شنبه, جولای 27, 2024
Home+زموږ یوه لویه ستونزه او دهغې حل| پوهاند محمد بشیردودیال

زموږ یوه لویه ستونزه او دهغې حل| پوهاند محمد بشیردودیال

(میشتېدل او میشتول settlement)

څو ورځې مخکې یو ځل بیا د غره د ښوېیدو او د یو شمېر هیواوالو د وفات خبر نشر شو. دا څویم ځل دی چی بیلابیلو ځایونو کې یا دغرونو او غونډیود ښوېیدو یا د سیلاو له امله ناوړه پېښې رامنځته کیږي. له دې ډول ناوړه پېښو برعلاوه؛ د نفوسو د اسکان لپاره د حکومتی پالیسی دنشتوالي له امله له لاندې ستونزو سره مخ یاستو:

  • ځینو سیمو کې د نفوسو بیځآیه زیات تراکم،
  • د ډیرو ښو حاصل ورکوونوکو زمکو له لاسه وتل او زراعتی استعمال په رهایشي بدلول،
  • کورونو ته د زمکې ښوییدو، زلزلو، زیم او سېلاو له امله زیان رسیدل،
  • په سیمه کې د لازمه عامه خدماتو د نشتون له امله د خلکو ستونزې،
  • دچاپیریال ساتنې ستونزې،
  • امنیتی ملحوظات،
  • سیاسي- اداري متناسب تشکیلات رعایتول،
  • د کورنو مخې ته د لازمې فضا او کافی شنې ساحې نشتوالی او داسې نورې ستونزې.

ډیره ضرور ده چې دا مسئله د حکومت پالیسي کې (دنفوسو د میشت کولو settlement) تر عنوان لاندې شامله شي. Settlement اصطلاح بیلابیلی ماناګانې لري، خو زموږ بحث یواځې په دیموګرافی کې دی. دلته لاندنۍ مانا ورڅخه مطلوبه ده:

A settlement is a place where people live. This can be a community that’s smaller than a town, like a village. Also, if one country establishes a colony somewhere else, that can be called a settlement.

په وضاحت سره زموږ مطلب دا دی چې دخلکو د اسکان برخه کې حکومت مسئولیت لري. دلته د settlement اصلاح هم میشتوالی او هم یو محل کې د میشتولو مفهوم رسوي. حکومت د خلکو داستوګنې لپاره د سړکونوپه کښلو، دبریښنا په رسولو اود ابو په برابرولو سره کلیو ته ډیر ښه انکشاف ورکولای شي. په دې سره د ښارونو اوسنی نامساعد حالت اصلاح کیږي. اوس زیاتره هیوادو کې دکلي ویلا ګانې او ولسوالیو کې ژوند (باکیفیته)  تعریف شوی دی. اسکان او میشت کیدل د دیموگرافی بحث دی، متاسفانه دې برخه کې موږ ډیر وروسته پاتې او بیخبره یاستو. کله چې موږ د خپلو نفوسو د تراکم، کثافت اوویش (population density and distribution) مسئلې ته نظر کوو، زښت زیات خپه کیږو. ځینو سیمو کې د نفوسو تکاثف یو مربع کیلومترکې ۱،۷ تنه او یوشمیر سیمو کې تر شلو اوړی (!) (له بده مرغه زموږ احصائیوی کالنۍ دې برخه کې دقیق ارقام نلري). له دې برعلاوه حکومت مکلف دی، دنفوسو د اسکان لپاره هغه سیمې وښيي چې محلی اقتصادی منابع په غوره توګه ترکار لاندې راشي، حساس فرهنګی میراث خطر سره مخ نشي، زراعتی او صنعتی محل ټاکنه وشي، د راتلونکو لویو انکشافی پروژو ساحه نه وي، د  استملاک ستونزه ونلري، د کان او ملی پارک ساحه نه وي، سیلاو لرونکی او ښوییدونکی نه وي.

وړاندیزونه:

پېشنهاد کوم چې د اقتصاد، کرنې او انجنیری پوهنځیو کی دی دیموګرافی مضمون دوو سمسترونو کې ځای پرځای شي. پیشنهاد کوم چې د کلیو د پرمختیا او ښاروالیو مسئولین دې برخې ته په علمی ډول پام واړوي.

6 COMMENTS

  1. ښاغلی او عزتمند پوهاند محمد بشیردودیال صیب
    مننه ډیره علمی، پرځای او ګټوره لیکنه مو کړیده. خدای دیی وکړی چه چارواکی ورته متوجه شی.
    ښاغلی دودیال صیب زه ستاسو سره هم نظری یم، خو دا چه نن وخت دغه ټول کارونه سرته رسیدلی دی او یا تمام شویدی (البته کومو ۸ ستونزو ته چه تاسو اشاره کړیده). نو تر ټولو عاجل اوس عامه پوهاوی ته ضرورت دی. دغه پوهاوی د مساجدو، تلویزونو، راډیو او نورو مطبوعاتو لخوا په جبری ډول باید ترسره شی. ځکه همدا اوس مونږ د دغو ستونزو او خطرونو تر اغیز لاندی یاستو.

