دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه ۱۱ ولایتونو کې نجونو ته د طبي زده کړو د بیا...

په ۱۱ ولایتونو کې نجونو ته د طبي زده کړو د بیا پيل اجازه

تاند (سې شنبه، د حوت ۱ مه) راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم له شاوخوا دوه نیم کلنو بندیزونو وروسته، په ۱۱ ولایتونو کې نجونو ته د طبي زده کړو اجازه ورکړې ده.

باختر خبري آژانس ویلي، نن په کاپیسا، پروان، پنجشیر، بدخشان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، خوست او بامیان ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو د ۱۲ ټولګیو فارغانې په طبي دولتي انستیتیوتونو کې نوم لیکنه کولای شي.

سرچینه زیاتوي، د دغو نجونو د جذب پرېکړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خپلو اړوندو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې چې د دوولسمو ټولګیو فارغانې په روغتیايي انستیتیوتونو کې جذب کړي.

باختر اژانس د هېواد د لوړو زده کړو په نورو موسسو کې د نجونو فارغانو د جذب په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه. د نجونو تعلیم او لوړو زده کړو ته اجازه ورکول هغه غوښتنه ده چې په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې بیا بیا پر افغانستان له واکمنو طالبانو څخه کېږي.

د طالبانو لخوا نجونو ته د طبي زده کړو د پیل اجازه د یو شمېر خلکو له هرکلي سره مخ شوې ده.

1 COMMENT

  1. داسلام دین په چوکاټ کښې ټولو افغانانو ده د تعلیم اجازه ورکړی او حدود ورته وټاکی چې خپلو حدودونه سر غړونه ونکړې او د کفری نړې اجنټان لنډغر او غله باید نور له افغانستان نه یې لاس لنډشې افغانستان پاک له فحشا او چپاول څه
    د کفری نړې قانون او حقوق و نه عملی کول سل فیصده اسلامی افغانستان فلسطین مونږ ته تجربه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب