږدو کی ئی رسمی او ملی ژبه نه ده درلودلی او ددی ناښکلی منظری مسئولیت د سردارانو پر غاړه دی. همدا سرداران وه چی نه ئې د پښتو فرهنګ ته ښکلا او غښتلتیا ورکړه او نه په اصطلاح د دری فرهنګ ته نتیجتاً نه پښتو ملی ژبه وه او نه فارسی یا دری ژبه البته اصیل پښتون اړ ؤ ( البته دولتی پښتون مامور ) چی په رسمی فضاء کی فارسی ژبه وکارَوی. د رسمی فضاء دباندی حتی نه باسواد پښتون کس د فارسی د تکلم او فهم توان درلود او نه حتی باسواد فارسی ژبی کس د پښتو د تکلم او فهم توان درلود، جالبه دا ده چی د ” هندی فلمی فرهنګ ” له برکته! د ډیرو هغو کسانو اُردو ژبه زده وه کوم چی د هندی فلمونو شوق ئی درلود.
    اصلی درد دا ؤ او دا دی چی پښتون په تاریکه کی روزل سوی او د ” قلم ” د نعمت او کرامت او حرمت څخه لیری ساتل سوی ؤ او ساتل سویدی او ساتل کیږی.
    توپک به هم د درناوی! وړ وی خو د ” قلم ” په غیاب کی به توپک د یاغیتوب او تمرد او حتی وحشت په ویروس ککړ سی لکه څنګه چی ککړ سویدی.
    که څنګه؟

  3. د ښاغلی غلام حضرت ورور سپینه او سوچه تبصره می ډیره خوښه شوه.
    د ورور دا خبره پر ځای اوسمه ده.
    (افغانستان یوازنی هیواد دی چی د دوو سوو کلونو په اوږدو کی ئی رسمی او ملی ژبه نه ده درلودلی او ددی ناښکلی منظری مسئولیت د سردارانو پر غاړه دی. )

    دا باید ومنو چه پخوانی سرداران یا ډیر بی پروا وه، یا یی د افغانستان یوه ژبه هم سمه نه وه زده، یا د ژبی په اهمیت نه پوهیدل، او یا دا چه په نشو او تماشو کی اخته وه.

  4. که غواړو چي په مورنۍ ژبه علوم زده کړو زما لپاره بنسټیز کار د تعلیمی نصاب ډیر اهم دی ۰
    زما محترم ورور غلام حضرت صاحب اساسی عامل ته اشاره کړی؛رښتیا هم سردارانو نصاب او ترجمه تر ډیره د پښتو دښمنانو ته سپارلی وه ،د هغې دور د جاهلی تعصباتو مخکښانو د نصاب او ترجمی لویه برخه اشغال کړی وه او رښتیا هم نه دری او پښتو کوم خاص ځای ته ورسیدی او نه علوم
    او ملت سازی، که محدودو کسانو څه پریښی دا د هغوی شخصی تلاش او احساس د مسئولیت وو،
    همدا علت دی چي موږ ڼن څنګه چي پکار دی نه ژبه لرو ، نه علوم او نه یو موټی واحد ملت ۰
    ژبی او ملتونه د قوی تعلیمی نصاب له لاری جوړیدای شی چي دا کار خادم متخصصین کولی شی۰

  5. سلام دبحث محترمو غړو:
    ژبه به سیانسی لحاظ یو سیستم دی.
    پښتو ژبې سره خو له ډېر پخوا دمیرې دوچ سیاست لوبه شوی ، خپله پښتنو هم دژبې سره په مهمو ځایونو کې په ډاګه محافظه کاری او دوه مخیتوب کړی دی .له بده مرغه پښتو ژبه دپښتو ټولنې له وخته کرکجنه ساتل شوې حتی تر دې چې ښوونکی به یې په ښوونځیو، رسمی ادارو کې لکه ددینیات ښوونکی علنا تحقیرېدل اوکم به راوستل کیده اویا لکه ځینې احساساتی نیم اونیم کله سیاساستوال چې یودم پښتو پریږدی اوپه دری ورګډ شی نه خپل ځان پوهولی شی او نه بل! داهم پوچې کارتوسی مولفی دی. تاسی یو مثال ماته ووایی چې احد من الناس په دې لاره کې د پشتو ژبې دپرمختګ لپاره حبه او دینار مصرف کړی وی . دغه سیستم دکړکیچ په وخت کې نور هم داستخباراتوتجارت شو په هر حال وایی ده درکجا ودرختان درکجا!
    راغلو دزده کړو برخې ته دا ډیر پراخ او اوږدبحث دی ډیر مهم اساسات او تیوریکی اړخونه لری چې د ما شومانو د ودې او غتوب له اداری برخی راپیل کیږی:LEADER: inspires with vision
    MANAGER: keeps the wheel turning
    ADVOCATE :promotes action
    دا درې دایرې د ننه یود بل سره د سالم مدیریت او پرمختګ اړیکی جوړوی. تعلیمی کدر له روزنتون ترپوهنتون پورې دلومړی فاکتور مسولیت دی. اداری اخلاق او دسبلین یی د دوهم فاکتور مسئولیت دی. دپروګرام کاری برخه دمدافعو دی چې څه ډول سیستم ته وده ورکړی. داپه حقیقت کې درې واړه یودبل سره لازم او ملزوم دی هرڅوک پیدا دی خپل خپل کار لره کنه
    ښکلی ښکلی شیان وایی دې کې شک نشته دهغه سبک ډیر اکاډمیک رنګ لری. ولی کله ناکله دښکلی د لیکنې کچه ډیره لوړه وی له ابتدایی باسواد سره اړیکه نشی جوړولی. زما هدف دلته له باسواده یوازې لیکونکی نه دی بلکې بشپړ سواد لرونکی دی.

  6. ښاغلی ورور ع. شریف زاد صاحب ته سلامونه:

    لمړی د داکتر اجمل ښکلی صاحب نه د زړه له کومی مننه کووم، چه مونږ او تاسو یی نن د خپلی مورنی ژبی بحث ته و هڅولو، او بیا ښاغلو او عزتمندو ورونو او مشرانو خپلی معلوماتی او د معنی څخه ډکی تبصری لیکلی دی. د ویاړ ځای دی.

    ستاسی علمی او دردوونکی تبصره د ځینو پښتنو یا د ځینو احساساتی نیم اونیم کله سیاساستوالو لخوا تر اوسه ادامه لری. پخوانی سرداران خو په نشو او تماشو کی غرق وه خو دغه اوسنی نیمه او کاذب سرداران لکه حامد کرزی چه هر څه یی ګډوډ کړل، همداسی خروټی استاد سیاف ته وګوره چه په لویه خیمه کی به یی د مسعود د تلین لپاره یوه میاشت مخکی د فارسی بیانی تابیه نیوله، خورم د کرزی اداری ریس وه مګر په پښتو ژبه یی لیکنی او حتی سمی خبری نشوای کولی، همداسی اتمر ، محیب، ګلبدین مګر عطآممد نور، بسم الله محمدی،حفیظ منصور، ضرار مقبل، منصور نادری،دوستم ،خلیلی ،محقیق به ویل پشتو نمی فهمم.
    همداسی شکریه بارکزیی د فوزیه کوفی او حبیبه سرابی او نورو سره مقایسه کړی.
    حفیظ منصور خو به له ډیره کبره ملی سرود ته نه پاڅیدو ویل به یی چه دا ولی په پښتو دی.
    اوس ذبیح الله مجاهد هم د کرزی په شان پیښی کوی.

    د ښاغلی ورور دغه خبره واقیعت لری.
    (پښتو ژبې سره خو له ډېر پخوا دمیرې دوچ سیاست لوبه شوی ، خپله پښتنو هم دژبې سره په مهمو ځایونو کې په ډاګه محافظه کاری او دوه مخیتوب کړی دی .)

  7. سلامونه او نیکې هیلې۔
    د پښتو د ودې لپاره يو څو مهمو موضاتو ته غواړم اشاره وکړم۔
    لومړی۔ د ماشومانو لپاره بايد د نورو ژبو څخه کتابونه وژباړل شي۔ زما هدف ساينسی يا اجتماعې کتابونه نه دي, زما هدف د کارتونې سلسلو کتابونه دې چې د هر عمر لپاره بيلې سلسې په نظر کې نيول شوې۔
    دوهم۔ دا کارتوني کتابونه کارتونې فلمونه هم لري چې بايد وژباړل شې۔
    دريم۔ د لر او بر پوهانو یوه کميټه د کره کتنې لپاره باید جوړه شي, انلاين او چاپي مطالب اصلاح او د غير معيارې کلماتو د خوريدو مخه ونيسي۔

  8. ع. شریف زاد ورور خفه نه شې په معذرت:

    ژبه به سیانسی نه – ژبه په سیانسی
    دمیرې نه – د میرې
    دوچ سیاست نه – د وچ سیاست
    لکه ددینیات نه – لکه د دینیات
    علنا دلته ځای نه لری
    اوکم نه – او کم
    اویا (۷۰) نه – او یا
    اونیم کله نه – او نیم کله
    سیاساستوال نه – سیاستوال
    یودم نه – یو دم
    اوپه نه – او په
    مولفی دلته ځای نه لری
    د پشتو ژبې نه – د پښتو ژبی / داستخباراتوتجارت نه – د استخباراتو تجارت / دزده کړو برخې ته نه – د زده کړو
    اوږدبحث دی نه – اوږد بحث دی / د ودې او غتوب نه – د ودې او غټ توب / ترپوهنتون نه – تر پوهنتون
    دسبلین نه – دسپلین / یودبل سره نه – یو دبل سره /

    افغان ورور خفه نه شې په معذرت:
    منطیقی نه بلکې منطقی
    ریت ننه – رعیت
    اولسونه (۱۷) – ولسونه
    خل نه – حل
    موړه دلته ځای نه لری

    Reply

  9. سلام
    زما هدف دملا نصرالدین ټوکه نه ده
    وایی خلکو ملا نصر الدین ته وویل چې موږ ستا له ژبې څخه خرافات ډیر اوریدلی دکوم حدیث داورېدلو اتفاق امکان نه لری؟ هغه وویل ډیر احادیث مې په یاد دی له هغو یو تاسې ته وایم چې په بخاری کې راغلی چې د الله ج دوه ښه شیان خوښ دی دلږ شېبې څخه وروسته یې وویل خبره داده چې یو ښه والی زما داستاد له ذهن څخه وتلی وه اوهیرکړی یې وه او دوهم نن زما له ذهن څخه وتلی دی.
    دیرمحترم اوقدرمن افغان ورور خواهش کوم دلته هیڅ ډول سوءتفاهم اوشخصی سیالی ګنجایش نه لری او نه کوم القابی ځان ښودنه منطقی فرهنګ دی.
    ستا تبصره د افغان ولس واقعیتونه رابرسېره کوی ‌. کور ودان

  10. هلکانو بیا یو وارې اهوی ! مالیدلي دي ، کومو چې پښتو ، پښتو نارې وهلې خو هغوی بیا هم پښتو خرڅه کړه !
    سخته راته تما میږي چې بیا یو وارې خپله خوله خلاصه کړم او ټول زما دوزخ ته ولیږم !

