شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمحقق په ژوندۍ خپرونه کې د یوې تنګ نظرې رسنۍ ویانده سپکه...

محقق په ژوندۍ خپرونه کې د یوې تنګ نظرې رسنۍ ویانده سپکه کړه

تاند (سې شنبه، د حوت لومړۍ) د افغانستان یوه مشهور هزاره سیاستوال حاجي محمد محقق په یوه ژوندۍ تلویزوني خپرونه کې له نوموړي سره مرکه کوونکې افغان ژورنالیستې ته، چې دی یې ګوډاګی باله، هغه نانځکه وبلله.

محقق پرون د یوه ډیجیټل تلویزون له ویاندې نازیه هاشم یار سره د دوحې غونډې په اړه مرکه لرله او د دې مرکې پر مهال یې د هغې د ستغو خبرو ځواب په ستغه لهجه ورکړ.

د مرکې پر مهال حاجي محمد محقق د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني ته د امریکا د «عروسک» یعني ګوډاګي کلیمه وکاروله.

د بحث مخته وړونکې له نوموړي وپوښتل، چې که غني د ده په وینا«عروسک» و، دی بیا د «عروسک» سلاکار پاتې شوی؟

محقق، چې عموماً نه احساستي کېږي، ویاندې ته وویل چې «ستا څیره» او کړه وړه هوبهو نانځکې ته ورته دي.

هغه دې ته په کتو چې دغه تلویزوني ویانده هم لکه د نورو تلویزوني ویاندویانو سینګار کړې وه، ورته په خطاب کې وویل، چې ته دا اوس هم لکه نانځکه یې او امریکایانو دې ته روزلې یې، چې د دوی او پلویانو ملاتړ یې وکړې.

د بحث مخته وړونکې محقق ته د همدې جملې په کارولو، چې دا ستاسېي شخصي نظر دی، خپل بحث ته دوام ورکړ.

د محقق د دې مرکې د ویډیو له خپریدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ځینو راز راز عکس العملونه څرګند کړل.

منتقدانو نوموړي ته په خطاب کې ولیکل، چې دی او طالبان د ښځو پر وړاندې په سپک چلند کې څه توپیر سره لري، چې تر هغو ځان غوره بولي؟

محقق دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

امو هم د افغانستان انترنشنل په شان قومي او سمتي تغصباتو او فدرالیزم ته لمن وهونکې رسنۍ ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب