شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ۱۰ میاشتو ترافیکي پېښې؛ افغانستان کې ۱۶۰۰ تنه مړه، ۴ زره...

د ۱۰ میاشتو ترافیکي پېښې؛ افغانستان کې ۱۶۰۰ تنه مړه، ۴ زره ټپیان دي

تاند (سې شنبه، د حوت ۱ مه) ترافیکي پېښې، چې په افغانستان کې له جګړې وروسته د زیاتو تلفاتو علت ګڼل کېده، لا هم په شدت سره دوام لري او د چارواکو په وینا، یوازې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې یې تر ۱۶۰۰ پورې کسان وژلي دي.

د ټرافیکو عمومي ریاست لپاره د طالبانو د رژیم یو چارواکی عبدالودو خیرخوا وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۶۰۰ زیات کسان مړه شوي او تر ۴۰۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا، په دغې موده کې په ټول هېواد کې تر درې زرو زیاتې ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي.

په دغو ټرافیکو پيښو کې ۹۶۷ نارینه، ۱۹۲ ښځې او ۴۴۷ ماشومان مړه شوي دي.

 دغه ترافیکي مقام نه دي ویلي، چې په دې پېښو کې خپله د طالبانو د رژیم څومره چارواکي او منسوبین لاس لري او په مرګ ژوبله کې دوی څومره قرباني شوي؟

د پرځیدلي جمهوري نظام او اوسني طالب رژیم دواړو پر مهال خلکو نیوکې کړي، چې چارواکي او منسوبین یې تر نورو خلکو زیاته ترافیکي بې احتیاطي کوي او د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

طالب چارواکي وخت پر وخت په ترافیکي پېښو کې د خپلو لوړپوړو منسوبینو د مرګ ژوبلې خبرونه تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب