جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه میدان وردک ولایت کې یوې مېرمنې څلور ماشومان دنیا ته راوړل

په میدان وردک ولایت کې یوې مېرمنې څلور ماشومان دنیا ته راوړل

jتاند (سې شنبه، د دلوې ۱ مه) په میدان وردک ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د میدانښار په روغتون کې یوې ښځې څلور ماشومان وزېږول.

د میدان وردک ولایت د عامې روغتیا ريیس ډاکتر محمد زړک ځیرک نن (سې شنبه) رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې څلور واړه ماشومان بې له دې چې جراحي عملیاتو (سزارین) ته اړتیا پیدا شي، په طبیعي ډول زېږېدلي دي.

ډاکتران وايي چې د دوو ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه دی خو دوه نور یې جدي څارنې ته اړوتیا لري او همدا اوس په روغتون کې تر مراقبت لاندې دي.

د ماشومانو د مور نوم نه دی څرګند شوی خو ویل شوي چې هغه د نرخ ولسوالي اوسېدونکې ده.

په نړۍ کې عموماً د دې ډول کورنیو، چې په یو وار څو ماشومان دنیا ته راوړي، دولت یا مرستندویې ټولنې لاسنیوی کوي ځکه چې په یو وار د څلورو ماشومانو ساتل د ډېرو کورونیو له وسه وتلې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...