  11. دغه پورته د ښکلی صیب لیکل شوی مقاله د وخت اړتیا ده ، ښکلی مانا لرونکی کره کتني او تبصری هم ورباندی شویدی چی هیله بښونکی دی. پښتو ژبه زموږ د مورنۍ ژبي په توګه نه یوازی دا چی کوم د پام وړ چوپړ ندۍ ورته شوۍ د دی برخلاف د تیرو څلور نیمو لسیزو په اوږدو کي مخ په ځوړ روانه ده. چی ځنی لاملونه یی دارنګه شمیرلۍ شو: ۱- په حکومتی کچه بیغوری: د شوروی اتحاد له یرغل سره سم واک ته د پرچم ډلی په رسیدو باندی د پښتو ژبی سره دوښمنی شروع شوه (پدی اړه د خدای بښلی عبدالجلیل وجدی د زړونو او دوماغونو ماینونه تر عنوان لاندی کتاب کی دپښتو ژبی سره دوه ګونۍ او د مور او میري په چلند پوره رڼا اچول شویده او د همدی کتاب د لیکلو اړوند ما هم ورسره ملتیا کړیده چی په کتاب کی یی یادونه شویده). له هغی وروسته راغلو حکومتونو تل له پښتو ژبی سره دوښمنی پاللی او طالبانو بیا بیغوری ورسره کړیده.د همدی دوښمنیو او بیغوریو په توسن پښتو ژبه یوازی تر شعر او کله نا کله تر ځینو وړو کیسو پوری محدوده پاتی شویده.د پښتوسره بله دوښمنی چی ډیره غوره بیلګه یی د نړیوال اًیتلاف د شل کلن پیر کی وه چی پښتو ژبه په دولتی بیروکراسۍ کی دوهمه درجه وګڼل شوه او په یقنین سره ویلۍ شم چی په هیڅ دولتی کمپیوټر کی د پښتو ژبی فونتونه او لیکدړه نده نصب شوی. دا یی د وروسته پاتی والی ډیر غټ لامل ګڼلۍ شو.په ډیرو وختونو کی په دولتی ادارو په پښتو لیکلی غو ښتنلیک باندی چا احکام نه ورکول چی زه پخپله دوه ځلی د همدی پيښي مخامخ شاهد وم. حتی په عامه ځایونو کی به که کوم چا په پښتوژبه خبری شروع کړی مقابل لوری به په ډیره سپین سترګۍ ورغبرګه کړه چی پارسی یاد نداری! ۲- پښتو ژبه پخپله د پښتنو لخوا هم له نظره غورځیدلی ده .افغانانو عموما او پښتنو پځانګړی توګه په بی اتفاقۍ باندی هوکړه کړیده او پدی اړه یی کومی ځانځانی هڅی چی شروع کړیدی هغه هم مثبتی پایلی نلری. ۳- څه کول په کار دی؟!دلته د یوی غمیزی یادون اړین بریښي چی نیږدی د ټولو افغان پښتنو دری ژبه زده ده مګر خپله ژبه ځنی هیره ده ، دی حالت پښتنو ته د ویاړ پځای سرخوږۍ جوړ کړیدۍ پځای د دی چی درنښت یی وشی هنوز ورته ویل کیږی چی پښتو خو د لیک او لوست ژبه نه ده. په اروپا کی زیاتره اړینی خبرتیاوی د افغانانو لپاره په ایرانی فارسی او کله نا کله په دری باندی وی مګر په پښتو ژبه نه تر سترګو کیږی لامل یی همدا د پښتنو افغانانو بیغوری ده. الف : د ژبی ډیجیتالایز کول د وخت ضرورت او غوښتنه ده. دلته په اروپآ کی ډیرۍ پښتانه افغانان لګیاو دی د ژبی د ژوندی ساتلو په پآر هڅی کوی مګر له بده مرغه هر یو یی ځاتنه لګیاو دۍ.یو له دی زړه سواندو پښټنو څخه دروند انجینر صیب ساپۍ زما د پوهنتون د دوری همځولۍ دۍ چی د پښتو ژبی د ډیجیتلایز کولو په پار یی ډیری هڅی کړیدی او لاسته راوړنی هم لری چی باید ورسره ملتیا وشی. ځنی ژبپوهان پځانګړی توګه د دغی پورته مقالی درانه لیکوال او کره کتونکی کولۍ شی د همدی متن له لاری یو له بل سره اړیکه ونیسی او خپلی هڅی سره شریکی او ژبی ته پیاوړتیا ور وبښي او له خوار ځواکۍ یی راو باسی.ب: دپښتنی سیمود پوهنتونو لپاره درسی کتابونه باید له بهرنیو سرچینو څحه په پښټو وژباړل شی. پ: په حکومتی کچه باید فرمان صادرشی چی په دولتی ادارو کی په کمپیوټرونو کی پښتو او دری لیکدړي (کیبورډ) لازمی نصب او وکارول شی. ج: بله دا چی په دولتی ادارو کی د مدیر تر کچی پوری باید په پښتو او دری ژبو باندی بشپړ صلاحیت درلودل جبری شی. همدا راز پښتو ژبه باید د ښوونځۍ او پوهنتونو د درسی کتابونو له لاری پیاوړی شی او د سیمه ایزو لهجو پځای یوه کره لهجه ځنی جوړه شی چی د لیکلو جوګه وی . بله ستونځه چی ما لیدلی ده هغه د پښتو ژبی د ژباړی ستونځه ده :لومړۍ خو ځنی درانه ژباړونکی په دی اړه د ستندرد ژباړی پر ځای خپله لهجه کاروی او ډیرۍ وخت بهرنی لغتونه د خپل ځانه ژباړی چی ژبه او ټولنه یی نشی هضم کولۍ او قۍ کوی یی ،چی پدی توګه سره ژبه ګوښه کوی، او بله ستونځه په پښتو ژبه د ژباړل شویو کتابونو بیه ده چی نسبت د دری ژبی ژباړل شویو کتابونو ته لوړه ده او زیاتره د لوستنی مینه وال یی نشی رانیولۍ. او په پای کی باید دژپی د پیاوړتیا لپاره د مسلکی کدرونو لخوا په اولسی کچه کمیټي جوړی شی.

  12. سلامونه،
    ګران دکتور ښکلی اجمل په قلم او ژبه دې برکت
    زما په نظر، د پښتو او پښتنو/افغانانو د ژبې ستونزې ډیرې دي
    د ډیري میندو یا مورګانو بېسوادي ،صرف ورځنۍ خبرې یا ګړې به ماشومانو ته ګړیږي؛ خو په ښوونځي لوستونو کې ورسره مرسته نشي کولای ؛پلرونه لا بیا سپارو اوځینو دیني یا شعري کتابونو کې له پخوا سواد زده کړی وی بیا هم سلنه له ۳۰-۴۰نه جګیږي
    -ځینو پښتنو کورنیو ،حتی قبیلو لکه هرات کې قندهاریو کابل کې ځاځیو ا.د.نورو؛ پښتو په دري یا بله لهجه اړولې ده؛خصوصاََ چې د یو له والدینو فارسیوان وي…
    -که د ۳۵ آخری کلونو واکدارانو ته وګورو د باندنیو په لاسوهنو ېې د لر او بر پښتو او پښتنو ټکول جنوسایډ ته ایښې وه ؛ الحمدلله ، دقهرمانو او ویاړلو مبارزینو په سر او مغز او تفکرونو په ښندلو ېې پلانونه ان شآءالله خاورو سره خاورې کیږي؛
    -د ښکلی پر تایید؛د شمیرنو لړ په افغانستان کښې یک،دو سه …… او پښتونخوا کښې تیس چالیس او پچاسي ا.د.ن.ډیر د افسوس ځای دی چې مشران ې بازارونو کې؛ او تقریرونو کې … پکار وړل کیږي! ولې ؟ پښتو خپلې شمیرنې یا اعداد او حسابونه نلري؟ یو دوه درې…
    -د زیار بابا خبره یوه پښتو کره پښتو! ؛زما په آند د غږیزو تورو مورفیمونه ټول یو ډَول کړئ ، دصامتو تورو نښې تر ډیره قبولې دي + نیولوګیزم هم…
    په پای کې د پاچا خان بابا خبره ((د کوم قام ژبه چې سپکه او ورکه شي، هغه قام سپک او ورک شي))یادوم
    په ټوله پښتني اوغاني مینه!!
    منځنۍ یا چهار شنبه نۍ د کب یا حوت دوهمه ۱۴۰۲=د ۱۴۵۵ شعبان ۱۱= د فبرورۍ ۲۱/

  13. زه ندرتاً د ( ۱ ) لیکنی په هکله دوه دری ځله خپل نظر لیکم ( یو ځل کفایت کوی ) خو دا ځل غواړم یوه تُروه ننداره تشریح کړم؛
    زموږ د سیاسی او اجتماعی او اقتصادی او علمی او فرهنګی او …… ستونزو پړه به ( مثلاً ) د احمد او محمود او سخړوف او مکناټن او جورج واشنګټن او ناپیلیون او …….پر غاړه ور حواله کړو امّا:
    ددی ژبنی ( په حقیقت کی ژمنی ) ستونزو پړه به د چا پر غاړه وی :
    زما لور ۱۰۰ % پر کنداری پښتو ژبه مسلطه ده، زوم می هم ۱۰۰% پر پکتیائی پښتو ژبه مسلط دی
    خو
    لویه ستونزه دا ده چی دا دواړه د لهجی له نظره یو د بل په ژبه نه پوهیږی یا د متقابل تفهیم د ټینګښت حوصله نلری بناً د اجبار له مخی یو بل سره د شین سترګو په ژبه ګړیږی، یوه څلور کلنه ګُلالۍ لور هم لری چی زما بوډۍ ور سره په پښتو ږغیږی او خپل مشکلات سره حلولای سی.
    نو
    اصلی خبره می دا ده چی د پښتو ژبی د علمی عیار د نه را منځته کیدو لوی عامل او لامل د همدی لهجوی پراخو جزیرو شتون دی.
    《 کوم وړوکی مسیحی کشیش تر مسلمانیدو وروسته خپل مشر کشیش ته په پټه وویل چی شریکه زه خو مسلمان شوم او راشه ته هم مسلمان شه، مشر کشیش ور ته وویل چی شریکه زه هم پوهیږم چی اسلام تر مسیحیت افضل او بهتر دی خو خبره دا ده چی دا کلیسائی جاه او جلال او جبروت او مُریدان او اجتماعی مؤقعیت له لاسه نه سم ور کولای 》.
    سپینه خبره:
    د پښتو ژبی محلی او تکړه استادان ځکه د پښتو ژبی د علمی عیار د پروسی د را منځته کیدو سره مینه نلری چی مشر کشیش غوندی د ” پښتوئی ” جاه و جلال او مُریدانو د لاسه ور کولو بیره ئی پر وجود غوړیدلی ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب