شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهایران ته د لسګونه قلمه تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوی شوی

ایران ته د لسګونه قلمه تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوی شوی

تاند (سې شنبه، د حوت ۱ مه) په هرات کې د طالبانو ځایي چارواکو ایران ته د ۳۴ قلمه تاریخي آثارو او ۱۵۰۰ ګرامه ګران بیه ښيښو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی.

د دوی په وینا، دغه آثار په ګلران ولسوالۍ کې له یوه کس سره نیول شوي چې غوښتل یې په قاچاقي توګه ایران هېواد ته انتقال کړي.

باختر اژانس د طالب چارواکو له قوله لیکلي، چې نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی چې دوسیې به یې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

له دې وړاندې هم طالب چارواکو دې ته د ورته تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

یو شمېر فرهنګي څارونکي د داسې هڅو د مخنیوي هرکلی کوي، خو وایي چې طالب چارواکي باید د تاریخي او فرهنګي اثارو د قاچاق د شبکو اصلي ریښې پیدا او عاملانو سره یې جدي او علني چلند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب