Homeخبرونهمولوي کبیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي په غبرګون کې؛ موږ اقلیت...

مولوي کبیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي په غبرګون کې؛ موږ اقلیت او اکثریت نه لرو

تاند (سې شنبه، د حوت ۱ مه) د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي: افغانستان کې طالبانو اقلیتونه په واک کې نه دي شامل کړي.

مولوي کبیر له یو شمېر اهل تشیع، اهل هنودو او سیکانو سره د لیدنې پر مهال ویلي: زموږ په امارت کې لکه څنګه چې اسلام کې اقلیت او اکثریت نشته، دغسې د اکثریت او اقلیت بحث نه لرو.

دغه طالب مقام دغه راز ویلي، چې د دوی په حاکمیت کې قومي، سمتي، ژبنیو او نورو تبعیضي بحثونو ته ځای نشته.

د طالبانو منتقدان باور لري، چې د طالبانو تحریک یوه سخت دریځه مذهبي ډله ده او د قوم، سمت، ژبې او نورو مسایلو پر ځای خپلو ایډیالوژیکو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.

3 COMMENTS

  1. د ترلیب لپاره یوازې دا لاندني مسایل اړین دي: حقانی مدرسه څخه فراغت، مفعولیت، غلامي او بلاخره کرک ساتل.

  2. ​د پنجابی پاکستان له خوا پلانیز تربیه شوو قادیانیو چړیانو ته : سترو جاهلو خچنو بی سواده احمقو ږیرو که د تاسو سره د کوچینوالی افغانی غیرت څو فیصده موجود وی نو د افغان غیرتی میرمنو د بهر کارونو او د غیرتی جلکیو مکتبونو او پوهنتونو ممانعت له مینځه یوسۍ او د افغان غیرتی میرمنو او غیرتی جلکیو څخه د تاسو جهالت ممانعتونو باره کښی بخشنه وغواړۍ او دی غیرتی میرمنو او غیرتی جلکیو د دو کالونو څخه زیاتی د بندیخانی ژوند جریمه ورکړۍ !!!!!

    سترو جاهلو که لږ افغانی غیرت درسره موجود وی نو ځانونه د بی غیرته بی همته پنجابی پاکستان غلامی څخه خلاص او دوی ته د هغه وخت د پټانو څخه ترس او ویره عملآښکاره کړۍ که دا ونکړۍ نو ددی څخه به دا واضح شی چی تاسی د پنجابی پاکستان صادق غلامان یاستۍ نو افغان ملت باید هرومرو د تاسو قادیانیو محوه کولو پلان عملی کړی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...