    فکر کووم دیموګرافی خو د اقتصاد پوهنځی لری او د کرنی او انجنیری پوهنځی کی به یی د ګوتو په شمار یو څو کسان یاد کړی. دغه خبر اوس زمونږ ټولو هیوادوالو ته ضرور دی. د راتلونکی لپاره باید د ټول ګټو وزارت کی د کور جوړلو او چاپیریال لپاره جدا ریاست جوړ شی.
    د اوس لپاره مثلآ که دکابل ښار ډیموګرافی یا نفوس یا د خلکو شمیرنه او استوګنځایونو ته که ځیر او متوجه شو. خدای مکړه که د ریختر په حساب ۸ درجی زلزله راغله، کیدایشی مونږ د ډیری غټی فاجعی سره مخامخ شو. کوم کورونه، اپارتمانونه چه د ډالرواکانو او زور واکانو لخوا جوړ شویدی. یوازی خپل شخصی تجارت او ګټی ته یی کتلی دی، نه یی زلزلی ته، نه یی چاپیریال ته، نه یی د ښار ښکلا ته، نه یی کلتور ته، نه یی عاجزه ګاونډی ته، او نه یی نورو تخنیکی او افغانی مسایلو ته کتلی دی.
    بله خبره داده چه هر تنظیم او هر قوماندان او هر زورواکی د کابل ښار زیاتره پارکونه، غونډی ګانی یا تپي او دولتی ځایونه په خلکو تقسیم کړیدی، چه نه د سیلاب خطر، نه دزراعت او نه د نورو عامه ګټو او منافعو په قیصه کی دی.
    په درناوی

  2. ډیر قدرمن وطندار صاحب، السلام علیکم
    مننه کوم. مهربان یاست. ترمقالې څخه هم تاسو موضوع ډیره ښه واضح او عالی وړاندیز مو کړی دی. خدای مو خوشحاله لره.

  3. سلام پوهاند صاحب
    که اجازه وی دغه برخه زه هم تاسره شریکه کړم . ستونزې ډیرې دی اوښ ته ویل غاړه دې کږه ده هغه ویل کوم ځای مې سم دی.
    افغانستا ن دنفوس د دنستی او تراکم په حساب د۲۵۵ هېوادونو کتار کی ۱۵۳ مقام لری . خوښ او جوړ اوسې

  4. معزز او ښاغلی شریف زاد صاحب السلام علیکم.
    الله پاک مو خوشحاله لره. ستاسو ښودل شوی کتګوری او د وګړو د تراکم له پلوه رقم بالکل سم دی. نورې نړی د دیموګرافی demographyاو سرشمیرنی censuses او د نفوسو د مطالعاتو population studies برخه کې پوره کار کړی دی. لومړی برخه زیاتره کمی شاخصونه دی، اما دوهمه دنده یعنی دنفوسو مطالعات کمی او کیفی اړخونه راښيي. افغانستان د نفوسو دنړیوال صندوق د آسیا اود آسیا دجنوب حوزه کې دی، د نړۍ دا برخه هیوادونه ډیر کن نفوسه دی. دافغانستان نفوس ګړندۍ وده لری. افغانستان دنفوسو د چټکې، خو بی برنامی وردې اودتکاثف ښودل شوی رقم له مخې یوڅه د اندیښنې وړی دی، په تیره بیا چی د نفوسو کیفیت ته پاملرنه نده شوی . د نفوسو موضوع زموږ لپاره یو مهم بحث دی. ما په ډیر احتیاط خپلو وړاندیزونو کی ددیموګرافی د مضمون او زده کړو یادونه کړی ده. اختیاط په دی خاطر چې؛ متاسفانه لازم ماهرین او وسایل ورته نلرو.

  5. دود پال یانې څه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ د شرم ځای دی چې یو لیکوال له صفت څخه فامیلي نوم جوړوي !! داسې نومونه ،عمل د وروسته پاتې وحشي ټولنې. نخشې دي

  6. لوپار
    زما تخلص دودپال ندی، متاسفانه تا سم ندی لوستی او په مانا یې نه یې پوه شوی. تا ته روغتیا غواړم خدای مو صحت ښه لره او تاسو لیکیل جی داسې عمل د وحشی ټولنی نخشی دی. یعنی تاسو د افغانستان ټولنی ته وحشی ټولنه ویلی ده. که وحشی وی لکه چی تاسو ته می دعا وکړه، ټولنی ته به هم دعا وکړم چی خدای دی اهلی کړی. نور به ځه واویم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب